هرات صنعتي ښارګوټی

د هرات صنعتي ښارګوټی د جګړې زیان خطر کې؛ «کارخونې تړو او له هېواده وځو»

خبریال: واجد روحاني

ژباړن: بهادرخان رحماني

طالب جنګیالي له بل هر وخت ډېر په ګذره ولسوالۍ کې د هرات ولایت صنعتي ښارګوټي ته نږدې شوي دي. اوسمهال د ګذره ولسوالۍ شاوخوا زنده‌جان، ادرسکن او پښتون‌زرغون ولسوالۍ د طالبانو تر بشپړې ولکې لاندې دي او دې ډلې د ګذرې ولسوالۍ ځینې برخې هم خپله ولکه کې راوستي دي. ګذره کې د طالبانو د فعالیت پراخېدو د هرات صنعتکارانو په زړه کې وېره اچولې ده. هغوی له هغې ورځې ډارېږي چې جګړه صنعتي کارخونې ته ورسېږي او صنعتي ښارګوټی د جګړې په لومړۍ کرښې بدل شي. ځينې صنعتکاران د طالبانو وړاندې تګ ته په کتو دا ورځ راتلونکې ګڼي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رسمي شمېرو په بنسټ، د هرات صنعتي ښارګوټي کې ۳۰۰ تولیدي کارخونې موقعیت لري او له دې ډلې له ۱۷۰ کارخونو زیات یې په اوسنیو حالاتو کې فعالیت لري او د جګړې اوج کې ځینې دننني تولیداتبازار ته وړاندې کوي، خو د هرات صنعتکاران حکومت ته قوي خبرداری ورکوي چې صنعتي ښارګوټي ته د جګړې په رسېدو یو انتخاب لري: د توليدي کارخونو تړل او بهر ته د پانګې وتنه.

د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس مرکزي حکومت د هرات صنعتي ښارګوټي امنیت او تېرو ۱۸ کلونو کې د امنیتي ځواکونو ډېرېدو برخو کې په ناپامۍ تورنوي.

نقیب‌الله حقمل د هرات صنعتي ښارګوټي کې د «بارک هلمند» تولیدي کارخونې مسوول دی. دا کارخونه د موټورسایکل او ریکشاوو قطعات تولیدوي او د دې شرکت ډېری تولیدات د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږي، خو اوس جګړې او ناامنۍ هم د تولید کچه او هم په دې کارخونه کې د کارکوونکو شمېر یې کم کړی دی.

نقیب‌الله حقمل اطلاعات روز سره مرکه کې چې غږ یې لړزېده ځکه چې اوسنیو ناوړه اقتصادي شرایطو کې اړ شوي چې د خپلو کارکوونکو شمېر له ۱۲۰ تنو ۶۰ ته راکم کړي.

ښاغلي حقمل هېڅکله هم دا فکر نه کاوه چې د ناامنیو تېغ دې په دومره کچه د هرات کې د صنعتکارانو ستونی ونیسي: «د هرات امنیتي حالت په ځانګړي ډول د صنعتي ښارګوټي خراب دی. که دا حالت دوام پیدا کړي، موږ اړ یو چې د خپلو کارخونو دروازې وتړو.»

د هرات صنعتکاران د هرات صنعتي ښارګوټي کې د ناامنیو له زیاتوالي اندېښنه ښیي.

دا صنعتکار په ډاډ سره وایي چې د عمر تر پایه افغانستان کې پاتې‌کېږي، خو د جګړې زیاتېدو سره د خپلې کارخونې فعالېدل نه تضمینوي. خو هغه هیله‌من دی چې یوه ورځ جګړه پای مومي او وکولی شي چې بیاځلي خپله کارخونه راژوندۍ کړي او سلګونه تنو ته لوړ معاش سره مناسب کارونه برابر کړي.

احمد سعید عظیمیان د هرات صنعتي ښارګوټي کې د څارویو او چرګانو لپاره د ساختماني موادو او صنعتي خواړو په تولید کې پانګونه کړې. اوسمهال هم شاوخوا ۱۴۰ تنه یې سوداګریزې ډله کې کار کوي، خو اوس زړه کې ستره اندېښنه لري: د جګړې په لومړۍ کرښې د صنعتي ښارګوټي بدلېدل.

