نادري

نادري: د سولې افغان پلاوی به ژر دوحې ته لاړ شي

اطلاعات روز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی احمدنادر نادري وایي، د سیاسیونو په ګډون پر یو پلاوي خبرې روانې دي او ژر به د قطر پر لور روان شي.

د افغان سولې مرکچي پلاوي غړي احمدنادر نادري نادري نن (پنج‌شنبه، ۲۴ د چنګاښ) یوې خبري ناسته کې وویل، چې دغه پلاوی به یو دوه ورځو کې مشخص او وروستی او د سفر بحث به په رسمي توګه اعلان شي.

ښاغلي نادري وویل: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوی عمده برخه دوحه کې ده، هغوی تل هڅه کوي، څرنګه چې تاسو جریان کې یاست زه هم هملته وم څو ورځې کېږي چې راغلی یم، د جمعې په ورځ له بل پلاوی سره به بیا ځو.»

ښاغلی نادري زیاتوي، چې له افغان سیاسي شخصیتونو جوړ دې پلاوي ورتګ سره به د طالبانو پلمې هم ختمې شي. د هغه په وینا چې له دې وړاندې طالبانو د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي کې د سیاسي شخصیتونو غوښتنه کوله.

هغه وویل: «هغه څه چې د افغانستان د سیاسیونو یو بله ډله هلته ورځي، بحثونه او پلمې چې طالبانو لرلې همدا وې چې د دې پلاوي ترڅنګ یو شمېر سیاسي شخصیتونه هم وي چې بحث او پرېکړه وشي، همدا بهانه ژر حلېږي. هغه څه چې موږ یې هڅه کې وو، همدا ده چې یو سیاسي حللاره چې مو وړاندې کړې، په عملي توګه مو کولی شي سولې ته ورسوي، پر همغې توجه وکړو او ماناداره بحث وکړو، پر دې کم بحث شوی.»

د قطر هېواد دوحې ته چېرته چې د افغان حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې مرکچي پلاوو ترمنځ له څه مودې راهیسې پر افغان سوله خبرې اترې کېږي، دا ځل له سیاسیونو جوړ یو پلاوي چې په سر کې یې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دی، له افغان پلاوي سره به یو ځای، طالبانو سره پر سولې خبرې کوي.

د دې پلاوي ورتګ په اړه ښاغلي عبدالله همدا وړمه ورځ وویل، چې ورسره دا اوازې هم خپرې شوې چې په دې ناسته کې پر څو میاشتني اوربند او لنډمهال حکومت هم ښایي خبرې وشي. خو اوس ښاغلی نادري دا خبرې یوازې اوازې بولي.

ښاغلی نادري وایي: «دا بحثونه چې موقت وي یا غېرموقت، اوربند وي یا نه، دا تر ډېره اوازې دي، موږ ته تراوسه په واضح او ښکاره توګه له هغې خوا څه نه دي اورېدلي، موږ ته یې هم نه دي ویلي او کوم بل چا ته یې هم نه دي ویلي، خو وګړو یې په جدا ډول ځینې څه ویلي چې تراوسه هغه رسمي دریځ نه شي کېدلی.»

احمدنادر نادري وویل، چې طالبانو له دې وړاندې د مسکو غونډه کې یوه طرحه شریکه کړې وه چې له مخې یې د اوربند بدل کې باید د دې ډلې ۷ زره بندیان ازاد او د ملګرو ملتونو د تحریمونو له لېسته ووځي، خو د ده په وینا چې دا درنه غوښتنه ده.

هغه زیاته کړه: «هغه څه چې ډېر مهم دي د اوربند په اړه، د طالبانو ډلې د مرکچي پلاوي یو غړي، مسکو، موږ او د مذاکرې مېز ته هم ویلي ول چې هغوی یوه طرحه لري د دې لپاره چې اوربند دې دریو میاشتو لپاره وشي خو د اوربند مقابل کې دې د هغوی ۷ زره بندیان ازاد شي او په ورته مهال دې د ملګرو ملتونو د تحریمونو له لېسته ووځي او دا لېست دې حذف شي تر څو بشپړه ازادي ترلاسه کړي. دا ډېره درنه غوښتنه ده چې ولې تامین شي، ځکه چې یوازې د دریو میاشتو اوربند سره ولې ټول دا شیونه ورته بیاځلي ورکړل شي.»

ښاغلي نادري زیاته کړه چې دوی هم غواړي بندیان ازاد او پر طالبانو تحریمونه لرې شي، خو په وینا یې چې له دې هر څه وړاندې سیاسي هوکړې ته اړتیا ده، څو د افغانانو ګډې راتلونکې ته ورسېږي. هغه زیاته کړه چې سیاسي هوکړې سره د ټولو افغانانو دردونو ته رسېدنه کېدای شي.

احمدنادر نادري دغه راز وویل چې د طالبانو پنځه‌زره بندیانو خوشې کېدو کومه ګټه نه، بلکې جګړه لا سخته، د خلکو وژنه زیاته او د خلکو د ملکیتونو ویجاړۍ زیاته شوه. د ده په وینا «نو هغه حللاره نه ده، بنسټیزه حللاره دا ده چې هوکړه وکړئ چې جګړه تر پایه دروو، هوکړه وکړئ چې د افغانستان خلکو ته ګډه راتلونکې جوړوو، هماغه حللاره ده.»