غنم

وچکالي او د مسوولینو نه پاملرنه؛ پکتیا کې د غنمو حاصلات کم شوي

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتيا ولايت کروندګر وايي سږ يې د اوبو د کموالي او نسبي وچکالي له امله د غنمو کم حاصلات تر لاسه کړي دي.

دې ورځو کې د ګردېز او شاوخوا ولسواليو کروندګر له خپلو پټيو څخه د غنمو حاصلات راټولوي، خو په خبره يې تر لاسه کړي حاصلات يې له تمې کم دي.

د ابراهيم خېلو سيمې يو تن بزګر احسان الله وايي د بارانونو کم ورېدل او د اوبو د کموالي له امله ورته د اوبو کم رسېدو د غنمو پر فصلونو ناوړه اغېز کړی دی.

نوموړی زیاتوي، زياته کړه چې تر اوسه پورې په سمنګانو ولايت کې د غنمو کرکيله نه ده معياري شوې او په سلوکې ٩٠ بزګران غنم په سنتي ډول کري او که چيرې غنم په معياري ډول وکرل شي، حاصلات به يې زيات شي  .

نوموړي وويل: «د وچکالي له امله حاصلات ښه ندي، ځينې پټيو کې تقريبا بيخي ونشو، بيخي رينګړی حاصل يې دی. څومره مو چې خواري کړې، هغومره غنم ونشول، خو بيا هم شکر دی، ما په ۱۵ جريبه للمي ځمکه کې ۲۸ منه غنم کرلي و او له هغه څخه  مې۱۲۰ منه غنم ترلاسه کړي دي، په داسي حال کې چې تېرکال له همدې ځمکې څخه مې ۲۱۳ منه غنم ترلاسه کړي و.»

د ابراهيم خېلو سيمې يو تن بزګر احسان الله وايي د بارانونو کم ورېدل او د اوبو د کموالي له امله ورته د اوبو کم رسېدو د غنمو پر فصلونو ناوړه اغېز کړی دی.

د احمدابا ولسوالي اوسېدونکی جليل اطلاعات روز ته هم ورته خبره کوي او زياتوي چې پټيو ته يې د کمو اوبو رسېدو لپاره د غنمو دانه هم کوچنۍ ده.

د جلیل په خبره چې په احمد ابا ولسوالۍ کې ډېری خلک، خپلې ځمکې د کارېزونو او یا هم د ژورو څاه ګانو په اوبو، د ماشینونو په ذریعه خړوبوي.

جليل وايي:«د غنمو قد او دانه هم لنډ او واړه شوي. اوبه د ټولو حيات دی، کله چې اوبه نه وي يا کمې وي، نو طبعا دا مشکلات راځي. سږکال بيا هم د دوه کلونو تېر په شان د وچکالي اثرات و، که څه هم تر هغه کم و، خو و.»

یو بل بزګر سحرګل بیا وايي، که کرنې ریاست ورسره په وخت د اصلاح شویو تخمونو او نورو موادو په برخه کې همکاري وکړي، نو د دوی حاصلات به څو برابره زیات شي.

نوموړی وايي: «د کروند ګرو بې وزلي، د اوبو او اصلاحي تخمونو نشتوالی، د تېلو د بیو لوړوالی، بې وخته دوړې او بادونه او د دولت کروندګرو ته نه پاملرنه د حاصلاتو د کموالي لوی لامل دی، خو زه وايم، که په دې برخه کې اړونده ریاست په وخت د بزګرانو ستونزو ته پام وکړي او د تخمونو ترڅنګ مونږ ته مناسبې لارښوونې وکړي، نو حاصلات مو د پام وړ ښه کېدای شي.»

یو بل بزګر سحرګل بیا وايي، که کرنې ریاست ورسره په وخت د اصلاح شویو تخمونو او نورو موادو په برخه کې همکاري وکړي، نو د دوی حاصلات به څو برابره زیات شي.

