طالبان

د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې څه تېرېږي؟

خبریال: لیاقت لایق

ژباړن: بهادرخان رحماني

د طالبانو له خوا د سیمو او ولسوالیو په ځانګړي ډول شمال او لویدیځ کې په نیولو سره، د بشري حقونو بنسټونه، سیمه‌ییزې سرچینې او د دې ولایت اوسېدونکي د خلکو، مېرمنو او عامه تاسیساتو پر وړاندې د طالبانو له «سپکوونکي» او ویجاړوونکي چلنده نیوکه لري. هغوی وایي چې طالبان سیمې ته ورتلو سره له هر څه لومړی ځینو برخو کې عامه تاسیسات لکه پل، ودانۍ او ښوونځي ویجاړ کړي دي او بیا یې له خلکو په ځانګړي ډول ښځو سره د خپل اماراتي وخت اصول پلي کړي دي.

هغه قوانین او چلندونه چې اوس د ډېری خلکو په نظر د بنسټیزو او بشري حقونو د اصولو او ازادیو سره ټکر کې دي.

د خلکو محدودیتونه

هغوی چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې یې ژوند لیدلی وایي، چې طالبانو په دې سیمو کې د شل کاله وړاندې امارتي قوانین عملي کړي او هېڅ بدلون یې نه دی کړی. طالبان ښځو ته له محرم پرته له کوره وتلو اجازه نه ورکوي. د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ښځې اړې دي چې چادري واغوندي.

تخار ولایت کې چې ویل کېږي ټولې ولسوالۍ یې د طالبانو لاس کې دي، د ښځو ځانګړي چادرۍ بیه په یو ځلي له ۴۰۰ افغانیو یو زر او ۶۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده. له دې ورتېر، تېرو ورځو کې د تخار ولایت ځینو اوسېدونکو کابل کې یوې خبري ناسته کې نیوکه وکړه چې طالبانو تر خپلو ولکې لاندې سیمو کې له خلکو غوښتي چې هر کور دې یوه لور طالبانو ته په نکاح ورکړي. د تخار ولایتي شورا غړی محمد‌یعقوب نظري هم د ځایي اوسېدونکو له قوله وایي، چې د تخار ولایت ځینو سیمو کې طالبانو له خلکو دا ډول غوښتنه کړې ده. دغه راز ښاغلی نظري وایي، چې طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې پر ښځو فشار اچولی چې چادري واغوندي. دغه راز ویل کېږي چې طالبانو تخار ولایت کې ګواښ کړی، چې د فوټبال ورزش کولو پر مهال دې له سپورټي لباس نه، بلکې له کالیو «کمیس‌پرتوګ» دې ګټه واخلي.

د سیمه‌ییزو سرچینو د ویناوو پر بنسټ کندوز ولایت کې طالبان پر اتو ولسوالیو نفوذ او ولکه لري. د دې ولایت اوسېدونکي هم د خلکو او ښځو پر وړاندې د طالبانو له «سپکوونکي» چلنده شکایت لري. د کندوز ولایتي شورا غړې کریمه صادقي وایي چې طالبان د دې ولایت خان اباد ولسوالۍ کې د خلکو کورونو ته په زور ورننوتي او له هغوی یې اوبه او ډوډۍ غوښتې ده. دغه راز ځینو سیمو او ولسوالیو کې د ملکي خلکو کورونه او هټۍ یې سوزولي، ویجاړ کړي او د سنګر په توګه یې ترې ګټه اخیستې ده. له دې امله ډېری کورنیو له کلیو ښار ته کډه کړې ده، اوس دا کورنۍ له خپلو ښځو او ماشومانو سره پر واټونو، څلورلارو، پارکونو او عمومي ځایونو کې کېږدۍ وهلي او مېشت شوي دي. پر تګ‌ راتګ هم سخت محدودیت لګېدلی دی.

