تیلو پمپ

ننګرهار کې د نفتي توکو بیې بېسارې لوړېدل؛ ځینې موټرچلوونکو خپل ګاډي درولي

خبریال: جان اغا صالح

له تیرو څو اوونیو راهیسې د هیواد له نورو ولایتونو سربیره په ننګرهار کې هم د تیلو، ګازو او خوراکي توکو بیې لوړې شوي چې عام خلک یې پړه پر حکومت اچوي.

ولسي خلک او په خاص ډول موټر چلوونکي د تیلو او ګازو لوړو بیو اندیښمن کړي دي او وایي، چې له یوې میاشتې راهیسې د یو لیټر تېلو په نرخ کې له ۱۰ څخه تر ۱۵ افغانیو پورې لوړوالی راغلی او همدارنګه د ګازو بیې هم تر پخوا لوړې شوي دي.

احسان الله په جلال اباد ښار کې موټر چلوي هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د تېلو او ګازو د بیو د لوړیدو له امله زیاتره موټر چلوونکي اړ شوي چې موټرې ودروي.

احسان الله زیاته کړه: «پخوا به مو یو لیټر تېل په ۳۴ او یا ۴۲ افغانۍ اخیستل خو اوس یې بیه ۵۶ افغانیو ته لوړه شوې او اندیښنه مو دا ده چې دا بیې ورځ تربلې لوړیږي، چې مونږ یې له ستونزو سره مخ کړي یو، له حکومت غوښتنه کوو، چې باید د تیلو بیې کنترول کړي او په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي، زیاتره موټر چلوونکي اړ شوي د تیلو د لوړې بیې له امله چې موټرې ودروي.»

احسان الله په جلال اباد ښار کې موټر چلوي هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د تیلو او ګازو د بیو د لوړیدو له امله زیاتره موټر چلوونکي اړ شوي چې موټرې ودروي.

موټر چلوونکي د تېلو پمپونو خاوندان او هم د یادې برخې سوداګر په احتکار کولو تورنوي او هم له حکومت غوښتنه کوي چې د تیلو او ګازو بیې دې په خپل وخت کنترول کړي.

صابر شاه د جلال اباد ښار یو تن ریکشه چلوونکی دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو اندیښنه وښوده او ویې ویل، که نرخونه ثابت ونه ساتل شي د وخت په تیریدو سره به د تېلو او ګازو بیې څو چنده نورې هم لوړې شي.

صابر شاه : «له حکومت غواړو چې اول دې د تیلو سوداګر او د پمپونو له خاوندانو پوښتنه وکړي، چې ولې یې د تیلو زخیرې ډکې ساتلي او پخواني تېل یې قیمتۍ ته ساتلي دي، د تیلو خاوندان پخوا تیل په یوه بیه اخیستي اوس یې د بیو په لوړیدو سره دوی هم لوړ پلوري هیله ده حکومت دې برخه کې کار وکړي.»

بل لور ته د تیلو او ګازو د پمپونو څښتنان بیا د خلکو هغه نیوکې چې ګواکې تېلو او ګاز یې احتکار کړي دي پر ځای نه بولي او وایي، په هیواد کې د تیلو کمښت او ناامنیو دوی هم اندیښمن کړي دي.

په ننګرهار د تیلو د سوداګرو د اتحادې منشي سیف الدین ستوري اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د تیلو او ګازو د بیو لوړیدل د ځینو بندرونو له لارې د نفتي موادو کم واردیدل، جګړې او د سوداګرو پر وړاندې د امنیتي ګواښونه زیاتیدل یادوي.

په ننګرهار د تیلو د سوداګرو د اتحادې منشي سیف الدین ستوری زیاته کړه: «مونږ ننګرهار کې د تېلو دومره لوېي ذخیرې نه لرو، چې تېل او ګاز په کې ذخیره کړو د هر یو تیلو پمپ واله به تر شل زره یا پنځه ویشت زرو لیټرو زیات تیل نه شي زخیره کولای، نو ځکه مونږ احتکار نه دی کړی او بیې په ټوله نړۍ کې لوړې شوي خو افغانستان کې د سوداګرو پر وړاندې ناامني، کم تیلو او ګازو واریدات، جګړې او د ګمرکونو د تعرفو لوړوالی هغه عوامل دي چې له مله یې بیې لوړې شوي دي.»

په ننګرهار د تیلو د سوداګرو د اتحادې منشي سیف الدین ستوری د تیلو او ګازو د بیو لوړیدل د ځینو بندرونو له لارې د نفتي موادو کم واردیدل، جګړې او د سوداګرو پر وړاندې د امنیتي ګواښونه زیاتیدل یادوي.

په ورته مهال د ننګرهار د انحصاراتو رییس احمد شاه پاچا اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د تېلو او ګازو د بیو لوړیدو لامل د هیواد د یو شمیر وارداتي بندرونو د ناامنیو له مله بندیدل، په داخلي او بهرنیو بازارونو کې د ډالرو لوړیدل او په لارو کې د سوداګرو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو شتون په ګوته کوي.

نوموړی وایي، هیله من دی چې په نږدې راتلونکې کې د یادو ستونزو په حل سره د تېلو بېې د پخوا په شان راښکته شي.

ننګرهار د انحصاراتو رییس احمد شاه پاچا زیاته کړه: «اوسمهال هیواد ته له پنځو بندرونو تیلو واردیدل خو له دغه بندرونو یې د شیرخان او اقینې بندرونه بند او یا د دولت ولکه کمه ده او همدارنګه په لارو کې د سوداګرو پر وړاندې امنیتي ستونزې د دې لامل شوي چې بیې لوړې شي خو هیله شته چې په نږدې راتلونکې کې به یادې ستونزې حل شي.»

د هیواد په بازارونو کې داسې مهال د تیلو، ګاز او خوراکي توکو بیې لوړې شوي، چې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او خلک اندېښمن دي که روان وضعیت کنټرول نه شي، خلک به له سختو ستونزو سره مخ شي.