افغانستان ته راغلي رادارونه

افغانستان ته له فرانسې د رادارونو لومړۍ جوپه راورسېده

اطلاعات روز: د هېواد د ملکي هوایي چلند اداره وایي، له فرانسې هېواده کابل ته د رادارونو لومړۍ جوپه رارسېدلې ده.

د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي چې د رادارونو دغه جوپه نن (شنبه، ۲۶ د چنګاښ) کابل ته راورسېده چې په لګولو سره به یې د افغانستان د فضا څارنه او کنټرول په لاس کې ولري.

یاده اداره وایي: « د افغانستان خپلواک رادارونه به د هېواد په ۱۲ برخو کې نصب شي او د افغانستان د فضا کنټرول به له صفر ټکي څخه تر ۴۵ زره فوټو پورې لوړ کړي ترڅو د افغانستان د فضا څارنه او کنټرول په لاس کې ولرو.»

د ملکي هوایي چلند اداره دغه راز وایي، چې د افغانستان د خپلواکو رادارونو د نصبولو تړون د دې ادارې له خوا د ۱۱۲ ملیونه یورو په ارزښت د فرانسوي «تالس» شرکت سره لاسلیک شوی دی.