ملکي مرګ ژوبله

ملکي مرګ-ژوبله کې زیاتوالی؛ یونما: که اړین ګامونه پورته نه شي، مرګ-ژوبله به بې‌سارې ډېره شي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندویه ماموریت (یونما) تېرو شپږو زېږدیزو میاشتو کې افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ – ژوبلې په اړه د دې سازمان راپور خپور کړ. دا راپور ښیي چې دې شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ – ژوبله خپلې لوړې کچې ته رسېدلې ده او د تېر کال ورته مودې پرتله، ۴۷ سلنه زیاتوالی یې موندلی دی.

دا راپور وایي، د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمایي کې په افغانستان کې ملکي تلفات د ریکارډ کچې ته رسیدلي، په خاص ډول د مې له میاشتې راهیسې چې له افغانستان څخه د نړیوالو نظامي ځواکونو وتل پیل او د طالبانو له بریدونو وروسته جګړه سخته شوه د ملکي مرګ ژوبلې په کچه کې چټک زیاتوالی رامنځ ته شوی دی.

د ملګرو ملتونو دا نوی رپوټ چې نن (دوشنبه، ۴ د زمري) خپور شو، خبرداری ورکوي چې د تاوتریخوالي له پام وړ کموالي پرته به، ۲۰۲۱ کال له کله چې یوناما په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې ثبتول پیل کړي د ملکي تلفاتو له اړخه، په یوه کال کې ترټولو لوړه کچه ملکي تلفات ثبت کړي.

په وسله والو جګړو کې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال ملکي وګړو ساتنې د نیمایي کال رپوټ ۵۱۸۳ ملکي تلفات (۱۶۵۹ وژل شوي او ۳۲۵۴ ژوبل) ثبت کړي دي، چې د ۲۰۲۰ کال د ورته مهال په پرتله ۴۷ په سلو کې زیاتوالی ښیي.

د یونما راپور وایي، د جدي اندیښنې وړ مسله د مې له لومړۍ نیټې را وروسته موده کې د ملکي وګړو د وژل کیدو او ټپي کیدو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی ده، چې ډیر ملکي تلفات د مې او جون ترمنځ موده کې رامنځ ته شوي چې کچه یې تقریبا د مخه څلورو میاشتو په اندازه ده.

دغه راپور کې راغلي: «د مې او جون په میاشتو کې ټولټال ۲۳۹۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې (۷۸۳ وژل شوي او ۱۶۰۹ ټپیان) چې دا له ۲۰۰۹ کال راهیسې چې یوناما په منظم ډول د ملکي تلفاتو ثبتول پیل کړي په دغه موده کې ترټولو لوړه شمېره ده. د ۲۰۲۱ له جنورۍ تر اپریل میاشتو موده کې ۲۷۹۱ تنو ته ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې (۸۷۶ وژل شوي او ۱۹۱۵ ټپیان).»

د دې راپور له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا الینز ویلي: «زه له طالبانو او افغان مشرانو هیله کوم چې د جګړو بې خونده او وحشتناکې تراژیدۍ او پر ملکي وګړو یې ویجاړونکو اغیزو ته پام وکړي. دا رپوټ ښکاره خبرداری وړاندې کوي چې که د زیاتیدونکي تاوتریخوالي مخه ونه نیول شي، نو سږکال به بې شمیره ملکي افغانان ټپیان او ووژل شي.”»

د یوناما یاد راپور کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې چې د یوناما مشره هم ده له قوله ویلي چې نوموړې پر طالبانو او افغان مشرانو غږ کړی چي: «د خبرو اترو پر میز خپلې هڅې چټکې کړي، د افغان پر وړاندې د افغان د جګړې مخه دې ونیسي. افغانان دې خوندي کړي او د هغوی د ښه راتلونکي لپاره دې هیله ورکړي.»

د یوناما دغه راپور همدارنګه وایي، د می او جون په خونړیو میاشتو کې ډیری جګړې له ښارونو بهر نسبتآ کم نفوسه سیمو کې ترسره شوي دي. ملګري ملتونه سخته اندیښنه لري چې که په ښاري ګڼ میشتو سیمو کې پوځي کړنې ترسره شي نو د افغان ملکي وګړو لپاره به یې پایلې ناورین لرونکې وي.

د ملګرو ملتونو رپوټ ویلي چې: «د نظامي حل هڅه به یوازې د افغانانو کړاو زیات کړي.»

