اطلاعات روز: د پکتیکا امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت سروضې ولسوالۍ کې د پاکستاني وسلهوالو په ګډون ۱۷ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.
د پکتیکا ولایت د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين نن (سهشنبه، ۱۲ د زمري) اطلاعات روز ته وويل، چې بېګاه شپه ناوخته د سروضې ولسوالۍ اړوند په «سروضې» کلې کې د افغان امنیتي ځواکونو له لورې عملیات تر سره شوي، چې د هغه په خبره په يادو عملياتو کې د پاکستاني وسله والو په ګډون ۱۷ تنه وژل شوي او ۱۱ نور يې ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې د ملي امنیت ۹۰۴ ځانګړې قطعې ځواکونو ته ځينې سپکې او درنې وسلې هم لاسته ورغلې دي.
د آرين په وينا چې په سروضې ولسوالۍ کې د ترسره شويو عملياتو پرمهال افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو بيا ويلي، چې ملي امنيت تېره شپه د ملکي وګړو په کورونو چاپه وهلې، چې خلکو ته يې مالي او زيان اړولی دی، کومه ادعا چې امنيتي مسوولين يې په کلکه ردوي.