له نورو ولایتونو هم ورته راپورونه رسېدلي دي چې وایي طالبانو د خلکو له کورونو د سنګر په توګه ګټه اخلي. کور په کور یې تلاشیانې پیل او اوسېدونکي یې ځان سره وړي دي. د بېلګې په ډول پروان ولایت کې طالبانو د غوربند ولسوالۍ پلورځایونه سوزولي، کور په کور یې تلاشي کړې او ځینې سپین‌ږیرې یې له کوم دلیل پرته ځان سره وړي دي. د پروان ولایتي شورا ځینې غړي دغه موضوعات تاییدوي.

له بلخ ولایته هم راپورونه وایي چې طالبان د خپلې ولکې لاندې سیمو کې ښځې په درو وهي چې له کوره و نه وځي او چادري یا حجاب دې واغوندي. د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي وروستیو کې رسنیو ته ویلي چې طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د خپل شل کاله وړاندې قوانین پلي کوي، ښځې چادرۍ اغوستلو ته اړ کوي او په درو یې وهي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو څخه خلک راپور ورکوي چې دغلته ښاري، بنسټیز او بشري حقونه طالبانو نقض کړي دي. له ډېرو سیمو جبري کډوال شوي دي، کورونه یې ویجاړ او مالونه یې لوټ شوي دي. ښځې او ماشومان نه شي کولی چې له  کورونو ووځي او ښوونیزو مرکزونو ته ولاړې شي. د طالبانو تر کنټرول لاندې کوڅو او لارو کې بهرني پاکستاني، چچني او ازبکستاني جنګیالي ځای پر ځای شوي او خلکو ته یې وحشت رامنځته کړی دی. د ښاغلي امان په وینا، طالبان د پروان، کندوز او فاریاب ولایتونو کې پلورځایونه او د خلکو کورونه سوزولي  او توکي او شتمنۍ یې ورلوټ کړي دي.

طالبان دا ادعاوې ردوي. د دفاع وزارت مسوولینو ادعاوو خلاف، طالبان وایي چې د افغانستان حکومت د نظامیانو هوایي بریدونه د دې لامل شوي چې کندوز، فاریاب او پروان ولایتونو کې د خلکو کورونه او پلورځایونه ویجاړ شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې خلکو سره د طالبانو اړیکه «له عاطفې ډکه» او ښه ده. د خپلې ولکې لاندې سیمو کې یې خلکو سره چلند د «شریعت» اصولو سره برابر دی او پر هغوی هېڅ محدودیت او شرطونه نه دي لګېدلي. ښاغلی مجاهد وایي، ښځو لپاره د محدودیتونو لګولو هغه ځینې پاڼې چې خپرې شوي هم جعلي او د حکومت تبلیغات او شایعات دي. که د طالبانو وګړي خلکو سره چلند کې خطا سره مخ شي، ژر به یې مخه ونیول شي.

طالبان د ملکیانو پر کورونو برید او کور په کور پلټنه هم ردوي. طالبان وایي چې نویو ولکه شویو سیمو کې یې یوازې د سیمه‌ییزو قوماندانانو او د «اربکي» سرتېرو کورونو ته مراجعه کړې او هغوی یې بې وسلې کړي دي. دا کار یې ځینو محدودو سیمو کې د نظامي اړتیا پر بنسټ کړی دی.

د ودانیو او عامه تاسیساتو ویجاړونه

طالبان مني چې د ځینو ولسوالیو له نیولو وروسته یې، دولتي ودانۍ او نظامي هډې ویجاړې کړې دي. وروستیو اونیو کې چې دولتي سرتېرو طالبانو سره د ولسوالیو، ښاري مرکزونو او  نظامي هډو نیولو پر سر د جګړې لمن پراخه کړې، ټولنیزو رسنیو کې کوم انځورونه چې خپرېږي چې ښیي ځینې دولتي ودانۍ او عامه تاسیسات په اور کې سوځي او چاودنه ورکول کېږي. دا کار د حکومتي مسوولینو او خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی. حکومتي مسوولین او خلک طالبانو ته په خطاب کې وایي چې «ودانۍ کافرې نه دي، مه یې ویجاړوئ.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اطلاعات روز سره خبرو کې مني چې د فراه ولایت اناردرې ولسوالۍ ودانۍ یې د هغې د سټراټيژیک موقعیت له امله په بمونو الوزولې، څو بیاځلي د دولتي سرتېرو په  سنګر بدله نه شي: «خبر و چې حکومت بیاځلي غوښتل ولسوالۍ ونیسي. د هغې موقعیت داسې و چې تر مخه  یې دشته وه چې که په سنګر بدلېده، مقاومت لپاره یې ځای نه لره. مجاهدین یې له هغې ځایه تر اور لاندې نیول او ولسوالۍ له لاسه تللې.»

