اتمر او قزیشي

د افغانستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه؛ اتمر د پاکستان پر عملي همکارۍ ټینګار وکړ

اطلاعات روز: د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه‌محمود قریشي سره لیدنه کې د سیمې هیوادونو ترڅنګ له پاکستانه د ترهګرو د پټنځایونو، د طالبانو د تمویل سرچینو بندولو، د سولې خبرو د بریا او سیاسي حل لپاره د سولې ماناداره خبرو ته د دې ډلې هڅولو کې د دغه هیواد پر عملي همکارۍ ټینګار وکړ.

د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د تماس ډلې د څلورمې غونډې په څنډه کې د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر شامحمود قریشي سره لیدنه کې له هغه غوښتي چې د سولې خبرو بریا او سیاسي حل لپاره عملي همکاري وکړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه، ۲۳ د چنګاښ) یوې خپره شوې خبرپاڼه کې وایي، چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شامحمود قریشي سره کتنه کې د سولې بهیر د بریا، له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې د پاکستان د عملي همکارۍ، په هیواد او سیمه کې د تلپاتې سولې او ټیکاو په هکله خبرې وکړې.

خبرپاڼه وایي: «په پیل کې، بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د وروستیو سیاسي او امنیتي پرمختګونو په اړه خبرې وکړې، د سولې بهیر بریا کې یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او همکارۍ سربیره د سیمه‌ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.»

ښاغلي اتمر په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ د بهرنیو جنګیالیو او سیمه‌ییزو او نړیوالو ترهګریزو شبکو شتون د سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ وباله او په دې برخه کې یې د سیمې هیوادونو ترڅنګ له پاکستان څخه د ترهګرو د پټنځایونو، د طالبانو د تمویل سرچینو بندولو، د سولې خبرو د بریا او سیاسي حل لپاره د سولې ماناداره خبرو ته د دې ډلې هڅولو کې د دغه هیواد پر عملي همکارۍ ټینګار وکړ.

خبرپاڼه زیاتوي، ښاغلي قریشي د افغانستان بې ثباتي د سیمې بې ثباتي وبلله او بهرنیو چارو وزیر ته یې د یوه باثباته افغانستان څخه د ملاتړ او همکاریو د دوام په هکله ډاډ ورکړ. د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او اوربند رامنځته کولو ته په اشارې، خبرو او سیاسي حل لارو ته د طالبانو هڅولو لپاره د خپل هیواد ژمنتیا څرګنده کړه.