د پکتيا پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد اسميل لاروی هم د اوبو کموالی لويه ستونزه بولي او وايي د يادې ستونزې د حل لپاره بايد د اوبو لويې او کوچنۍ زېرمې، چکډېمونه، سربندونه او بندونه جوړ شي.

لاروي د روان وضعيت د دوام په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل لا هم پکتيا کې د واورو او بارانونو او همدارنګه ډېرې روانې اوبه ضايع کيږي او په خبره يې بايد د مهار او ورڅخه په کرنيزو ځمکو کې د کار اخيستو لپاره منظم پلانونه جوړ شي.

نوموړي زياته کړه: «سره له دې چې موږ ډېرې سرچينې لرو، خو له دې سرچينو څخه استفاده نده شوې او اوس هم نه کيږي. ځينې اسانه او ګټورې لارې هم شته، چې ځمکې ته اوبه جذب او وساتل شي. پکتيا ته تر اوسه اړوندو ملي او نړيوالو ادارو هم پاملرنه نده کړې، چې د تاسف خبره ده.»

د پکتيا ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست که څه هم وايي چې د سږکال د غنمو د حاصلاتو د مشخصې اندازې د معلومولو لپاره د مالوماتو راټولولو په حال کې دي، خو مني چې د غنمو حاصلات د تېر په پرتله اغېزمن شوي دي.

د کرنې رئيس محمدالدين مومند اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې د روان حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړه، دا د راتلونکي ډېر ناوړه حالت لپاره د ګواښ زنګ بولي او د نه تکرار لپاره يې په ځينو لويو او پراخو پروګرامونو پلې کېدو ټينګار کوي.

مومند وويل:«زموږ تر لاسه کېدونکي غنم د خپلو اړتياوو لپاره هم کم دي، که نور هم کم شي، خراب عواقب به ولري. د اوبو کمېدل د غنمو سربېره په هر څه خراب اثرات لري. بايد د اوبو د جذب، ذخيره کېدو او ورڅخه د استفادې لپاره لازم او پراخ کارونه شروع شي او پکتيا دې برخه کې جدي توجه ته اړتيا لري.»

د کرنې رئيس محمدالدين مومند د روان حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړه، دا د راتلونکي ډېر ناوړه حالت لپاره د ګواښ زنګ بولي او د نه تکرار لپاره يې په ځينو لويو او پراخو پروګرامونو پلې کېدو ټينګار کوي.

د مومند په وینا چې دوی سږ کال د پکتیا ولایت په احمد ابا، ډنډپټان، څمکنیو او جانیخېلو ولسوالیو کې سږ کال  په لومړي ځل څلور مټریک ټنه د شولو حاصل خېزه تخمونه هم په کروند ګرو وېشل شوي دي.

ښاغلي مومند وویل: «مونږ د نورو همکاریو ترڅنګ او د کرنیزو پیداوارو د ودې په موخه په لومړي ځل په احمدابا، څمکنیو او ځینو نورو ولسوالیو کې د شولو اصلاح شوي تخمونه کروند ګرو ته ورکړي، تر څو هغوی وکولی شي، چې په خپلو سیمو کې یې وکري او د کورنۍ ستونزې له دې لارې یو څه هوارې کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کرنې او اوبو لګولو رياست په خبره تېر کال يې د پکتيا پر کروندګرو ۳۲۶ مټريک ټنه اصلاح شوي تخمونه هم وېشلي او د حاصلاتو زياتېدو لپاره يې تر وسه هڅې کړې دي.

که څه هم اړوند وزارت د کرنيزو سيستمونو عصري کولو، د اوبو د زېرمه کولو لپاره د بندونو او سربېرندو پر جوړولو او د حاصلاتو د زياتوالي او ساتنې لپاره يې د شنو او سړخونو جوړولو ژمنې کړې، خو په دې برخه کې لا هم مطلوب کار ندی شوی.