اطلاعات روز: د طالبانو د سیاسي دفتر مسوولین وایي، د دې ډلې سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یو نههکسیزه پلاوي مشرۍ د چین هېواد په رسمي بلنه بېجینګ ته تللی و.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم نن (چهارشنبه، ۶ د زمري) په یو لړ ټوېټونو کې ویلي چې دغه سفر پرون شوی. نوموړي لیکلي، په دې سفر کې د چين هېواد له بهرنيو چارو وزير وانګ اي، د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال او د افغانستان لپاره د چين هېواد له ځانګړي استازي سره جلا جلا ناستې تر سره شوې.
ښاغلی نعیم وایي، په ناستو کې د دواړو هېوادونو اړونده سياسي، اقتصادي او امنيتي مسایلو، د افغانستان روان وضعیت او سولې پروسې په اړه بحثونه او خبرې اترې وشوې.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند لیکلي: «د اسلامي امارت لخوا چين هېواد ته ډاډ ورکړل شو چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد د امنيت پر خلاف نه استعمالېږي.»
ښاغلي نعیم دغه راز لیکلي چې چین هېواد له افغان ولس سره د خپلو همکاريو د دوام او پراختيا ژمنه وکړه او ويې ويل چې دوی د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي، بلکې د ستونزو په هواري او د سولې په راتلو کې يې مرسته کوي.
وروستۍ نږدې یوه میاشت کې، د طالبانو پلاوي د سیمې لږ تر لږه څلورو سیمو ته سفر کړی دی. د سرطان میاشتې نیمایي کې د شیرمحمدعباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو دفتر یو پلاوی تهران ته لاړ.
په هغې پسې د طالبانو پلاوي روسیې او ترکمنستان ته هم سفر درلوده او د دې هېوادونو چارواکو سره یې لیده کاته کړي ول.