هاموې

د پکتیا پر سیدکرم د جګړې بیاځلي زیاتېدل؛ خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اووښتي

خبریال: حبیب الله سراب

له تېرو دوو اونیو راهیسې د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ باندې د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي، چې له امله یې د ملکیانو په ګډون افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، وسله وال طالبان له شاوخوا ۱۵ ورځو راهیسې د ولسوالۍ په بېلابېلو امنیتي پوستو او مقام بریدونه کوي، چې روانو جګړو ګڼې کورنۍ د خپلو مېلو پرېښودو ته اړ کړې دي.

په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند اطلاعات روز ته وویل، چې په سیدکرم ولسوالۍ کې یې پیل شوي عملیات بریالي روان دي او نوموړی په دې عملیاتو کې ګڼو وسله والو طالبانو ته د مرګ، ژوبلې اړولو ادعا هم کوي.

هغه زیاته کړه، چې دوه ورځې وړاندې د سیدکرم ولسوالۍ په بډم کندې سیمه کې هوايي ځواکونو په وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي، چې د مرګ، ژوبلې سربېره یې ځینې وسایط هم له منځه وړي دي.

هغه وايي: «زمونږ عملیاتو په سیدکرم او ورڅېرمه سیمو کې په چټۍ روان دي، دوښمن هڅه کوله چې یاده ولسوالۍ یو ځل بیا ونیسي، خو افغان ګډو ځواکونو په ځوابي برید کې چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله، ۱۷ ترهګر وژلي او ۶ نور یې ټپیان دي، همدا راز په دې بریدونو کې ځینې وسایط، چې له دوی سره و، له منځه وړي دي.»

په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وایي، په سیدکرم ولسوالۍ کې یې پیل شوي عملیات بریالي روان دي او نوموړی په دې عملیاتو کې ګڼو وسله والو طالبانو ته د مرګ، ژوبلې اړولو ادعا هم کوي.

مومند همدا راز وویل، چې پیل شوي عملیات به دوام کوي او هغه ولسوالۍ چې اوس مهال د وسله والو طالبانو په واک کې دي، د بیرته نیولو لپاره به هڅې روانې وي.

نوموړي وویل: «تر اوسه مونږ په جګړه کې بریالي یو، دوښمن مقاومت نشي کولی، مونږ اوس له سیدکرم ور تېر شوي یو، د افغان ځواکونو همدا عملیات به مخ په وړاندې روان وي، تر څو ټولې سیمې له دوښمن څخه پاکې کړو، په دې عملیاتو کې وسله وال طالبان زمونږ له سرتېرو سره مقاومت نشي کولی، خو دوی د ملکي خلکو له کورونو څخه په استفادې په افغان ځواکونو ډزې کوي.»

د سیدکرم ولسوالۍ د «بډم» کندې سیمې اوسېدونکی نورګل توتاخېل اطلاعات روز ته وویل، چې دوی له دواړو غاړو په روانه جګړه کې ایسار دي او نه شي کولی، چې له کورونو د باندې ووځي.

نوموړي زیاته کړه، چې په سیمه کې د راکېټونو او هاوان بریدونو له امله ملکیانو ته مالي او ځاني تلفات هم اوښتي دي.

توتاخېل وویل: «په سیدکرم کې زمونږ او د ماشومانو سرونه نه دي خوندي، له دواړو لوریو راباندې د هاوان او راکېټ بریدونه کیږي، چې په کورونو کې لګیږي او زیان یې ملکي خلکو ته اوړي، اوس مونږ د ځای پر ځای شویو ماینونو له امله دومره لاره هم نه لرو، چې له دې سیمې ووځو.»

ځایي خلک وایي، چې په سیمه کې د راکېټونو او هاوان بریدونو له امله ملکیانو ته مالي او ځاني تلفات هم اوښتي دي.

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي نور ولي چې په روانه جګړه کې یې د ګټې وټې تراکتور له منځه تللی دی، اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې په طالبانو او افغان ځواکونو نیوکه وکړه، چې د ملکي خلکو کورونه یې د سپر په ډول نیولي او ورڅخه انداختونه کوي.

هغه وايي، که جګړه همداسې دوام وکړي، نو په سیمه کې به ګڼو خلکو ته ځاني او مالي تلفات واوړي.

نوموړي داسې وویل: «تېره ورځ مې په پټي کې کار کاوه، چې د راکټ مرمۍ زما په تراکتور ولګېده او اور یې واخیست، همدا تراکتور زما د ګټې وسیله وه، مشکل په دواړو خواوو کې ده، ځکه دواړه غاړې د عامو خلکو له کورونو استفاده کوي او له همدې ځایونو په یو او بل ډزې کوي.»

وړمه ورځ د سیدکرم ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د هاوان مرمۍ د لګېدو پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي و، امنیتي چارواکو د دې پېښې عاملین وسله وال طالبان یاد کړي و، خو طالبانو بیا په دې اړه څه نه و، ویلي، د دې ولسوالۍ قومي مشر عبدالحمید له افغان ځواکونو او طالبانو غوښتنه کوي، چې د جګړو پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.

هغه وویل: «سیدکرم اوس د خلکو د اوسېدو ځای نه دی، نه په کې خلک د شپې خوب کولی شي او نه هم د ورځې، خو زما له دواړو غاړو چې په جګړه کې ښکېل دي، دا غوښتنه ده، چې ملکیانو ته د دوی د ژوند خوندیتوب لپاره جدي پام وکړي، له ملکي کورونو باید مرچې جوړې نه شي او له هماغه ځایه باید په یو او بل ډزې ونه شي.»

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي نور ولي چې په روانه جګړه کې یې د ګټې وټې تراکتور له منځه تللی دی، پر طالبانو او افغان ځواکونو یې نیوکه وکړه، چې د ملکي خلکو کورونه یې د سپر په ډول نیولي او ورڅخه انداختونه کوي.

په سیدکرم کې د روانو جګړو له امله نه یوازې د خلکو کاروبار په ټپه درېدلی، بلکې هلته د وسله والو طالبانو له خوا مخابراتي شبکو ته هم د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي، چې د سیمې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دې ستونزې په اړه د حسن کلي اوسېدونکي فریدالله داسې وویل: «میاشت کیږي، چې زمونږ په سیمه کې شبکې کار نه کوي، زمونږ مساپر چې په بهرنیو هیوادونو کې د کارو بار لري، له هغوی سره مو اړیکه پرې شوې او هغه هم اندېښمن دي، ځکه یو خو دلته جګړه روانه ده او بل له مونږ څخه هیڅ مالومات نه لري.»

طالبانو په یاده جګړه کې دوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، سیدکرم چې میاشت وړاندې د وسله والو طالبانو له لوري سقوط شوې هم وه، خو د ګډونو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې بیرته د افغان حکومت له خوا ونیول شوه او وسله وال طالبان یې په شاوتمبول.

د دې ولسوالۍ مقام، چې د وسله والو طالبانو له خوا تخریب شوی هم و، خو له نیول کېدو وروسته محلي ادارې په کې خلکو ته خدمات پیل کړي دي.

په پکتیا کې جګړو په داسې مهال زور اخیستی، چې اوس مهال د دې ولایت ۹ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په واک کې دي، که څه هم افغان امنیتي چارواکو د یادو ولسوالیو د بیرته نیولو لپاره له وړاندې ژمنه کړې وه، خو تر اوسه یې په اړه کوم عملي اقدام نه دی شوی.