ننګرهار حصارک

ننګرهار کې یو طالب د خپل ماین چاودنه کې وژل شوی

اطلاعات روز: ختیځ کې امنیتي مسوولین وایي، ننګرهار کې یو وسله وال طالب د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده نن (دوشنبه، ۴د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ګوشتې ولسوالۍ په «سالالا» سیمه کې د ایمل په نوم د وسله والو طالبانو یو غړي چې غوښتل یې په یاده سیمه کې یو ماین ځای پرځای کړي، پرې چاودلی او وژلی یې دی.

د ښاغلي صاحبزاده په وینا چې د یو نورو عملیاتو پرمهال یې د دې ولایت د سره رود ولسوالۍ په سرخیلي چوک، کاکو خیلو او باغوانۍ سیمو کې ۸ وسله وال طالبان وژلي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

صاحبزاده زیاته کړه: «په ننګرهار کې د افغان ځواکونو د سره رود ولسوالۍ سرخیلي چوک، کاکوخیلو او باغوانۍ سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي، همدا راز د وسله والو طالبانو ۳ مرکزونه، دوه پټنځایونه او زیات شمېر سلاح او مهمات هم لهمنځه وړل شوي دي.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.