پکتیا

ګردېز ښار کې هدفي وژنې؛ یوازې دوو ورځو کې شپږ کسان وژل شوي

خبریال: حبیب الله سراب

له تېرو دوو ورځو راهیسې د مرکز ګردېز په بېلابېلو سیمو کې د غلاوو او هدفي بریدونو پر مهال د ملکي او نظامي کسانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي، چې دې حالت د ګردېز ښاریان اندېښمن کړي دي.

ښاریانو نن سهار (دوشنبه، ۲۱ د چنګاښ) هم په هغې چاودنې پیل کړ، چې د پکتیا د امنیه قومندانۍ د جنايي برخې کارمن ووژل شو، تېره ورځ هم ناڅرګنده وسله والو په بېلابېلو هدفي بریدونو کې درې پولیس، یو صراف او بل هم ټکسي چلوونکی په ډزو سره وژلي وو، ولایتي چارواکي هم د دې پېښو پخلی کوي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکی شیرمحمد وايي، روان ناسم وضعیت یې په ژوند او کاروبار منفي اغېز کړی دی.

د نوموړي په خبره، چې نامالوم وسله وال له تلاشیانو راتېریږي، ښار ته راځي او له برید وروسته په تېښته هم بریالي کیږي.

هغه وايي: «که یوه خوا د ولسوالیو وضعیت ته وګورو هغه په بد حال کې دي، بل لورته دلته په ګردېز ښار کې وضعیت داسې شوی، چې خلک د خپل سر خوندیتوب ځای هم نه لري، دا دوه ورځې مونږ وینو، چې وسله وال کسان امنیتي او نور خلک خپل هدف ګرځوي او بیرته په تېښته هم بریالي کیږي.»

د ژول شوي ټکسي چلوونکي خپلوانو نن د ولایت دروازه د اعتراض په ډول تړلې وه او له چارواکو یې د قاتلینو نیولو او هغوی ته د سختې سزا غوښتنه کوله.

د مرکز ګردېز اوسېدونکی او د ناحیې وکیل ملک ظفر هم په روان وضعیت خواشیني څرګندوي او وايي، د امنیتي مسوولینو د بېغورۍ له امله غلاوې او هدفي وژنې ډېرې شوې دي، نوموړی غوښتنه کوي، چې د دې پېښو د مخنیوي لپاره دې اقدامات ترسره شي.

ښاغلي طفر داسې وویل: «پرون په ښار کې درې پولیس او یو صراف په بېلابېلو هدفي پېښو کې په ډزو سره ووژل شول، په همدې ورځ یو ټکسي چلوونکی هم د انسان تښتوونکو له لوري په بې رحمانه ډول وژل شوی و، دا ټوله د مسوولینو د بېغورۍ له امله رامنځته کیږي، که هر څوک خپل مسوولیت ته متوجه شي، نو دا وضعیت به نه وي.»

د ژول شوي ټکسي چلوونکي خپلوانو نن د ولایت دروازه د اعتراض په ډول تړلې وه او له چارواکو یې د قاتلینو نیولو او هغوی ته د سختې سزا غوښتنه کوله.

د نوموړي ورور نوراجان وویل، چې ورور یې پرون ورځ نامالومو کسانو د سورلۍ په دول له بیولی و، چې وروسته یې په بې رحمانه ډول ډول وژلی و.

د مرکز ګردېز اوسېدونکی او د ناحیې وکیل ملک ظفر هم په روان وضعیت خواشیني څرګندوي او وايي، د امنیتي مسوولینو د بېغورۍ له امله غلاوې او هدفي وژنې ډېرې شوې دي.

هغه له امنیتي مسوولینو د خپل وژل شوي ورور د قاتلینو د نیولو او د سزا ورکړې غوښتنه کوي.

هغه وویل: «پرون زمونږ ورور د مزدورۍ لپاره خپل موټر له کوره وباسه، ټوله ورځ یې بیا مبایل بند و، د شپې مو هم ډېره هڅه وکړه، چې اړیکه ورسره ونیسو، خو کله چې ماته د خپل ورور د وژل کېدو په اړه یو ډاکټر ټلیفون وکړ، نو له هغه وروسته خبر شوم، چې ورور مې چا په شهادت رسولی دی.»

