پکتیا کې لاریونوال

لاریونوال: طالبان دې جګړه ودروي، حکومت دې د ملیشو جوړولو مخه ونیسي

اطلاعات روز: پکتیا ولایت کې لاریون کوونکي وايي، طالبان دې جګړه ودروي او افغان حکومت دې د مېلشو جوړولو مخه ونیسي.

د پکتیا ولایت د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو نن (چهارشنبه، ۲۳ د چنګاښ) په مرکز ګردېز کې د سوله‌ییز لاریون پر مهال له وسله والو طالبانو د روانې جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه. هغوی وویل، چې د روانو جګړو له امله په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته د ځاني تلفاتو ترڅنګ عامه تاسیساتو ته هم زیان اوښتی دی.

دوی له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه، چې د سولې په ټپه درېدلې خبرې دې بیا پیل او د یادو خبرو د بریالیتوب لپاره دې اوږد مهاله اوربند وشي.

د روغې جوړې عالي شورا سلارکار امان الله ځدراڼ وویل، هیواد کې د بېګناه افغانانو وینه توېدنه زیاته شوې او په خبره یې که وسله وال طالبان لاهم د روانې ناروا جګړې څخه لاس وانخلي، نو د تاوتریخوالي کچه به نوره هم لوړه شي، هغه زیاته کړه، چې افغان حکومت په ټوله مانا سولې ته ژمن دی، خو د طالبانو مشران د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې پروسې په وړاندې خنډونه جوړوي.

ځدراڼ وویل: «زه طالب ته دا وایم، چې وروره ولسمشر او د روغې جوړې مشر درته د خبرو لپاره ځای ستا په خوښه او انتخاب وړاندې کړی، نو ته ولې او لاهم مظلوم افغان د بل په اشاره وژنې، ته ولې د افغانستان شتمنۍ ورانوې، د خدای روی ته وګوره نور له پردۍ جګړې تېر شه او ولس ژوند کولو ته پرېږده.»

دوی له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه، چې د سولې په ټپه درېدلې خبرې دې بیا پیل او د یادو خبرو د بریالیتوب لپاره دې اوږد مهاله اوربند وشي.

د لاریون یو بل تن ګډونوال رازي خان احمدزي هم په طالبانو د جګړې بندېدو غږ وکړ، هغه وویل، هغه بهانه چې د بهرنیانو وتل و، ختمه شوې، نو پکار ده، چې بې له قید او شرط څخه خبرې پیل او اوږد مهاله اوربند وشي.

نوموړي زیاته کړه، چې په لرې پرتو ولسوالیو کې د نا امنیو له کبله خلک له ناورین سره مخ دي او د هغه په وینا که په روان وضعیت کې بدلون رانه شي، د ولسي تلفاتو کچه به نوره هم لوړه شي.

احمدزی وايي: «زه له وسله والو طالبانو دا پوښتنه کوم، چې اوس ستاسو جګړه په کوم دلیل له افغان سرتېرو سره ده، هغه بهانه چې ویل به مو چې که بهرنیان وي، نو مونږ سوله نه کوو، اوس خو بهرنیان هم لاړل ولې جګړې ته دوام ورکوئ، زمونږ هیله دا ده، چې نور په هیواد کې وینه توېدنه بنده شي او سرتاسري اوربند رامنځته شي.»

په همدې لاریون کې چې د ولایتي شورا ځینو غړو او دیني عالمانو هم ګډون کړی و، دوی په هیواد کې د خپلسرو مېلشو له جوړلو سر مخالفت څرګند کړ او دا ډول وسله والې ډلې جوړېدل یې د نظام په خیر ونه باله.

د ولایتي شورا ریس عبدالمالک ځاځی وايي، په ځینو سیمو کې سیاسیون په لوی لاس د طالب خلاف په همدې بهانه خلکو ته وسلې ویشي، چې دا کار د نوموړي په وینا د ولس او نظام په خیر نه دی.

هغه له افغان حکومت څخه په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه او وویل، که یې په وخت مخه ونه نیول شي، نو وروسته یې مخنیوی ستونزمن دی.

ښاغلي ځاځي وویل: «مونږ له نظام څخه په کلکه ملاتړ کوو، خو د دې کار یې خلاف یو، چې په ځینو شمالي ولایتونو کې یې په خلکو وسلې وېشلې دي، دا کار نه د ولس په ګټه دی او نه هم د نظام، بلکې له دې لارې سیاسیو ناوړه استفاده کوي او وروسته به همدا خلک د نظام خلاف پورته کیږي.» 

د ولایتي شورا ریس عبدالمالک ځاځی وايي، په ځینو سیمو کې سیاسیون په لوی لاس د طالب خلاف په همدې بهانه خلکو ته وسلې ویشي، چې دا کار د نوموړي په وینا د ولس او نظام په خیر نه دی.

پکتیا کې د علماوو شورا پخوانی مشر او دیني عالم قاري خواجه الدین حق بیان هم د مېلشو په جوړولو اندېښنه څرګنده کړه او وویل، که حکومت له ولس څخه ملاتړ غواړي، نو همدا د مېلشو کسان دې په اردو، پولیسو او نورو امنیتي لیکو کې جذب شي، خواجه الدین حق بیان همدارنګه په وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې په ټپه درېدلو خبرو د بیا پیل لپاره اوږد مهاله اوربند وکړي.  

نوموړي وویل: «د مېلشې جوړېدو هیڅوک ملاتړ نه دي، یوازې هغه کسان ورڅخهع ملاتړ کوي، چې په ګډوډیو کې یې شخصي ګټې خوندي وي، حکومت باید داسې تېروتنه ونه کړي او له وړاندې یې باید مخه ونیسي، ځکه که دا خلک وپړسول شي، نو وروسته به د حکومت له خوا ورکړل شوې وسله په حکومت استعمالوي.»

د پکتیا اوسېدونکي په داسې مهال د جګړې بندېدو او سولې خبرو د پیل غوښتنه کوي، چې اوس مهال د پکتیا سربېره د هیواد په ګڼو ولایتونو کې افغان ځواکونه له وسله والو طالبانو سره لاس په ګرېوان دي او بل پلو بیا د سولې ترسره شوې هڅې هم له نامالوم برخیلک سره مخ دي.