لغمان کې عالمان

افغان عالمان پاکستان ته: د طالبانو له ملاتړ او د افغانستان داخلي چارو کې له لاسوهنې لاس واخلئ

اطلاعات روز: د ختیځو ولایتونو دیني علماوو پر پاکستان غږ وکړ چې د طالبانو له ملاتړه دې لاس واخلي او افغانستان کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي.

لغمان کې لسګونه دیني علماوو نن (چهارشنبه، ۱۳ د زمري) د سولې او نظام په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې هېواد کې وروستی امنیتي حالت د اندېښنې وړ باله او د وسله والو طالبانو له لوري پیل شوې جګړه یې افغان وژنه او د روان وضعيت څخه د خلاصي لپاره یې خلک د حکومت ننګي ته راوبلل.

دیني عالم مولوي عبدالله د پاکستاني علماوو هغه څرګندونې وغندلې چې په افغانستان کې یې جګړه روا بللې وه او هم یې پر اسلام اباد غږ وکړ چې د وسله والو طالبانو له ملاتړ او د هیواد په داخلي چارو کې له مداخلې دې لاس واخلي.

مولوي عبدالله زیاته کړه: «مونږ په هیواد کې روانه جګړه ناروا بولو او له وسله والو طالبانو غواړو چې نور دې له افغان وژنې لاس واخلي او سوله دې وکړي، ځکه دا جګړه په ښکاره د پآکستان له لوري پیل شوې او هیڅ وخت افغانانو ته د منلو نه ده هیله ده، چې پاکستان د طالبانو له تمویل لاس په سر شي او هم یې له علماوو غواړو چې په افغانستان کې دې د جګړې په اړه فتواوې نه ورکوي.»

د غونډې ګډونوالو د سولې په ټپه دریدلو خبرو د ژر پیل غوښتنه وکړه او ویې ویل، که روانه جګړه پای ونه موموي هیواد به له لوی ناورین سره مخ شي.

دیني عالم مولوي فخر الدین اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د جګړې دوام د افغانستان سربیره د سیمې هیوادونو لپاره هم خطرناکې پایلې ولري.

دیني عالم مولوي فخر الدین: «که چیرې د سولې خبرې بیا پیل نشي او روانه جګړه ونه دریږي خو ضرور به په هیواد کې یو لوی ناورین رامنځته شي او دلته به خلک له سختو ستونزو سره مخ شي، نوره روانه جګړه مونږ ته د زغم وړ نه ده له ښکیلو خواوو غوښتنه کوو، چې جګړه ودروي که نه نو خلک مجبور دې یو اقدام وکړي.»

دوی وایي، نور هیڅ افغان ته په هیواد کې روانه جګړه د زغم وړ نه ده او که جګړه پای ونه مومي وسله وال طالبان به د ولسي خلکو له ملي پاڅون سره مخ شي.

مولوي الله یار اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې  پر نړیوالې ټولنې او ځانګړي توګه ګاونډ‌یو هېوادونو غږ وکړ، چې د سولې لپاره دې صادقانه هڅه وکړي چې په افغان روان ناورین پای ته ورسيږي.

مولوي الله یار زیاتوي: «هیڅ افغان ته نور په هیواد کې جګړه د زغم وړ نه ده او زمونږ غوښتنه دا ده که جګړه ونه دریږي او پای ونه مومي، نو وسله وال طالبانو به د افغانانو له ولسي پاڅون سره مخ شي او مقابل لوري ته به سخت ځواب ورکړي، هیله ده جګړه ودریږي او په هیواد کې امن او سوکالي راشي.»

د ختیځو ولایتونو د يني علماوو د جګړې بندېدو غوښتنه داسې مهال کوي، چې د پلازمېنې کابل او نورو ولايتونو سربیره د ختيځ زون په بېلا بېلو سيمو کې ولسي خلک لارو او واټونو ته راووتل او د دامنيتي ځواکونو په ملاتړ يې د تکبير نارې ووهلې.