راپور کې دغه راز ویل شوي، ملګري ملتونه ښکیلو غاړو ته د ملکیانو د خوندیتوب په برخه کې د دوی نړیوال مسوولیتونه وریادوي، په مشخص ډول په دې تړاو د دوی ترسره کړو ژمنو ته اشاره کوي چې ترټولو وروستۍ هغه یې د ۲۰۲۱ کال د جولای پر ۱۸مه نیټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب استازو ترمنځ د قطر په دوحې کې ګډه خپره شوې بیانیه ده چې دوی په کې ملکي وګړو ته د زیان نه رسیدو ژمنه کړې ده.

دغه راپور کاږي مشخصه ټکان ورکونکې او ژوره اندیښنه دا ده چې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمایي کې نژدې نیمایي ملکي مرګ ژوبله، ښځو، هلکانو او نجونو ته ور اووښتې چې د ټولو ملکي تلفاتو ۴۶ په سلو کې برخه جوړوي چې ۳۲ په سلو کې یې بیا ماشومان دي چې ټول یې ۱۶۸۲ تنه تلفات کیږي (۴۶۸ وژل شوي او ۱۲۱۴ ټپیان). ۱۴ په سلو کې تلفات ښځو ته اووښتې چې ټول ۷۲۷ تنه کیږي (۲۱۹ وژل شوي او ۵۰۸ ټپیان).

راپور زیاتوي ډیره ځورونکې بیا داده چې د بل هر کال د لومړۍ نیمایي پرتله چې یوناما یې تلفات ثبت کړي دي د سږکال په لومړي نیمایي کې ډیرې ښځې او ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي. حکومت مخالفي عناصر د ټولو ملکي تلفاتو د ۶۴ په سلو کې مسوولیت لري چې ۳۹ په سلو کې یې د طالبانو، نژدې ۹ په سلو کې یې د اسلامي دولت د خراسان ډلې لخوا او ۱۶ په سلو کې یې د نامشخصو حکومت مخالفو ډلو لهخوا رامنځ ته شوي دي. حکومت پلوو ځواکونو ته د ۲۵ په سلو کې ملکي تلفاتو مسوولیت منسوب شوی چې له ډلې یې ۲۳ په سلو کې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو او ۲ په سلو کې یې د حکومت پلوه وسله‌والو ډلو او نامالومو حکومت پلوو ځواکونو لخوا.
یوناما د ټولو تلفاتو ۱۱ په سلو کې د ځمکنیو جګړو او ډزو له کبله او نور ډول پیښو لکه د ناچاوده توکو او د پاته شویو چاودیدونکو توکو له امله رامنځ ته شویو چاودنو ته منسوبوي، چې مشخص اړخ یې نشي په ګوته کیدی.

د ۲۰۲۰ کال د ورته مودې په پرتله، حکومت ضد عناصرو ته منسوب ملکي تلفات ۶۳ سلنه ډیر شوي، په داسې حال کې چې دولت ته منسوبو ځواکونو له لوري ملکي تلفات ۳۰ سلنه ډیروالی ښیې. د یادونې وړ ده، یوناما چې د ۲۰۰۹ کال راهیسې په سیستماتیک ډول ملکي تلفات مستند کول پیل کړي، دا لومړی ځل دی چې نړیوالو نظامي ځواکونو ته د ملکي تلفاتو یوه پېښه هم نه ده منسوب شوې.

دغې جګړې په ځانګړې توګه افغان د افغان پر وړاندې د جګړې بڼه خپله کړې. د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمایی کې د ملکي تلفاتو عمده لاملونه د حکومت ضد عناصرو له خوا د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو پراخه کارول، د ډلو ترمینځ ځمکنۍ نښتې، د حکومت ضد عناصرو لخوا هدفي وژنې او د افغان هوایي ځواکونو له لوري هوایی بریدونه وو.

د ملکي تلفاتو اصلي لامل د طالبانو او داعش له لوري د غیر انتحاري چاودیدونکو توکو کارول چې د ټولو ملکي تلفاتو ۳۸ سلنه جوړوي، چې د ۲۰۲۰ کال په ورته موده کې درې برابره پېښې ثبت شوي دي.

ځای پرځای شوي چاودیدونکي توکي چې نږدې ټول یې د طالبانو له خوا کارول کېږي، د ۲۰۲۰ کال د ورته مودې په پرتله د ۴۲ سلنه ملکي تلفاتو د ډیروالي لامل شوي دي.

د فشار پلیټ ځای پرځای شوي چاودیدونکي توکي چاودنې چې حتی د ماشومانو لخوا د پل ایښودنې سره هم رامینځته کیدلی شي، د نړیوال بشردوستانه قانون څخه سرغړونه ده او یوناما پر ټینګار سره په طالبان و غږ کوي چې د دا ډول بې توپیره وسایلو په کارولو دایمي بندیز ولګوي.

