مرمر

د ننګرهار مرمر ډبرې نړیوالو بازارونو ته صادرېږي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د مرمر ډبرو تولیدات تر نړیوالو بازارونو رسېږي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۴ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې اوسمهال په دې ولایت کې د مرمزو د ډبرو ۱۶ فابریکې فعالیت کوي، چې د یادو فابریکو تولیدات د هېواد سربېره د نړۍ نورو هېوادونو ايټاليا، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان هېوادونو ته هم لېږل کېږي.

د خوږیاڼي په خبره که اسانتیاوې برابرې شي، نو دوی کولی شي خپلو توليداتو ته په نورو اسيايي او اروپايي هېوادونو کې هم بازار پيدا کړي.

خوږیاڼی زیاتوي د ننګرهار د مرمرو د ډبرو فابريکو کې د کور د ډول او سينګار بېلابېل توکي جوړېږي، چې له ډلې يې د کور د ځمکې د فرش کولو سپينې ډبرې، ډبرين مېزونه او څوکۍ ډېر مشهور دي.

د سرچینې په خبره دغه ۱۶ فابريکې د جلال‌اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند سره رود دوه سرکې او د شيخ مصري صنعتي ښارګوټي په انګړ کې جوړې شوي او لږ تر لږه ۳۰ مليونه ډالر پانګونه پرې شوې ده.

خوږیاڼي زیاته کړه: «ننګرهار کې د مرمرو د ډبرو ۱۶ فابریکې فعالیت کوي، چې د یادو فابریکو تولیدات د هېواد سربېره د نړۍ نورو هېوادونو ايټاليا، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان هېوادونو ته هم لېږل کېږي، مونږ تمه لرو که اسانتیاوې برابرې شي، نو دوی کولی شي خپلو توليداتو ته په نورو اسيايي او اروپايي هېوادونو کې هم بازار پيدا کړي.»

د مالوماتو له مخې چې دغه فابريکې هر کال لږ تر لږه ۳۰ زره ټنه پورې ماربل او د مرمر ډبرې توليدوي، چې شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته په کې په مستقيم او نامستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې ده.