سلسله علي خېل

د سلسلې علي‌خېل له اختطافه څه پوهېږو؟

خبریاله: سکینه امیري

ژباړن: بهادرخان رحماني

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د چنګاښ په ۲۵مه د جمعې له غرمې وروسته، اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور سلسله علي‌خېل وتښتول شوه. دې پېښې افغانستان کې له سیاستوالو تر خلکو او ان د طالبانو تر ډلې پراخه غبرګونونه ځان سره لرل. د پاکستان لوړپوړي چارواکي او له هغې ډلې لومړي وزیر عمران خان سمدستي اعلان کړه چې د دې پېښې په اړه هراړخیزه څېړنې پیلوي.

د عمران خان د ورکړل شوي مهلت پای ته رسېدو سره، د سلسلې علی‌خېل د اختطاف دوسیې څارلو لپاره، د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د چنګاښ په ۲۹مه نېټه وویل، چې اغلې علي‌خېل اختطاف شوې نه ده، بلکې دا د پاکستان «بدنامولو» لپاره یوه پېښه جوړه شوې ده.

هغه ویلي دي چې څېړونکو د امنیتي کمرو د ۷۰۰ ګړیو وېډیو لیدلې او ۲۰۰ ټکسیانې یې پلټلي، خو د اختطاف هېڅ داسې شواهد یې نه دي موندلي.

د رشید احمد دا څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکي ناندرۍ زیاتې کړې او دواړو خواوو یو بل د نامسلکي نظرونو په وړاندې کولو تورن او د خپلو دیپلوماتیکي مامورینو په ورغوښتلو یې د دیپلوماتیکي اړیکو په کمولو خبرداري سره ورکړل.

سلسله علي‌خېل څوک ده؟ څرنګه وتښول شوه؟ د هغې اختطاف ته غبرګونونه څرنګه ول؟ ایا د پاکستاني چارواکو څرګندونې نامسلکي دي؟ او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وروستی ګام څه دی؟ په دې راپور کې هڅه شوې چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې د خبرو سرچینو له خوا د مالوماتو په وړاندې کولو، دې پوښتنو ته ځواب ورکړل شي.

سلسله څوک ده؟

سلسله علي‌خېل اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفیر نجیب‌الله علي‌خېل لور ده. هغې ښوونځی په کابل او اتریش هېواد کې سرته رسولی دی او د کانکور ازموینې له لارې د کابل پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو ته یې لار وموندله.

سلسله ۲۶ کاله عمر لري او ټاکل شوې وه چې خپلې لوړې زده‌کړې کابل کې پای ته ورسوي، خو په هنګري کې د خپل پلار تر سفیر کېدو سره، د «کاروینوس» پوهنتون کې شامله شوه. د لیسانس دورې پای سره، سلسلې خپلې دوه ماسټرۍ یوه د پاریس Science Po پوهنتون کې د نړیوال امنیت څانګه کې او بله د Freice University پوهنتون د جنګ او سولې مطالعاتو څانګه کې پیل کړې. سلسلې پاکستان کې د هغې د پلار سفیر کېدو او د کرونا زیاتېدو او ښارونو کې د قرنطین لګولو سره، د خپلې کورنۍ لیدو لپاره اسلام‌اباد ته تللې وه او خپلې زده کړې یې له پاکستانه په انلاین بڼه څارلې. اروپا ته د تلو نیت یې لاره، خو اختطاف کېدو یې برنامې او د افغانستان او پاکستان اړیکې یو نوي فاز ته دننه او ناندریزې کړې.

«بل ځل ستا نوبت»

د چنګاښ په ۲۵مه د جمعې ورځې له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې، اغلې علي‌خېل د پېرلو لپاره د دیپلوماتانو اوسېدو سیمې ته نږدې یو محلي بازار ته ځي. هغه له لس دقیقو توکو پېرلو وروسته، ټکسي ته پورته کېږي. چلوونکی لاره کې ودرېدو سره، یو کس د مسافر په نوم پورته کوي. هغه کار چې د اغلې علي‌خېل د نیوکې لامل کېږي. د وړاندې شویو مالوماتو له مخې، د نوموړې دا اعتراض د پورته شوي سړي د ښکنځلو او کوتک وهلو ځواب سره مخ کېږي.

تازه پورته شوی سړی تندو او سپکو خبرو سره سلسلې ته ښکنځلې کوي او وهي ډبوي یې. له غرمې وروسته شاوخوا شپږ بجې، سلسله خپل ځان له خټو او کثافاتو ډک یو ځای کې له پرې شویو کالیو او په خټو لړلې ویني. اغلې علي‌خېل په هماغه حالت، د ښار یو پارک ته ځي او له هغې ځایه د افغانستان د سفیر سکرتر سره اړیکه کوي او خپل ځای ته تللو لپاره مرسته غواړي.