ځمکنۍ نښتې د ۳۳ سلنه ملکي تلفاتو لامل شوي دي او نږدې ټول ملکي تلفات یې طالبانو او افغان ملي امنیتي ځواکونو ته منسوب شوي دي . د ځمکنیو نښتو له امله د ملکي تلفاتو کچه د ۲۰۲۰ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله ۴۱ سلنه لوړه شوې .

د حکومت ضد عناصرو له خوا هدفي وژنې چې د ټولو ملکي تلفاتو ۱۴ سلنه جوړوي، د ملکي تلفاتو دریم ستر لامل و.

هوایي بریدونه، چې د افغانستان هوایی ځواک ته منسوب دي، د ملکي تلفاتو ۸ سلنه جوړوي. د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ نیمایی په پرتله، په هوایی بمباریو کې د وژل شویو او ټپي شویو ملکي وګړو شمیر ۳۳ سلنه ډیر شوی.

یوناما د حکومت ضد عناصرو د بریدونو د دوام په اړه چې د چاودیدونکو توکو او ډزو پر مټ له توپیر پرته ملکي وګړي په ځانګړي ډول د حکومت ملکي کارکونکي، د بشري حقونو مدافعین، د رسنیو کارکونکي، مذهبي مشران، او بشردوستانه کارکونکي په نښه کوي او توپیري بریدونه ترسره کوي، ژوره اندیښنه لري.

د یوناما دغه راپور وایي، ماشومان لږترلږه یو ځل په قصدي ډول په نښه شوي وو. تر ټولو ټکان ورکونکې په کابل کې د سید الشهدا ښوونځي مخې ته د می د ۸مې برید و، چې په پایله کې یې تر ۳۰۰ ډیر ملکي وګړي ټپیان او ووژل شول، چې ډیری یې د ښوونځي نجونې وې، چې په کې ۸۵ سلنه ووژل شوې او هیڅ کومې دولت ضد ډلې یې پړه پر غاړه وانه خیسته.

یوناما د شیعه مذهبي لږکیو پرضد په قصدي ډول توپیري بریدونه ثبت کړي دي، چې ډیری یې په هزاره توکمو پورې اړه لري، چې د شاخوا ټولو مسوولیت د اسلامي خلافت – داعش ډلې منلی. په دې کې د می – جون په میاشتو کې لږ تر لږه ۸ چاودیدونکې پېښې چې په کې هغه بسونه یا ورته موټرې په نښه شوي چې هزاره توکمي پکې سپاره ول، د چاودیدونکو توکو بریدونه او ډزې کول شاملې دي.

په ټوله کې د ۲۰۲۱ کال جنوري له اولې نېټې څخه د جون تر ۳۰ مې پورې، یوناما ۲۰ دغه ډول پیښې ثبت کړي چې شیعه ګان/هزاره ګان په کې په نښه شوي، چې په پایله کې یې ۵۰۰ ملکي تلفات (۱۴۳ وژل شوي او ۳۵۷ ټپیان) رامنځته شوي دي.

یوناما همدارنګه د وژنو، ناسم چلند، تعصب او تبعیض د رپوټونو د ډیریدو په اړه اندیښنه لري چې د اوسنۍ جګړې او له هغې وروسته ټولنې او ولسونه ترې اغېزمن کېږي. د یوناما دغه راپور وایي، په ځانګړي ډول دا مهمه ده چې د جګړو پر وخت ټولې خواوې د خلکو بشري حقونو او وقار ته درناوی ولري او د سرغړونو مخه ونیسي.

د دولت او طالبانو غبرګون

د مسلحو ځواکونو ویاند اجمل شینواری د دې راپور موندنې چې په کې ویل شوي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټولې ملکي مرګ – ژوبلې ۲۳ سلنه عامل دي، رد کړ. ښاغلي شینواري په یوې خبري ناسته کې وویل، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه له بشپړ احتیاطه کار اخلي. هغه زیاته کړه چې دفاعي او امنیتي ځواکونه په هېڅ ځای کې د ملکیانو د مرګ – ژوبلې لامل نه دي شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې اعلامیه کې، د ملګرو ملتونو سازمان د راپور موندنې رد کړې دي. هغه ویلي دي چې د هېواد هېڅ ځای کې ملکي وګړي د دې ډلې جنګیالیو له خوا په قصدي ډول تر موخې لاندې نه دي راغلي.