پوهنتون کابل

د پوهنتونونو رخصتۍ دوام؛ حضوري درسونه په تدریجي ډول تر راتلونکو دوو اونیو پیلېږي

اطلاعات روز: لوړو زده‌کړو وزارت د پوهنتونونو او نورو تحصیلي بنسټونو د پرانیستې لپاره خپله پرېکړه اعلان کړه. د دې وزارت پرېکړې پر بنسټ، د لوړو زده‌کړو ټولو بنسټونو کې حضوري درسونه په تدریجي توګه پیلېږي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حامد عبیدي وایي، لومړي ګام کې هغه ولایتونه چې په کرونا د اخته کسانو شمېر په کې له ۳۵ سلنې ټیټ راپور کېږي، تر دوو نورو اونیو پیلېږي.

ښاغلي عبیدي نن (شنبه، ۲ د زمري) دغه راز ویلي چې دې ولایتونو کې د حضوري درسونو پیلېدو وړاندې، ټول زده‌کړیالان د کرونا واکسین تطبیق لړۍ ګډېږي.

د ښاغلي عبیدي په وینا، هر ولایت کې چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په ورځني ډول تر ۳۵ سلنې کم شي، د هغې ولایتونو د لوړو زده‌کړو بنسټونو کې به په حضوري توګه درسونه پیل شي.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ویلي چې دا پرېکړه د عامې روغتیا وزارت راپور ته په کتو شوې ده. خو هغه د هغو ولایتونو چې کرونا په کې له ۳۵ سلنې ټیټه ده، نوم نه دی اخیستی.

د عامې روغتیا وزارت د غبرګولي په اتمه د ښوونځیو او پوهنتونونو په ګډون ټول ښوونیز بنسټونه د کرونا ویروس مخنیوي لپاره رخصت اعلان کړل.

لومړیو کې دا رخصت ۱۶ ولایتونو کې دوو اونیو لپاره اعلان شو، خو وروسته بیا ټولو ولایتونو کې عملي او څو ځله تمدید هم شو.