اطلاعات روز: د خوست امنیه قوماندانۍ وايي، د دې ولایت پر موسیخېلو ولسوالۍ د طالبانو بريد یې په شاه تمبولی دی.
وسله والو طالبانو رسنيو ته نن سهار (سهشنبه، ۲۲ د چنګاښ) په لېږل شوې خبرپانه کې ادعا کړې وه، چې د خوست ولايت موسی خېلو ولسوالۍ يې له افغان ځواکونو نيولې ده. خو د خوست امنیه قوماندانۍ بيا د طالبانو له خوا شوې ادعا په کلکه ردوي.
د دې ولایت له امنيه قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په موسیخېلو ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو ډلهییز بريد په شاه تمبولی دی.
خبرپاڼه کې وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ – ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.