سپین بولدک کې دوه وژل شوي ورونه

د قومي حساب چاڼ؛ سپین‌بولدک کې څه تېرېږي؟

خبریال: عباس عارفي

ژباړن: بهادرخان رحماني

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو د قندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ له ولکې وروسته، شاوخوا ۳۰۰ تر ۴۰۰ ملکي وګړي له کوره بېرون کړي او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې په ډزو ویشتي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي اطلاعات روز ته ویلي ول چې د ملکیانو جسدونه د سپین بولدک څلورلارې او ریګستانونو کې لیدل شوي دي. د هغه په وینا، وژل شوي ملکیان د ټولنې له بېلابېلو طیفونو له هغې ډلې لوبغاړي، لیکوالان، سوداګر، وبلاګ‌لیکونکي او عادي وګړي دي. ښاغلي ستانکزي ویلي ول چې طالبانو د ملکیانو دا لوی کمیت په یو «غچ‌اخیستونکي» ګام کې وژلي دي.

په همدې حال کې د بشر حقونو څار سازمان په یو راپور کې ویلي ول چې طالبانو ډلې د دولتي کارکوونکو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو لټون لپاره، کور په کور پلټنې پیل کړې او د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، له ۳۰۰ تنو ډېر د طالبانو په لاس ونیول شول چې تراوسه له هغوی هېڅ خبر نشته دی. سپین بولدک کې په دې پېښې پسې او د طالبانو ډلې له خوا د ملکي وګړو د هدفي وژنو د خبرونو خپرولو وروسته، د افغانستان لویې څارنوالۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې «نړیوالو معاهدو ته په کتو، دا بدمرغه پېښه د نړیوالو جرمونو یوه بارزه مصداق دی او د افغانستان جزا کوډ کې هم په صراحت سره، د نسل‌وژنې او جنګي جنایت لاندې جنګي جرم شوی دی.» په دې خبرپانه کې راغلي چې د افغانستان لویې څارنوالۍ امنیتي-کشفي ارګانونو ته لارښوونه کړې څو د نړیوالو جرمونو پر وړاندې د څارنوالۍ ریاست سره په همغږۍ، دا پېښه د هېواد نافذه قوانینو په رڼانه کې په هراړخیزه توګه وارزوي او خپلې موندنې د څېړنې او عدلي څار او مرتکبینو ته یې د جزا لپاره، دې ادارې سره شریک کړي.

طالبانو ډلې د روان کال سرطان میاشتې د سه‌شنبې په ورځ کندهار ولایت کې د سپین بولدک ولسوالۍ د افغانستان امنیتي ځواکونو له کنټروله بهر کړه. دا ولسوالۍ د ډېرو نورو ولسوالیو غوندې چې وروستیو میاشتو کې سقوط شوي، له جګړې او سختې نښتې پرته د طالبانو لاس ته ولوېده. پر دې ولسوالۍ د طالبانو له ولکې پنځه ورځې وروسته، پر دوو موټرو سپاره د دې ډلې څلوېښت جنګیالي، د سهار شاوخوا ۲:۳۰ بجې د سپین بولدک سرحدي ښارګوټي کې د قندهار ولایتي شورا یو غړي فدامحمد افغان کور ته دننه کېږي. طالبان د فدامحمد افغان دوه زامن یو شیرمحمد افغان او بل محمودخان افغان له کوره بهر کوي او دواړه په ډزو ولي.

ښاغلي فدامحمد اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، زامن یې امنیتي مامورین او د حکومت کارکوونکي نه ول، خو طالبانو هغوی له کوم جرم او دلیل پرته په نیمه شپه له کوره وباستل او ویې وژل. «محمودخان په سپین بولدک کې د المپیک کمېټې مسوول و او شیرمحمد ازاد کاروبار کاوه. طالبانو په خپله بیانیه کې لیکلي چې زموږ ستونزه شخصي وه، خو که هر څوک شخصي ستونزه ولري طالبان یې وژني؟ که شخصي ستونزه وي بیا هم طالبان مسوول دي.» په همدې حال کې د بشر حقونو څار سازمان راپور ورکړی دی چې «طالبانو ډلې د فدامحمد افغان زامن د دې ولایت پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي چې په ۲۰۱۸ کال کې ووژل شو، کورنۍ سره د نږدې اړیکې لرلو په تور، په ډزو ویشتي دي.»