بهرنیو چارو وزارت کې د سرچینو او د سلسلې د هغو روغتیایي ازمویښتونو له مخې چې پاکستان او ترکیې کې شوي، د وړاندې شویو مالوماتو پر بنسټ، تښتوونکو د سلسلې لاس او پښې د بې هوښۍ حالت کې تړلي او شکنجه کړې یې ده.

هغوی له شکنجې وروسته، د سلسلې کالیو غوڅولو سره، لاس او پښې یې خلاصې او هغه یې په یوې سیمه کې چې له کثافاتو ډک و، له سیمکارت پرته یو ټیلیفون او د کلدارو د یو پنځوسي بانک‌نوټ سره د خټو منځ کې غورځولې ده. په یاد پنځوسي لیکل شوي ول چې «بل ځل ستا نوبت» چې په ښکاره یې خبرداری په خپله سفیر ته و.

تښتوونکو سلسله د کلدارو د یو پنځوسي بانک‌نوټ سره د خټو منځ کې غورځولې وه. په یاد پنځوسي لیکل شوي ول چې «بل ځل ستا نوبت» چې په ښکاره یې خبرداری په خپله سفیر ته و.

د روغتیایي مالوماتو پر بنسټ، له هغې سره چې تښتوونکو د سلسلې کالي غوڅ کړي، خو پر هغې یې تجاوز نه دی کړی. ازموینې دغه راز ښیي چې اغلې علي‌خېل له پېښې وروسته تراوسه په تروما اخته ده او له عصبي شوک او وحشتناکه خوبونو رنځ وړي.

غبرګونونه

د اغلې علي‌خېل له اختطاف او شکنجې وروسته، بهرنیو چارو وزارت د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني په امر، له پاکستانه خپل سفیر او ډیپلوماټان کابل ته راوغوښتل. د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي چې دا ګام د افغانستان سفیر د لور تښتوونکو نیولو او محاکمې په ګډون د ټولو امنیتي ګواښونو بشپړ رفع کولو پورې اخیستل شوی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دغه راز کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او پاکستان کې د افغانستن د سفیر د لور د اختطاف او شکنجې په اړه د څېړلو او وضاحت غوښتنه یې وکړه.

پر دې سربېره، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپل ټوېټر ولیکل چې د سلسلې علي‌خېل زورول لومړۍ پېښه نه ده، بلکې د ډیپلوماټانو زورول د پاکستان د دولت کار دی. ښاغلي صالح په دوام کې لیکلي چې د پاکستان دولت، هغه دیپلوماتان چې د دې هېواد سیاست سره سم چلند و نه کړي، د زورونې لاندې یې نیسي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي دا پېښه ټکان ورکوونکې یاده کړه او سخته یې وغندله.

ښاغلي عبدالله یوې اعلامیه کې ویلي چې د نړیوالو کنوانسیونونو او میثاقونو پر بنسټ، د دیپلوماتانو او کورنیو یې د امنیت ټینګښت د کوربه دولتونو دنده ده او د اوسنیو سختو او حساسو شرایطو کې داسې پېښې د عمومي ذهنیتونو ګډوډولو لامل کېږي.

د افغانستان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه‌پال پر خپل ټوېټر طالبان د دې پېښې مسوول ګڼلي دي. د طالبانو ډلې پخواني غړي عبدالسلام ضعیف هم پاکستان کې د افغانستان د سفیر د لور اختطاف او شکنجه، د ټولو افغانانو د پت خبره یاده کړې ده.

دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په یو ټوېټ کې پاکستان کې د «یوې افغانې انجلۍ» اختطاف د «اسلام او بشریت پر وړاندې ګام» وباله او سخت یې محکوم کړ. ښاغلي نعیم وویل، له پاکستانه غواړي چې د دې پېښې عاملینو نیولو او مجازاتو ورکولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

پاکستان کې د سلسلې علي‌خېل اختطاف او شکنجې رسنیزکېدو او غبرګونونو زیاتېدو وروسته، د دې هېواد لومړي وزیر عمران خان د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ته ۴۸ ګړۍ وخت ورکړ چې د سلسلې علي‌خېل د تښتونې عاملین ونیسي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د عمران خان په امر، د څېړونکي پلاوي مشر وټاکل شو. د ټاکل شوي وخت پای ته رسېدو سره، د پاکستان کورنیو چارو وزیر د چنګاښ په ۲۹مه یوې خبري ناسته کې وویل چې اغلې سلسله علي‌خېل اختطاف شوې نه ده، بلکې دا د پاکستان «بدنامولو» لپاره یوه پېښه ده.

