د طالب جنګیالي له خوا وژل شوی ماشوم

لوګر کې یو طالب په ملکيانو ډزې کړې، یو ماشوم یې وژلی او یوه مېرمن یې ټپي کړې

اطلاعات روز: د لوګر ولایت په «زاهد اباد» سیمه کې وسله والو طالبانو د ملکي وګړو په یوې سراچه موټر ډزې کړې چې له امله یې یو ماشوم په کې وژل شوی او یوه مېرمن یې ټپي کړې ده.

دا پېښه پرون (دوشنبه، ۵ د زمري) پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې وسله والو طالبانو د کابل – لوګر په لویه لاره تلونکي موټرې تلاشي کولې.

د وژل شوي ماشوم «لیاقت خان» یو تن کلیوال نورالله جان اطلاعات روز ته وویل، چې د تلاشۍ ځای ته د لیاقت د موټر له ورسېدو سره هم مهاله یو وسله وال طالب پرې په قصدي ډول ډزې کړې او یادو بې ګناه کسانو ته یې مرګ، ژوبله اړولې ده.  

نوموړی له طالبانو غوښتنه کوي، چې په دې پېښه کې ښکېلو کسانو ته سخته سزا ورکړي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پېښې پخلی کوي او وايي، په دې قضیه کې یې ښکېل کس نیولی چې اوس ترې څېړنې روانې دي، ومو غوښتل چې په دې اړه د لوګر ولایت د امنیتي مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغوی په دې اړه ناخبري وښوده.