د شواک ولسوالۍ قومي مشر دلاور خان اطلاعات روز ته وویل، که امنیتي مسوولین د روان خراب امنیتي وضعیت د سمون لپاره اقدام ونه کړي، نو خلک مجبوريږي، چې د دوی په وړاندې غږ پورته کړي، د هغه په خبره، زیاتره وخت نیول شوي غله او قاتلین د پیسو پخ بدل کې بیرته خوشي شوي دي.

هغه داسې وویل: «ستونزه په دې کې ده، چې غله ته سزا نه ورکول کیږي، نن ونیول شي، سبا بیا په ښار کې سرې سترګې ګرځي، دا ټول د امنیتي چارواکو او فسادګرو د لاسه داسې کیږي، ځکه هغوی یې د خلاصون په بدل کې پیسې اخلي، خو مونږ دا وایو، که وضعیت سم نه شي، خلک به لاریونونه پیل کړي او لویې لارې به هم وتړي.»

په همدې حال د پکتیا ولایتي چارواکي هم د وروستیو امنیتي پېښو پخلی کوي، د والي مرستیال وايي، ډېر ژر به د امنیت تامین په موخه په ښار کې سیارې ګزمې او پلټنځایونه فعال شي.

مرستیال والي عبدالولي سهي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د نوې رهبرۍ په راتګ سره د امنیت ښه والي په موخه پلان چمتو شوی، چې ډېر ژر به عملي او ښه نتیجه به ورکړي.

ښاغلي سهي وویل: «متاسفانه باید ووایم، چې ګردېز څه موده وړاندې له داسې امنیتي پېښو خوندي و، خو په دې وروستیو کې بیا ځینې پېښې شوې او زمونږ یو شمېر هیوادوال په کې په شهادت رسېدلي دي، خو زه ډاډ درکوم، چې دا وضعیت به ډېر ژر بیرته عادي حالت ته راشي او د هغو کسانو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي، چې په ترسره شویو پېښو کې یې لاس درلود.»

په همدې حال د پکتیا ولایتي چارواکي هم د وروستیو امنیتي پېښو پخلی کوي، د والي مرستیال وايي، ډېر ژر به د امنیت تامین په موخه په ښار کې سیارې ګزمې او پلټنځایونه فعال شي.

سهي له امنیتي او کشفي ادارو سره د خلکو همکاري مهمه بولي او وايي، که د دې وضعیت د ښه والي لپاره ولس همکار نه شي، نو پولیس او نور امنیتي ځواکونه نه شي کولی، چې د غلاو او برید کوونکو په سمه توګه مخه ونیسي.

نوموړی وايي: «ولس باید همکار و اوسي، ځکه که کوم مشکوک څوک ویني یا ورباندې پوی شي، چې دا کس د کوم ناوړه اعمالو لپاره راغلی، نو دوی دې زمونږ پولیسو ته احوال ورکړي، که د ولس پوره همکاري ونه اوسي، پولیس په یوازې توګه نشي کولی، چې مجرم پیدا یا د پېښې په وخت مخنیوی وکړي.»

که څه هم د نوې رهبرۍ په راتګ سره د امنیتي ارګانونو ترمنځ همغږي زیاته شوې، خو د پکتیا اوسېدونکي ټینګار کوي، چې په ښار کې دې د غلاو، هدفي وژنو او نورو جنايي پېښو مخ ونیول شي، خو نیوکه په امنیتي ادارو ځکه کیږي، چې د ۹ ولسوالیو په سقوط سره اوس یوازې مرکز او د ګوتو په شمېر ولسوالۍ امنیتي ارګانونو ته پاتې، خو بیا هم نشي کولی، چې تر خپل واک لاندې سیمو کې د خلکو امنیت خوندي او د ناوړه پېښو مخ ونیسي.