ننګرهار کې د غاليو صنعت ګڼ شمېر مېرمنې د اقتصاد له پلوه په ځان بسيا کړي

خبریال: جان اغا صالح

د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې له تیر یو کال راهیسې یې تر دې دمه دې ولایت کې یو مېلیون دوه سوه ۳۸ زره او ۷۸ متر مربع افغاني غالۍ تولید شوې دي.

د ننګرهار کلیو او پراختیا رییس امان الله میاخېل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا پروژه د «د بېرته را ستنېدونکو کډوالو د تشبثاتو پراختیا» په نوم ده، چې د کلیو او پراختیا وزارت تر چتر لاندې يې د ننګرهار په ۱۴ولسوالیو کې فعالیت کوي.

یادې ولسوالۍ بهسود، سرخرود، دره نور، چپرهار، رودات، جلال اباد ښار، کامه، اچین، ګوشته، بټي کوټ، شینوارو، خوږیاڼي، ښېوه او مومندره دي چې نږدې ۱۰۰۰ تنو ته په کې د دې پروژې له لارې په مستقیم توګه د کار زمینه برابره شوې.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس همداراز وايي، په دې شمېر کسانو کې يې «۵۸۱» تنه ښځينه دي، چې په خپلو کورنیو کې غالۍ اوبدې.

میاخیل زیاتوي: «د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو بهسود، سرخرود، دره نور، چپرهار، رودات، جلال اباد ښار، کامه، اچین، ګوشته، بټي کوټ، شینوارو، خوږیاڼي، ښېوه او مومندره دي چې نږدې ۱۰۰۰ تنو ته په کې د دې پروژې له لارې په مستقیم توګه د کار زمینه برابره شوې، چې له ۵۸۱ یې یوازې ښځينه دي، دا پروژه د افغانستان د مالیې وزارت لخوا تمویلیږي او د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره چې له ګاونډویو هېوادونو بیرته خپل هېواد ته راستنه شوي او د غالۍ اوبدلو مهارت ولري ترتیب شوې ده.»

د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس همداراز وايي، په دې شمېر کسانو کې يې «۵۸۱» تنه ښځينه دي، چې په خپلو کورنیو کې غالۍ اوبدې.

میاخېل وايي، ننګرهار کې د غالیو اوبدولو صنعت د پخوا په پرتله ښه شوی، چې له همدې امله یي په عوایدو کې د تیرکال په پرتله په تولید کې زیاتوالی راغلی، چې سږ کال یې شاوخوا دوه میلونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

ښاغلی میاخېل وايي، د دې پروژې موخه د خلکو اقتصادي وضعیت پیاوړتیا او د بېرته را ستنېدونکو خلکو لپاره د سالم کاري چاپېریال رامنځته کېدل دي.

د نوموړي د مالوماتو له مخې، د «بېرته راستنېدونکو کډوالو د تشبثاتو پراختیا» پروژې لخوا د تېرې غبرګولي یا جوزا میاشتې په اوږدو کې په ننګرهار کې ۹۵ تختې افغاني غالۍ اوبدل شوي.

میاخیل زیاته کړه: «په اوسط ډول هر ګټه اخیستونکی د میاشتې له ۸۰۰۰ افغانیو څخه تر ۱۵۰۰۰ افغانیو پورې عاید لاس ته راوړي او مهمه خبره دا ده چې د دې پروژې له لارې میرمنو د خپلو کورنیو اقتصاد پیاوړی کړی دی او زیاتره غالۍ په خپله ښځې اوبدي چې هم ګټه کوي او هم د کور چارې سمبالوي یانې په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شوې ده.»

میاخېل وايي، ننګرهار کې د غالیو اوبدولو صنعت د پخوا په پرتله ښه شوی، چې له همدې امله یي په عوایدو کې د تیرکال په پرتله په تولید کې زیاتوالی راغلی، چې سږ کال یې شاوخوا دوه میلونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

د یادې پروژې له لارې په غالۍ اوبدلو بوختې میرمنې خوښې دي چې هېواد ته په راستنېدلو ورته د مناسب کار زمینه برابره شوې ده.

عایشه د بهسود ولسوالۍ هغه اوسیدونکي ده، چې درې کاله کیږي له پاکستان راستانه شوې او اوسمهال په کور دننه په قالین اوبدلو بوخته ده له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی په لاس جوړو شویو تولیداتو ته دې د مناسب بازار په لټه کې شي.

عایشه زیاتوي: «دا خو ډېر ښه کار شوی دی، مونږ ډېرې خوشحاله یو چې دلته افغانستان ته بېرته راغلو او دلته هم دا دی خپل کسب کوو، قالین بافي مونږ په پېښور کې زده کړې ده، اوس شکر دی هره میاشت ډېر کار کار کوو، قالین بافي کوو او یو څو روپۍ کېږي، بل چا ته مو لاس نه اوږدېږي، خو له حکومت غواړو چې مونږ سره دې د وسایلو او بازار موندنې برخه کې کار وکړي.»

د یادې پروژې له لارې په غالۍ اوبدلو بوختې میرمنې خوښې دي چې هېواد ته په راستنېدلو ورته د مناسب کار زمینه برابره شوې ده.

مجیب الرحمن یو بل غالۍ اوبدونکی دی، هغه وايي، د کلیو او پراختیا ریاست له لورې ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې او له پاکستانه په راستنېدو سره يې په شخصي توګه شرکت جوړ کړی او کار مخته وړي.

هغه اطلاعات رزو ورځپاڼې ته، چې تولیدات يې ترکيې او پاکستان ته لېږدول کېږي، خو پنځوس سلنه کار يې په پاکستان کې کېږي.

مجیب الرحمن زیاته کړه: «د قیچي کارۍ کار يې په پاکستان کې کېږي، د غالۍ وینځلو ماشین مونږ نه لرو، نقشه کاري مونږ نه شو کولی، نو دغه درې برخو کې مونږ مشکلاتو سره مخ یو او اړونده مسولو ادارو هم په دې برخه کې څه نه دي کړي.»

د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې په نیږدې زرو هغو کورنیو د قالین اوبدلو دستګاوې او نورو وسایل ویشلي چې له پاکستانه راستانه شوي او د قالین اوبدلو په برخه کې یې مهارت درلود.