هغه صنعتي ښارګوټي ته د هېواد لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو نږدېوالي او دې ښارګوټي ته د هوایي ډګر نږدېوالي ته په اشارې وایي، چې دې دوه دولتي سټراټېژیکو ځایونو، په دې صنعتي ښارګوټي کې دولتي ځواکونو سره د طالبانو د مخ‌کېدو ګواښ په لوړ مقیاس لوړ کړی دی: «د هرات صنعتي ښارګوټی له دریو اړخونو د طالبانو تر ولکې لاندې دی او شاید جګړه هم ونښلي او خدای مه کړه دا ښارګوټی د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې په لومړۍ کرښه بدل شي.»

هغه دغه راز ډارېږي چې ناامنۍ به ناوړه ګټه اخیستونکو ته وخت برابر کړي چې دې ښارګوټي کې لوټ تالان وکړي.

دمګړۍ له ۱۷۰ ډېرې تولیدې کارخونې د هرات صنعتي ښارګوټي کې فعالې دي.

«د خلکو ډوډۍ مه پرې کوئ»

د هرات د صنایعو او کانونو خونه وایي چې مېلیونونه امریکایي ډالر د هرات صنعتي ښارګوټي جوړولو برخه کې پانګونه شوې ده او د هغې پر بنسټ، هم حکومت او هم طالبان باید په دې ښارګوټي کې او ان له هغې لرې سیمه کې جګړه و نه کړي.

د هرات صنعتکاران هم ورته غوښتنه د جګړې له ښکېلو دواړو غاړو لري او له هغوی غواړي چې په دې ښارګوټي کې هېڅ نظامي نښته و نه کړي او هر ډول بې پروایي به ستر اقتصادي زیانونه واړوي.

صنعتکار نقیب‌الله حقمل خبرداری ورکوي چې د صنعتي ښارګوټي دروازو ته د جګړې رسېدنه، د زرګونه تنو بې‌کاره کېدو پرته بله ګټه نه لري: «موږ له دواړو خواوو هیله کوو چې صنعتي ښارګوټي کې جګړه و نه کړي او پرېږدې دي چې بې‌وزله خلک بې‌کاره نه شي. بې‌وزله خلک صنعتي ښارګوټي کې کار کولو سره خپل ځان ته یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي او که جګړه شي، دا خلک څه وکړي؟»

احمد سعید عظیمیان د هرات یو بل صنعتکار دی. دی خبرداری ورکوي چې د هرات صنعتي ښارګوټي کې د احتمالي اور رامنځته کېدو مخنیوي لپاره بیخي کم امکانات هم نشته او د هاوان  یا راکېټ یوې مرمۍ لګېدو سره به د اور لمبې اسمان ته پورته شي.

د هرات صنعتکاران په داسې حال کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله له سوځېدو اندېښنه کوي چې د تېر کال سلواغې په ۲۵مه، د اسلام‌قلعه بندر کې زرګونه باروړونکي موټر وسوځېدل او لسګونه مېلیونه ډالر زیان یې واړوه.

په هغې وخت کې ولیدل شول چې د هرات اطفایه د اور مهارولو لپاره تر ټولو کم امکانات هم نه لري او د هرات صنعتي ښارګوټي کې د دې سناریو تکرار له امکانه وتې خبره نه ده.

د پانګې وتنه

هرات کې یوې لسیزې ناامنۍ او سړي تښتونې د هرات ډېری سوداګر او صعتکاران اړ کړل چې یا ټوله پانګه او یې یوه برخه بهر ته ولېږدوي. د هرات صنعتکاران او سوداګر اطلاعات روز ته وایي چې ایران او ترکیه دوی ته د پانګونې اسانه فرصت برابروي او دا د دې لامل شوی چې له هغوی ځینې د قرار پر ځای فرار یا تېښته وټاکي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال احمد سعید صدیقي هم په ګډوډ امنیتي حالت کې، د پانګې له تېښتې او د پانګوالو له وتنې سخت اندېښمن دی. هغه له حکومت او طالبانو ډلې غواړي چې د جګړې پر ډول له وهلو، له دې ډېر له هراته د پانګې وتلو لامل نه شي.

