خوست

طالبانو خوست کې د ملي بیرغ نمانځونکي دوه تنه وژلي او تر ۳۰ ډېر یې ټپیان کړي

اطلاعات روز: سوېل ختیځ زون کې امنیتي مسوولین وایي، خوست کې طالبانو په ملکي وګړو ډزې کړې، ۳۲ کسان يې ټپيان کړي او دوه نور يې وژلي دي.

په سويل ختيځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند ايمل مومند اطلاعات روز ته وويل، چې پرون (جمعه، ۸ د زمري) مازديګر مهال ۴ بجې د خوست ولايت په «يعقوبيو» ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو هغه مهال په ملکي وګړو ډزې وکړې، چې د ملي بيرغ ورځې د نمانځنې لپاره راټول شوي ول.

مومند زياته کړه، چې په دې پېښه کې ۳۲ کسان ټپيان شوي او ۲ نور په کې وژل شوي دي.

اطلاعات روز ته په ترلاسه شويو مالوماتو کې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

د دې پېښې په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.