خو د هېواد بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي سره ټیلیفوني خبرو کې، دا څرګندونې نامسلکي نظرونه او د څېړنو له وخت وړاندې قضاوتونه یاد کړل.

ولې د نظرونو څرګندتیاوې نامسلکي دي؟

بهرنیو چارو وزارت کې د سرچنیو وړاندې شوي مالومات ښیي چې پولیس او مسووله وګړي د سلسلې علي‌خېل د دوسیې څېړنه، د هغې وضعیت مستندکولو پرته، د تکراري او نااړونده پوښتنو مطرح کولو سره، د سفیر لور تر نامسلکي پوښتنو ګروېګنو لاندې نیولې ده.

طبي مالومات ښیي چې سلسله علې‌خېل له تښتولو وروسته شکنجه شوې ده.

د اغلې علي‌خېل د دوسیې څېړنې مسوول شپږکسیزه ډلې دغه راز هڅه کړې چې د قرباني تر فشار لاندې نیولو سره، د سلسلې د اختطاف او شکنجې اصلي قضیه ناسمه او سرچپه وښیي.

مالومات ښیي چې د واقعیت خلاف څېړونکې ډلې د خپلو ارزونو پایله کې راوړي چې اغلې علي‌خېل د چنګاښ په ۲۵مه د جمعې په ورځ په ۴۰ تر ۴۵ درجې هوا کې په ورته ساعتونو او وخت کې، بېلابېلو ځایونو کې وه او ښار کې د پنځو ګړیو لپاره له دریو ټکسیو سره ګرځېدلې ده. هغه څه چې اغلې علي‌خېل یې ردوي او ویلې یې دي چې خپل کوچني ورور ته د یو کلیدبند اخیستلو لپاره، یوازې د دیپلوماتانو د اوسېدو ځای ته نږدې یو سیمه‌ییز بازار ته تللې او دې پېرلو لس دقیقې وخت اخیستی دی.

سلسله علي‌خېل د دیپلوماتیک خوندیتوب لرلو سره له امن سیمې تښتول شوې ده. دې امر د افغانستان او پاکستان اختلاف زیات کړی دی.

له کابله اسلام‌اباد ته د پلاوي تګ

د هېواد بهرنیو چارو وزارت د سلسلې علي‌خېل د اختطاف پېښې څارلو لړۍ پر چټکېدو بیاځلي ټینګار ترڅنګ، یوې اعلامیه کې ویلي چې ټاکل شوې روانې اونۍ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی د سلسلې علي‌خېل د اختطاف قضیې په اړه د ګډو څېړنو او مالوماتو شریکولو لپاره اسلام اباد ته لاړ شي.

د دې اعلامیې له مخې، طبي راپورونه او نور لاسته راغلي مدرکونه، ښیي چې اغلې علي‌خېل د چنګاښ په ۲۵مه له اختطاف وروسته، د شکنجې او د جسمي او روحي تاوتریخوالي لاندې راغلې ده.

دې وزارت ټینګار کړی چې هېڅ داسې دلیل نه شي کولی، هغه جنایت چې د طبي راپورونو او مدرکونو پر بنسټ په ثبوت رسېدلی، توجیه کړي.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د پاکستان دولت د نړیوالو میثاقونو او ژمنو له مخې، دا هېواد اړ دی چې د سیاسي استازولیو او د افغان دیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو بشپړ امنیت تامین کړي.

تر ټولو امن ځای

اسلام‌اباد د نړۍ یو تر ټولو امن ښارونو شمېرل کېږي او بهرني دیپلوماتان په دې ښار کې تر ټولو امن ځای (F7-2) کې اوسېږي. سفیران او کورنۍ یې د اروپایي هېوادونو دیپلوماتانو په ګډون د ښار په دې ځای کې له ساتونکو پرته دي.

هغوی ان په بازارونو، رستورانتونو، پارکونو، د ښار دننه لوبغالو او د هغې شاوخوا کې له ساتونکو پرته پیاده ګرځي او ځینې یې په بایسکل ځي راځي. افغان دیپلوماتان هم له دې امره مستثنا نه دي.

افغان دیپلوماتان له تېر وخت راهیسي تر اوسه، ساتونکي نه لرل او نه هم کوربه هېواد پرې ټینګار کړی دی. افغانستان کې چارواکي دې مسلې ته په کتو، د اغلې علي‌خېل اختطاف یو منظم یا سازمان‌شوی جنایت بللی او د پاکستان له لوري د هراړخیزه څېړنو غوښتنه یې کړې ده.