کابل جلال اباد دویم لاین سړک

د کابل-جلال اباد د دویم لاین سړک بودجه د له لاسه ورکولو ګواښ سره مخ ده؟

خبریال: جان اغا صالح

ولسي جرګه کې د خلکو استازي وایي، که د کابل – جلال اباد دويم لاين سړک پاتې چارې ژر پیل نه شي، نو شته بودجه به له لاسه ووځي.

د دغه سړک د پاتې چارو د بشپړیدو ژمنې په څو ځلي حکومت کړي، خو له ژمنو سره سره لا هم د دې سړک پاتې چارې نیمګړې او په ټپه ولاړې دي.

 په همدې حال کې د دغه سړک د پاتې چارو نه ترسره کیدو له امله د ولسي جرګي غړو اندیښنه ښودلې او ویلې یې دي، که د کابل-جلال اباد دویم لین سړک د پاتې چارو د ترسره کیدو په برخه کې جدي اقدامات و نه شي، نو د یاد سړک لپاره ځانګړې شوې بودجه به له لاسه ووځي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی عبدالروف شپون د ننګرهار په ولایتي اداره او مرکزي حکومت غږ کړی، چې د یاد سړک د نیمګړو چارو بشپړیدو لپاره دې غلي نه پاتې کیږي.

ولسي جرګه کې د خلکو استازي وایي، که د کابل – جلال اباد دويم لاين سړک پاتې چارې ژر پیل نه شي، نو شته بودجه به له لاسه ووځي.

نوموړی اندیښنه لري او وایي، که د یاد سړک د پاتې چارو کارونه پیل نه شي نو د کابل – جلال اباد دویم سړک لپاره منظور شوې پېسې به له لاسه ووځي.

عبدالروف شپون زیاته کړه: «د کابل-جلال اباد دویم لین سړک لپاره پیسې جاپان ورکړي، اوس یې ویلي که دغه پروژه په خپل وخت ترسره نه شي نو خپلې پیسې به بیرته واخلي، نو هیله مو له حکومت دا ده چې په دې برخه کې اقدام وکړي او د یاد سړک لپاره ځانګړو شویو پېسو څخه ګټه واخلي ترڅو سرک جوړ شي.»

ولسي خلک هم د یاد سړک د پاتې چارو د بشپړیدو غوښتنه کوي او وایي، د کابل-جلال اباد دویم لین سړک چارې اوسمهال د خوږیاڼو ولسوالۍ مملې سیمو پورې بشپړې شوي، چې د پاتې چارو د نه ترسره کیدو په برخه کې ولایتي اداره په بې غورۍ تورنوي.

اشرف خان د سره رود ولسوالۍ د فتح اباد سیمې اوسیدونکی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د یاد سړک جوړیدل د ولسي خلکو لویه هیله ده او تمه لري چې د یاد سړک د پاتې چارو په بشپړیدو سره د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شي.

اشرف خان زیاتوي: «دا سړک څو کالونه وشول چې وعدې کیږي نن جوړیږي او سبا جوړیږي کله یو شرکت ته ورکول کیږي او کله بل ته، هیله ده چې دې برخې ته حکومت پام وکړي او دا سرک دې په سم او اساسي ډول جوړ کړي چې ولسونه له سختو ستونزو سره مخ دي همدا که جوړ شي د خلکو ستونزې حل کیږي.»

ولسي خلک هم د یاد سړک د پاتې چارو د بشپړیدو غوښتنه کوي او وایي، د کابل-جلال اباد دویم لین سړک چارې اوسمهال د خوږیاڼو ولسوالۍ مملې سیمو پورې بشپړې شوي، چې د پاتې چارو د نه ترسره کیدو په برخه کې ولایتي اداره په بې غورۍ تورنوي.

د نظر خاوند خان محمد دوست اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د کابل-جلال اباد دویم لین سړک جوړیدل د ننګرهار لپاره په اقتصادي او نورو برخو کې ګټور بولي او وایي، د یاد سړک په جوړیدو سره به د ځایي خلکو شته ستونزې تر ډیره حل شي.

خان محمد دوست زیاته کړه: «که چیرې یاد سرک جوړ شي نو تر ډیره به ورسره د ځایي خلکو ستونزې حل شي او همدارنګه به د سیمې په امنیت کې هم مهم رول لوبولی شي ځکه په وخت به امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیده ګي وکړي او ننګونې به راکمې کړي نو په ټوله کې یې ولس او حکومت دواړو ته زیاته کټه ده.»

په ورته مهال د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست مسوولین هغه اوازې ردوي چې ګوندې که د کابل-جلال اباد دویم لین سړک پاتې چارې پیل نه شي، نو ځانګړې شوې بودجه به یې له لاسه ووځي.

د ننګرهار د ټولګټو چارو رییس صابر احمدزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته سره په خبرو کې وویل، د کابل-جلال اباد دویم لین سړک تدارکاتي چارې بشپړې شوي او تمه ده چې پاتې چارې به یې نیږدې راتلونکې کې پیل شي.

د ننګرهار د ټولګټو چارو رییس صابر احمدزي زیاته کړه: «د خلکو تبلیغات دي دغه سړک ۸۵ کیلو متره کیږي ۲۴ کیلو متره کارونه یې بشپړ شوي او تمه لرو چې نیږدې وخت کې به یې پاتې چارې بشپړې شي او په دې برخه کې چې څوک وایي بودجه یې بیرته له لاسه وځي هسې تبلیغات او هیڅ خبره نشته دی.»

د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست مسوولین د دې سړک د بودجې له لاسه تلل اوازه بولي او ردوي یې او تمه ښیي چې پاتې چارې به یې ژر پیل شي.

د کابل-جلال اباد دویم لین سړک ۱۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري. دا سړک د جلال اباد ښار د سره رود له «دوسره کې» پیل او له همدې ځایه خوږیاڼو، شیرزاد او حصارک ولسوالیو ته تېر او د لوګر له لارې کابل سره نښلي.