پکتیا لوګر

د ګردېز-لوګر پر لویه لاره ماین چاودنو یو امنیتي سرتیری وژلی لس نور یې ټپيان کړي

اطلاعات روز: پکتیا کې یوه ځایي سرچینه وایي، د ګردېز – لوګر پر لويه لاره کې د سړک غاړې ځای پر ځای شویو ماين چاودنو لس امنيتي سرتېري ټپيان کړي دي.

په پکتيا ولايت کې کې يوې ځايي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله اطلاعات روز ته وويل، چې نن سهار (چهارشنبه، ۶ د زمري) د ګردېز – لوګر پر لويه لاره کې د سړک له غاړې د دوو ځای پر ځای شويو ماينونو د چاودنو له امله لس امنيتي کسان ټپيان شوي او يو وژل شوی دی.

د پکتيا د حوزوي روغتون يو ډاکټر هم مني، چې دوی ته لس نظامي ټپيان او يو جسد ور وړل شوی دی.

يوې بلې امنيتي سرچينې بيا وويل، چې دغه چاودنې د «تېرې کنډو» په سيمه کې شوې او په خبره يې چې سرتيري د پکتيکا ولایت اړوند و، چې کابل ته روان و. 

د دې پېښې مسووليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.