کوز کونړ ولسوال موټر

د ننګرهار د کوز کونړ ولسوال په ماین چاودنه کې ټپي شو

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت کوز کونړ ولسوالۍ د ولسوال معلم اکبر پر موټر ماین چاودنه شوې او نوموړی په کې ټپي شوی دی.

د والي وياند عطاءالله خوږياڼی اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن (یکشنبه، ۲۰ د چنګاښ) سهار شاوخوا نهه بجې د کوز کونړ ولسوال معلم اکبر پر موټر چاودنه شوې، چې ولسوال اکبر په کې برسېرن ټپي شوی او ساتونکو ته یې کوم زیان نه دی اوښتی.

نوموړی وايي، د ولسوال معلم اکبر پر موټر ماين چاودنه په داسې مهال رامنځته شوې، چې نوموړى له خپل کوره دندې ته د تللو په حال کې و.

خوږیاڼي زیاته کړه: «نن سهار نهه بجې د کوز کونړ پر ولسوال ماین چاودنه شوې، ولسوال سطحي ټپي شوی او ساتونکو ته یې کوم زیان نه دی اوښتی موټر یې هم زیانمن شوی نوموړی له کوره دفتر ته په لاره و.»

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.