کډوال

کور دننه کډوالي او لوږه؛ پکتیکا کې ۵ زره کورنۍ د جګړو له امله بېځایه شوې دي

خبریال: حبیب الله سراب

په سویل ختیځ زون کې له پکتیا وروسته پکتیکا هغه ولایت دی، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې په کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي. د روانو جګړو له امله د پکتیکا ولایت له مټاخان، سروضې، وازېخوا، وړممۍ، تروې، خیرکوټ، یحیی‌خېل او برمل ولسوالیو څخه ۵۰۰۰ کورنۍ مرکز ښرنې ته رابېځایه شوې دي.

د پکتیکا چارواکي وايي په دې کې یې په تېره یوه میاشت کې د سختو جګړو له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي، چې زیاتره یې مرکز ښرنې او د پکتیکا ولایت ځینو باامنه ولسوالیو ته کډه شوې دي، چې د دې ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو او د طبعیي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاستونو او همدارنګه د ځینو نړیوالو موسسو لخوا ورسره د لومړنیو خوراکي او نورو توکو مرسته شوې ده.

د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي کمال اطلاعات روز ته وویل، چې ولسوالۍ یې له تېرو دوو اونیو راهیسې محاصره ده او په خبره یې چې دوی مجبور شول، تر څو ښرنې ته راکډه شي.

د هغه په خبره، چې له یادې ولسوالۍ سلګونه نورې کورنۍ هم د روانو نښتو له امله مرکز ښرنې ته راغلې دي.

نوموړي وویل: «مټاخان نور مونږ ته د ژوند کولو ځای نه و، هلته ستونزې بیخي ډېرې شوې، جګړې مو د کورونو تر دروازو راورسېدې، مجبور شو، چې له وسایلو ډک کورونه پرېږدو او ښرنې ته راشو، اوس یوازې دلته ژوند تېرو او بس.»

د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي کمال اطلاعات روز ته وویل، چې ولسوالۍ یې له تېرو دوو اونیو راهیسې محاصره ده او په خبره یې چې دوی مجبور شول، تر څو ښرنې ته راکډه شي.

حکم خان د دې رابېځایه شویو له ډلې بل یې هغه شخص دی، چې جګړو ترې په خیرکوټ ولسوالۍ کې له وسایلو ډک کور پریښی او د خپل سر او ماشومانو د ساتنې لپاره یې ښرنې ته پناه وړې ده، نوموړي له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې سیمه کې یې جګړو زور اخیستی و او وسله والو طالبانو به د دوی له کورونو څخه د مرچې په ډول استفاده کوله.

حکم خان وايي: «جنک و، نه مو د شپې خوب و او نه هم د ورځې، د هیچا سر نه و خوندي، هر چا دا هڅه کوله، چې لاره پیدا کړي او د ښرنې په لور را وتښتي، هلته په ملکیانو چا د رحم کولو څه نه پېژاندل، که به طالب ته ملکي وګړی په مخه ورغی او که امنیتي، ډزې یې پرې کولې.»

له وازېخوا هم روانو جګړو ځايي خلک د ارام ساه ښکلو ته نه دي پریښي، له یادې ولسوالۍ نور زمان هغه څوک دی، چې د خپلې کورنۍ له ۲۰ غړو سره یې یو ځای پښې راسپکې کړې او اوس د ښرنې ښار په یوې څنډ کې تر شنه اسمان لاندې سخت ژوند کوي.

نوموړی په خیریه موسسو او اړونده ادارو نیوکه کوي، چې تر اوسه یې ستونزو ته پام نه دی کړی.

هغه وايي: «دلته مو درې هفتې پوره کیږي، تر اوسه مو چا پوښتنه هم نه دی کړې، چې دا خلک ژوندي دي او کنه، مونږ اوس دلته خېمو ته ضرورت لرو، د خوړو لپاره څه نه لرو، ماشومان مو د یوې ډوډۍ په ارمان دي، حکومت مو هغه وخت مسوول نه و، چې هلته مونږ جګړه کولی، خو مونږ نه جنګ کړی او نه مو هم د حکومت په ضد وسله پورته کړې، چې دا مو نه دي کړي، نو ولې راسره مرستې نه کیږي؟.»

حکم خان د دې رابېځایه شویو له ډلې بل یې هغه شخص دی، چې جګړو ترې په خیرکوټ ولسوالۍ کې له وسایلو ډک کور پریښی او د خپل سر او ماشومانو د ساتنې لپاره یې ښرنې ته پناه وړې ده.

د پکتیکا ولایت په بېلابېلو سیمو کې د راونو نښتو له امله نه یوازې دا چې خلک یې د خپلو مېلو پرېښودو ته اړ ایستلي، بلکې ګڼ ځاني او مالي تاوانونه یې هم ور اړولي دي، خان زاده اونۍ وړاندې په هغه پېښه کې د کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړل، چې له مټاخان ولسوالۍ له دوو نورو ملګرو سره یو ځای په یوې سراچه ډوله موټر کې د مرکز ښرنې په لور روان و، چې په لاره کې ورباندې ځای په ځای شوي ماین چاودنه وکړه.

