لوګر کې مشاعره

لوګر کې د اوربند غوښتنې مشاعره؛ شاعران: طالبان دې اوږد مهاله اوربند وکړي

خبریال: حبیب‌الله سراب

د لوی اختر په را رسېدو سره د لوګر ولایت ګڼو شاعرانو د یاد ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د سنځلګل ادبي بهير په همکارۍ د «موږ په اختر کې اوربند غواړو» تر عنوان لاندې اختریزه مشاعره ترسره کړه، چې د لوګر له بېلابېلو سیمو ورته ګڼو شاعران ګډون کړی و.

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالرحمن تسل وویل، چې شاعران، لیکوالان او ادیبان کولی شي، چې د شعر او قلم په ژبه په ټولنه کې د ناخوالو د مخنیوي په موخه په ښه ډول خلکو ته پیغام ولېږدوي، نوموړی وايي، نن ورځ یې په دې موخه ادبي باڼدار برابر کړی و، چې له وسله والو طالبانو او افغان حکومت څخه د لوی اختر لپاره د اوږد مهاله اوربند غوښتنه وکړي.

هغه وویل: «نن مونږ په مرکز پل عالم کې د بېلابېلو سیمو او ولسوالیو ګڼو شاعرانو دلته په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د مونږ په اختر کې اوربند غواړو تر نوم لاندې مشاعرن برابره کړې، چې هدف مو له دې مشاعرې د اختر لپاره اوربند وشي، ځکه په هیواد کې جګړو افغانان سخت ځپلې، نو په کار ده، چې د اختر یو څو ورځې په خوښي تېرې کړي.»

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالرحمن تسل وویل، چې شاعران، لیکوالان او ادیبان کولی شي، چې د شعر او قلم په ژبه په ټولنه کې د ناخوالو د مخنیوي په موخه په ښه ډول خلکو ته پیغام ولېږدوي.

نوموړی زیاتوي، چې سوله د افغانانو د راتلونکی تضمینوي او له دې پرته د ولس د ښېرازۍ بله لاره نشته.

تسل د دې مشاعرې په اړه وویل، چې د دوی هدف دا هم و، چې سوله په یو ملي غږ او ولسي نعره بدله شي.

نوموړی داسې وايي: «مونږ په لوګر کې ګڼ شاعران، فرهنګپال او لیکوالان لرو، زمونږ هڅه به د ادب له لارې دا وي، چې د تل لپاره د شعر په ژبه خلک مثبتو لارو او د هیواد ابادۍ ته را وبلو، په سوله کې ژوند دی، په سوله کې عدالت دی او په سوله کې په ناحقه یو د بل وینه توېدل بندیږي.»

د یاد ولایت شاعران وايي، روانې جګړې نه یوازې خلکو ته مالي او ځاني زیان اړولی، بلکې د شعر او ادب چټک بهیر یې هم تر اغېزې لاندې راوستلی دی.

شاعر او لیکوال خان محمد وايي، که وسله وال طالبان په رښتیني ډول د ولس سوکالي غواړي، نو په لوی اختر کې دې له حکومت وړاندې دوی اوږد مهاله اوربند وکړي.

نوموړي وویل: «جګړه د حل لاره نه ده، که طالبان غواړي، چې ولس د ځان کړي او خان په ولس ومني، نو جنګ باید نور بس شي، اوربند وشي او هغه هم اوږد مهاله اوربند، نو زمونږ غوښتنه له وسله والو طالبانو داده، چې د لوی اختر لپاره اوربند وکړي او افغانان پریږدي، چې دا خوښي پرته له وینو تویولو او چاودنو تېره کړي.»

شاعر او لیکوال خان محمد وايي، که وسله وال طالبان په رښتیني ډول د ولس سوکالي غواړي، نو په لوی اختر کې دې له حکومت وړاندې دوی اوږد مهاله اوربند وکړي.

د مرکز پل عالم اوسېدونکی او واجد ارمان بیا وايي، که شاعران په رښتوني ډول وغواړي، چې د جګړې ختمېدو او سولې راوستو لپاره په خپلو شعرونو کې ځای وکړي، نو مثبته اغېزه کولی شي، هغه په هیواد کې روانه جګړه یوازې افغان وژنه وبلله او له ښکېلو غاړو یې د وژنو همدې لړۍ ته د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

ارمان وايي: «روانه جګړه اوس د هیچا په ګټه نه ده، زما په شاعرانو او لیکوالانو دا غږ دی، چې په خپلو لیکنو او شعرونو کې د نورو موضوعاتو پر ځای د جګړې پای ته رسېدو لپاره کار وکړئ، د سولې مثبت انځور په کې وړاندې کړئ او د جګړو په لیکو کې ناخبره ځوانان خبر کړئ.»

مدني فعال جمال احساس بیا وايي، چې دا ډول ادبي ناستې د سولې د فکر او ذهنیت په خورولو کې مثبت رول لوبوي، د ده په خبره چې ولس د جمهوریت بنسټ دی، نو همداسې باید د سولې بنسټ هم و اوسي.

د وویل: «په هر حالت کې باید د جګړې ختمېدو لپاره کار وشي، شاعر باید د شعر په ژبه، مدني فعال یې د مدني فعالیت له لارې او دیني عالم یې باید د ممبر له لارې هڅه وکړي، چې په جګړه کې ښکېل خلک ترې منع کړي، نو د سولې لپاره مشاعرې او ادبي ناستې برابرول اغېز ناک رول لري، نو خدای دې وکړي، چې طالبان په اختر کې اوربند کولو ته غاړه کېږدي.»

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال په لوګر کې د «سنځل ګل»، په پکتیا کې «نښتر» په خوست کې د «چنار» او په پکتیکا کې د «سلېمان غر» دودېزې کلنۍ مشاعرې ترسره کیږي، چې د ګاونډیو ولایتونو سربېره ورته له کوزې پښتونخوا هم ګڼ شاعران برخه اخلي، خو وروستیو نا امنیو یادې ادبي ناستې هم پيکه کړې دي.