ننګرهار کې پل

ننګرهار کې یو زلمي په خپل شخصي لګښت پل جوړ کړی

اطلاعات روز: د ننګرهار دغني خیلو ولسوالۍ یو ۱۶ کلن ځوان چې اوسمهال د ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکی دی، په خپل شخصي لګښت د ننګرهار د شينوارو ولسوالۍ او مارکوه بازار ترمنځ يو پل جوړ کړی، چې له امله یې د یادې سیمې زرګونه کورنیو ته د تګ راتګ زمینه برابره شوې ده.

محمد اصف ۱۶ کلن دی او اوسمهال د ښوونځي زده کوونکی دی. هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دې پل جوړیدل یې لویه هیله وه او له همدې امله د دې پُل لګښت د آيفون موبايل لپاره په سپما کړو پيسو جوړ کړی.

 د محمد اصف په خبره کله به یې چې په دې لاره ښوونځي ته تګ راتګ کاوه او لیدل به یې، چې په د دغه پل د نه شتون له امله به خلک او په ځانګړي ډول میرمنې او زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ و، نو سخت به زوریده.

محمد اصف ۱۶ کلن دی او اوسمهال د ښوونځي زده کوونکی دی. هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د دې پل جوړیدل یې لویه هیله وه او له همدې امله د دې پُل لګښت د آيفون موبايل لپاره په سپما کړو پيسو جوړ کړی.

محمد اصف زیاته کړه: «زه د ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکی یم، کله به چې زه مکتب ته تلم نو دا پل به نه و او خلک به له ستونزو سره مخ په خاص ډول میرمنې او کوچني زده کوونکي نو بیا مې هڅه پیل کړه د ایفون مبایل لپاره مې یو څه پېسې برابرې کړې وې په همې سپما شویو پېسو مې بیا د پل د جوړویدو چارې پیل کړې.»

له دې وړاندې په کونړ کې هم یو ځوان د ایفون مبایل لپاره په سپما کړیو پېښو د نجونو د ښوونځي لپاره سولر په کي او نور اړین توکي اخیستي وو.