اطلاعات روز: د نورستان سرې میاشتې مسوولین وایي، د دې ولایت د کامدېش ولسوالۍ له سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل شوې ده.
د نورستان د سرې میاشتې ادارې مسوول رفیعالله نورستاني نن (سهشنبه، ۱۲ د زمري) اطلاعات رزو ورځپاڼې ته وویل، چې نن د سرې میاشتې ټولنې له لوري د نورستان د کامدیش ولسوالۍ د مهردیش کلي له ۲۳۳ سیلاب ځپلو کورنیو سره یې مرسته کړې ده.
نوموړی وایي، د مهردیش کلي سیلاب ځپلو کورنیو ته چي کورونه یی په بشپړه توګه تخریب شوی ول، د لنډ مهالې سرپناه لپاره سلګونه خېمې، خوراکي توکي، د څښاک اوبه او نور مهم وسایل ویشل شوي دي.
رفیع الله نورستانی زیاتوي: «نن مونږ د سرې میاشتې ادارې له لوري د نورستان کامدیش ولسوالۍ له سیلاب ځپلو ۲۳۳ کورنیو سره د خیمو، خوراکي او نورو اړینو توکو د مرستو لړۍ پیل کړه او هڅه کوو چې لا نورې مرستې هم دې سیلاب ځپلو کورنیو سره وکړو.»
نوموړی وایي، لا هم په هڅه کې دي چې د کامدیش ولسوالۍ سیلاب ځپلو کورنیو سره د نورو موسساتو په همکارۍ مرستې ترسره کړي.
تیره اونۍ د نورستان د کامدیش ولسوالۍ د مهردیش کلي کې د سختو سیلابونو له امله ۱۳۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او سلګونه نور خلک زیانمن شوي ول.