هغه وویل: «زما یو د خور زوی او بل هم د کاکا زوی له دوو نورو کلیوالو سره یو ځای په شهادت ورسېدل، دوی د طالبانو له خوا په خښ کړي ماین وربرابر شول، دا زمونږ په سیمه کې لومړۍ پېښه هم نه وه، اوس هم د ړندو ماینونه خلک وژل کیږي او یا هم ټپي کیږي، نو زما له وسله والو طالبانو دا غوښتنه ده، چې د خپلو ماینونه ښکار ملکیان مه ګرځوئ.»

د دې ولایت مدني فعالان بیا له حکومت غوښتنه کوي، چې له بېځایه شویو کورنیو سره دې عجلې لومړنۍ مرستې وشي، خالد ښرنوال وايي، د جګړو له امله راغلې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، چې سلګونه کورنۍ مرکز ښرنې ته په راتګ د سرپناه، خوړو او پاکو له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي، چې ژوند یې خورا ستونزمن دی.

خالد وايي: «مونږ چې وینو، مرکز ښرنې ته ډېرې زیاتې کورنۍ راغلې، دوی مجبوریت دلته راوستلې دي، هلته ورڅخه مال، پتۍ او نور هر څه پاتې شوي دي، خو هغه چې لازمه وه او باید چې ورته د مرستو لپاره چمتوالی نیول شوی وای، نه دی نیولی، نو زمونږ غوښتنه دا دهو چې اړونده ادارې دې لاس په کار شي او دې بېوزله خلکو سره دې مرستې وکړي.»

د مدني فعالانو په وینا، سلګونه کورنۍ مرکز ښرنې ته په راتګ د سرپناه، خوړو او پاکو له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي، چې ژوند یې خورا ستونزمن دی.

د پکتیکا ولایت د طبعیي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسولین وايي، په ښرنه کې يې هغو کورنیو ته لومړنۍ مرسته رسولې، چې له مټاخان، سروضې او جانخېلو ولسوالیو را بې ځایه شوي دي.

د یادې ادارې مشر علي اقا وايي، چې دوی د نورو همکاره موسسو په مټ زیاتره کورنیو ته مرستې وېشلې او د دوی په خبره چې له پاتې نورو سره به هم په نږدې ورځو کې د خوراکي او نورو موادو همکاري وشي.

اقا زیاته کړه: «مونږ په پکتیکا کې ټولو هغو کورنیو ته د مالي همکاریو لپاره چمتوالی لرو، چې اوس له بېلابېلو ولسوالیو دلته مرکز ښرنې ته راکډه شوې دي، مونږ دوی ته یو کمپ هم جوړ کړی، تر اوسه مو له ګڼو کورنیو سره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرسته هم کړې ده او د دې تر څنګ مونږ له نړیوالو همکاره موسسو سره غږېدلي یو، تر څو هغوی په دې برخه کې راسره همکاري وکړي.»

په همدې حال کې بیا د دې ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریس زمریالي فضل یار اطلاعات روز ته وویل، چې په بېځایه شویو کورنیو کې یې ځینې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سیمو ته کډه شوې دي.

ښاغلي زمریالي وویل: «د بېخایه شویو کډوالو زیاتره برخه یې مرکز ښرنې ته راکوچېدلې، خو زمونږ د مالوماتو په اساس چې ځینې داسې کورنۍ هم شته، چې هغوی د طالبانو تر واک لاندې ولسوالیو ته تللې دي، هغه چې دلته مرکز ښرنې ته راغلې، مونږ یې د مرستې په موخه سروې کړې ده.»

د پکتیکا ولایت د طبعیي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسولین وايي، په ښرنه کې يې هغو کورنیو ته لومړنۍ مرسته رسولې، چې له مټاخان، سروضې او جانخېلو ولسوالیو را بې ځایه شوي دي.

وړمه ورځ د پکتیکا والي تورن جنرال محمد یاسین خان چې بېځایه شویو کورنیو ته یې د خوراکي او نورو توکو د مرستې ویش کاوه، ژمنه وکړه، چې د پاتې ټولو هغو کورنیو سره به هم ورته مرستې وشي، چې د جګړو له امله کډه شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د خلکو ستونزو ته په کتو یې له مرکزي ادارې سره هم په دې اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي یاسین خان وویل: «مونږ د خلکو ستونزې درک کوو او په دې برخه کې شپه او ورځ تلاش کوو، تر څو له نړیوالو همکاره موسسو او مرکزي ادارې دومره څه تر لاسه کړو، چې مونږ یې هغو کورنیو ته ورکړو، چې د جګړو له امله دلته مرکز ښرنې او نورو ځایونو ته کډوال شوي دي.»

پکتیکا د رسمي او غیر رسمي ولسوالیو په ګډون ۲۲ ولسوالۍ لري، چې ۶ یې په مکمل ډول د وسله والو طالبانو په واک دي، خو مټاخان، سروضه، جانیخېل، وازېخوا، وړممۍ او تروې، خیرکوټ، برمل، سروبي او یحیی خېل د دې ولایت نسبتا نا امنه ولسوالۍ ګڼل کیږي، چې اوس په کې افغان ځواکونه له وسله والو طالبانو سره ښکر په ښکر شوي او په یو بل باید یې جګړو ته زور ورکړی دی.