هرات د افغانستان په اقتصادي قطب مشهور دی. د سلګونه صنعتکارانو او سوداګرو او دغه‌راز د اسلام‌قلعه او تورغونډۍ ګمرکونو شتون، هرات ته ډېر اقتصادي ارزښت ورکړی دی. هرات د هېواد ډېری سوداګرو لپاره د پرمختګ مناسب ځای ثابت شوی دی، خو اوس د جګړې تېزېدو سره، له بېلابېلو ولایتونو د سوداګرو پانګونې رنګ بایللی دی.

له جګړې لاس‌اخیستنه

همدا اوسمهال د هرات د ولسوالیو زیاتې برخې د طالبانو ډلې ولکه کې دي. د هرات صنعتکاران له حکومت او طالبانو ډلې غواړي چې د هرات صنعتي ښارګوټي نږدیو کې له وسله‌والې نښتې لاس واخلي؛ څو د صنعتکارانو پانکګې خوندي پاتې شي.

د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم اطلاعات روز سره خبرو کې وایي: «حکومت او طالبان باید د ملي پانګې د ساتنې او خوندیتوب لپاره ګام واخلي او د افغانستان له اقتصادي ملکیتونو په ځانګړي ډول د صنعتي ښارګوټي ساتنه وکړي. صنعتکاران سیاسي مسایلو کې بې‌پري ول او دا بې‌پري دوام لري.»

د هرات د صنایعو او کانونو خونه پر یوې طرحې کار کوي چې ځینې خلک د «څوکیدار» په نوم، پولیسو سره په همغږۍ په وسلې سمبال د هرات صنعتي ښارګوټي کې وګماري، څو له دې لارې د امنیتي ننګونو اندېښنې کمې شي او د نامسووله او شکمنو وګړو د تګ راتګ مخنیوی وشي.

له دې سره ښاغلی خادم مرکزي حکومت د هرات صنعتي ښارګوټي امنیت او تېرو ۱۸ کلونو کې د امنیتي ځواکونو ډېرېدو برخو کې په ناپامۍ تورنوي. هغه اطلاعات روز سره خبرو کې وایي چې د امنیتي ځواکونو د کمښت بحث یې حکومت سره په تکرار ډول کړی، خو په وینا یې چې لوړپوړو مسوولینو له ژمنې پرته بل څه نه دي کړي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې مشر ډاډ ورکوي چې د دې ښارګوټي د چور تالان موضوع نشته او هېڅ ډله دې کار ته اجازه نه ورکوي: «امنیتي ځواکونو ډاد ورکړی چې د صنعتي ښارګوټي امنیت برخه کې کار کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې لوټ تالان وکړي.»

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد اطلاعات روز ته وایي چې دولتي ځواکونه خپل ټول ځواک سره د هرات صنعتي ښارګوټي له تاسیساتو ساتنه کوي او هېڅکله دغه ښارګوټي کې د ناامنۍ اجازه نه ورکوي. هغه ټینګار کوي چې د صنعتي ښارګوټي امنیټ ټینګښت د حکومت لومړیتوب کې دی.

دمګړۍ شاوخوا ۱۶ زره تنه دهرات صنعتي ښارګوټي کې په کار اړم دي.

د طالبانو ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد اطلاعات روز ته وایي چې د هرات صنعتي ښارګوټي کې له نښتې رامنځته‌کېدو لازم احتیاط نیول کېږي: «موږ مسوولین خبروو چې صنعتي ښارګوټي کې لازم احتیاط ولري او د خلکو ستونزو ته پام ولري.»

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د هرات صنعتي ښارګوټي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې دي، خو د دې دېوال جوړونه وخت نیسي.

ید رسمي شمېرو له مخې، دمګړۍ شاوخوا ۱۶ زره تنه د هرات صنعتي ښارګوټي کې په کار بوخت دي، خو اصلي اندېښنه یې، د ناامنیو زیاتوالی دی چې له کاره د هغوی د رخصتېدو لامل شو.