د کندهار ولایتي شورا وکیل حاجي فدامحمد افغان

د کندهار پوهنتون استاد کریم کمین اطلاعات روز سره خبرو کې کندهار کې د قومي/قبیله‌اي شخړې په اړه وایي، دا چې نورزي او اسحاق‌زي دوه قومونه یو بل سره په همغږۍ د اڅکزي قوم/قبیلې مخالف او همداسې د حکومت مخالف دي. پر دې بنسټ د دې قبیلې وګړي په سپین بولدک کې د طالبانو ډلې په ملاتړ فعالیت لاره او لري یې. د اڅکزي قبیلې وکړو چې د جنرال عبدالرازق له خپلوانو دي، د نورزي او اسحاق‌زي خلاف د افغانستان حکومت ملاتړي ول. ښاغلی کمین وایي، په سپین بولدک کې د پخوانیو قومي او قبیله‌اي شخړې او دښمنۍ له امله، «اوس چې طالبان هلته حاکم شوي دي، د شپې له خوا له تیارو په ګټنې کورونو ته دننه کېږي او په وژنو لاس پورې کوي. د وژل شویو شمېر له دې شمېر لوړ دی چې خبرونو کې خپرېږي. ځکه چې د اڅکزي قوم اړوند وګړو د پېژندنې لړۍ او د هغوی وژنې د طالبانو له لوري جریان لري.»

د کندهار پوهنتون استاد کریم کمین

ښاغلی کمین د یوې بلې سرچینې له قوله وایي چې طالبان هغه خلک چې د اڅکزي قوم اړوند دي، په دولتي ادارو او یا امنیتي بنسټونو کې کار کوي، د کورنۍ غړي یې یرغمل کوي او له هغوی غواړې چې سپین بولدک ته ورشي او طالبانو ته تسلیم شي. «کندهار ښار کې یو کس د پولیسو حوزې امر دی چې دوه ښځې لري او ښځې یې سپین بولدک کې ژوند کوي. طالبان د حوزې امر کور ته ورغلي، له ښځو او ماشومانو یې فلم اخیستی او ورلېږلی یې دی. د حوزې امر یې ګواښلی دی چې سپین بولدک ته ورشي او کورنۍ یې وژغوري او که نه طالبان یې ښځو او ماشومان ورته وژني.»

فدامحمد افغان وایي، د ده له زامنو وراخوا د اڅکزي قبیلې وګړو یوه برخه هم د طالبانو په لاس وژل شوې او یا ورکه شوې ده. دی د «عصمت» او «حاجي حیات» نومونه یادوي چې وروستیو ورځو کې د طالبانو په لاس په ډزو ووژل شول. «حاجي حیات د حاجي شاه خان زوی و. حاجي شاه خان په سپین بولدک کې د اڅکزي قوم له مشرانو و چې وړاندې د طالبانو ډلې له خوا ووژل شو. اوس یې زوی حاجي حیات یې هم په هماغه اوله شپه د طالبانو له خوا پر سپین بولدک، په ډزو وواژه.» ښاغلی افغان وایي، د طالبانو ډېری جنګیالي د سیمې خلک دي چې ډېری یې د نورزي او اسحاق‌زي قبیلو اړوند دي.

د سپین بولدک اوسېدونکی حاجي ولي جان اطلاعات روز سره خبرو کې وایي چې طالبانو ډلې خلک وګواښل چې که رسنیو یا بشري حقونو بنسټونو سره د خپلو کورنیو وژل شویو غړیو په اړه خبرې وکړي، ټوله کورنۍ یې یو ځای ورته وژني. ولي جان وایي «زه تازه د خپلوانو له یوې فاتحې راغلم چې د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوی و. زه نه شم کولی نوم یې واخلم، ځکه چې ممکنه ده طالبان یې کورنۍ ته زیان ورسوي.» په همدې حال کې د سپین بولدک یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي «طالبان په شپه د مشخصو وګړو دروازو ته ورځي او سړي یې له کوره وباسي او ځان سره یې وړي چې ډېری یې تراوسه بېرته کور ته نه دي راغلي. په ډېر احتمال سره طالبان هغوی ژوندي په ډله‌ییزو قبرونو کې ښخوي.»

ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې ملالۍ اسحاز‌ق‌زۍ اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، سپین بولدک د کندهار یوه مهمه او سټراټیژیکه ولسوالۍ ده. له دې وروسته چې طالبان سپین بولدک ته دننه شول، فردي او ټولیزې وژنې یې پر لاره واچولې چې په هغې کې هېڅ شک نشته. «مالومه ده چې قومي ستونزې هم په منځ کې وې او اوس یې عقده‌اي حرکت کړی دی. خو تراوسه مالومه نه ده چې د کوم مشخص قوم له خوا داسې کار شوی دی. په هر حال د جنګ شرایط دي او تر هغې چې ولسوالي له طالبانو نیول شوي نه وي، دا مسله نه روښانه کېږي.»

ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې ملالۍ اسحاز‌ق‌زۍ

اغلې اسحاق‌زۍ وایي چې وژل شوي ټول د یو ځانګړي قوم (اڅکزي) نه دي. بلکې په وژل شویو کې د بارکزیو او نورزیو له قومونو هم دي. سپین بولدک کې نورزي، اسحاق‌زي، اڅکزي او بارکزي قومونه پراته دي، خو ډېری وژل شوي د یو قوم دي. اغلې اسحاق‌زۍ وایي «زه دا ادعا ردوم چې مشخصآ د اسحاق‌زي په قوم ګوته ږدي. قطعآ دا ادعا حقیقت نه لري. له بده مرغه یو شمېر کسان چې غواړي قومي مسایلو ته لمن ووهي، هڅه کوي چې د کندهار جګړه هم قومي کړي. البته چې جنګ کې حلوا نه وېشل کېږي. په ورته مهال زه یې نه تاییدوم چې طالبان مشخصآ د نورزي او اسحاق‌زي له قومونو ول. په جرات سره وایم چې ډېری یې پاکستاني پنجابیان ول.»

د کندهار پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې هېڅ یاد شوي ارقام رد یا تاییدوي نه، ځکه چې سیمه د طالبانو کنټرول کې ده او د کندهار پولیس د وژل‌شویو او ورک‌ شویو کره شمېرې نه لري. ښاغلی بارکزی هم وایي «د سیمې خلکو وینا پر بنسټ، طالبانو ډلې په سپین بولدک کې ملکي وګړي په ډزو وژلي. خو کره  مالومات نشته چې طالبانو په کوم شمېر او کوم کسان له  کوم قومه وژلي او یا یې ځان سره وړي. د کندهار پولیس څېړنه کوي، څو مالومه کړي چې قضیه څه ده.»

که څه هم ډېری سرچینې د طالبانو له خوا په سپین بولدک کې وژل شوي ملکي وګړي د یو ځانګړي قوم پورې اړوند یادوي چې په قومي او قبیله‌اي انګېزې وژل شوي، خو د فدامحمد افغان زامنو پرته هېڅ یوه سرچینه، د وژل شویو وګړو نوم نه اخلي او په یو ډول وایي چې له بلې سرچینې یې اورېدلي دي چې سیمه کې یې داسې پېښه شوې ده او خلک د طالبانو له ډاره د قربانیانو په اړه خبرې نه کوي. له دې ټولو سره، د طالبانو ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا وکړه چې سپین بولدک کې د دوو وژل شویو پرته چې هغوی شخصي ستونزه لرله، هېڅ یو هم د دوی ډلې له خوا وژل شوي نه دي. طالبان وایي، حاضر دي چې رسنیو او بشري حقونو بنسټونو ته ثابته کړي چې سپین بولدک کې د دې ډلې له خوا هیڅوک هم په قومي انګېزې وژل شوي نه دي.