ننګرهار

جلال‌اباد ښار کې یو زوم خپله خواښې په ډزو وژلې

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې یو زوم خپله خواښې په ډزو وژلې او د دې کور دوه نور غړي یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۱۱ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، نن سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند سیمه کې د نګینې په نوم یوه ۳۵ کلنه میرمن د خپل زوم له لوري په ډزو وژل شوې ده.

خوږږیاڼی وایي، یاده پېښه کې د وژل شوې میرمن خاوند او زوی هم ټپیان شوي دي. د نوموړي په خبره نګینه اوسمهال ۳۵ کلنه وه، چې اصل کې د پېښور اوسیدونکې وه.

خوږیاڼي زیاته کړه: «نن سهار د جلال اباد ښار اوومې ناحیې کې د نګینې په نوم یوه ۳۵ کلنه میرمن چې اصل د پېښور اوسیدونکې ده، دخپل زوم له لوري د توفنګچې په وسیله وژل شوې او د نګینې خاوند او زوی ټپیان شوي دي او قاتل له سیمې په تیښته بریالی شوی خو پولیس یې د نیولو هڅه کوي.»

د خوږیاڼي په خبره یاده پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.