کپشن: طالبانو د فراه ولایت اناردرې ولسوالۍ ودانۍ داسې الوزولې ده.

دغه راز طالبان وایي چې د فاریاب قیصار ولسوالۍ کې یې هم ودانۍ په همدې دلیل چې د دولتي سرتېرو په سنګر بدل نه شي، ویجاړه کړې ده. ښاغلی مجاهد وایي، له دې دلیل او دا چې د نښتو له امله ویجاړې شوي پرته، نور یې په قصد سره ویجاړۍ ته لاس نه دی وروړی.

د ویجاړیو په دوام، تېرو ورځو کې د روزنک – هرات اوسپنې پټلۍ تم‌ځای ویجاړ او تجهیزات یې لوټ شوي دي. د حکومت نظامي مسوولینو راپور ورکړی چې د دې تم‌ځای ویجاړونه هم د طالبانو کار دی. طالبان دا ادعا ردوي او وایي، کله چې دولتي سرتېرو له هغې تم‌‌ځایه وتښتېدل، ناپېژنده کسانو له فرصته په ګټنې پر هغې ځای یرغل کړی او دروازې او  ښیښې یې ویجاړې کړې دي او ځینې تجهیزات یې له ځان سره وړي دي. د ښاغلي مجاهد په وینا، اوس طالبان هلته ورغلي او له خلکو یې غوښتي چې تجهیزات بېرته یوسي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند وایي، طالبانو هره ولسوالۍ چې نیولې، لومړی یې عامه تاسیسات لکه پل، پلچکې، ښوونځي، ودانۍ، تم‌ځای او واټونه له منځه وړي دي. داسې یې په مېلیونونه افغانۍ زیان په هرې ولسوالۍ کې اړولی دی. د ښاغلي امان په وینا، د طالبانو موخه ویجاړي ده. له بلې خوا، طالبان پوهېږي چې نیول شوې سیمې نه شي ساتلی او بېرته به یې له لاسه ورکړي، له دې مخې عامه تاسیسات، ودانۍ او نظامي هډې ویجاړې کړې دي.

د طالبانو له خوا د عامه تاسیساتو ویجاړونه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو اوسېدونکو له خوا هم راپور کېږي. د کندوز ولایتي شورا غړې کریمه صادقي اطلاعات روز ته وایي، طالبانو هغه ولسوالۍ چې نیولي، لومړی کار یې چې کړی ټول پلونه، پلچکې، واټونه او د خلکو د ګټې عمومي ځایونه یې ویجاړ کړي دي. ښوونځي یې ویجاړ کړي او د سنګر په توګه یې ترې ګټه اخیستې، مېز او څوکۍ یې له ځان سره وړي دي. اغلې صادقي وایي چې که طالبان د حکومتولۍ هوډ لري، نو ولې ویجاړي کوي. اغلې صادقي وایي، طالبان هماغه چلند لري چې شل کاله وړاندې یې لاره. هغه اندېښمنه ده چې طالبانو سره د حکومت د سولې لړۍ بې پایلې کېدو سره ښایي چې افغانستان شا ته وګرځي او د ۲۰ کاله وړاندې حالت ته وګرځي.

د بهرني نظامیانو بشپړ وتلو سره سم، د ولسوالیو او نظامي هډو نیولو زیاتېدو پر سر طالبانو سره د جګړې لمن پراخه شوې ده. دمګړۍ طالبان ادعا کوي چې له ۱۸۰ ډېرې ولسوالۍ یې ولکه کې دي. خو حکومت دا ادعا ردوي او وایي چې طالبان یوازې پر ۸۰ ولسوالیو ولکه لري.