هاموې

ننګرهار کې د پاکستانیانو په ګډون ۲۷ طالبان وژل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر وایي، په دې ولایت کې د دریو پاکستانیانو په ګډون ۴۲ تنو ته مرګ – ژوبله اووښتې ده.

د ننګرهار رسنیز دفتر نن (یکشنبه، ۲۷ د چنګاښ) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ د «غرښلي» او «انتن تپې» سيمو کې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو په مخامخ جګړه کې د دريو پاکستانيو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان وژلي او پنځلس نور ټپيان شوي دي، چې د جګړې په سيمه کې يو شمېر جسدونه هم پاتې شوي دي.

یادې خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانو يو ميل پيکا ترلاسه کړې، ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې له منځه وړي او درې کړۍ ماينونه يې له چاودنې وړاندې کشف او له کاره ویستلي دي.

طالبانو ډلې بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.