بهسودو پل

ننګرهار کې د ځمکې پر سر خپلمنځي شخړه کې درې تنه وژل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د خپل منځي شخړې له امله درې تنه وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان نن (چهارشنبه، ۱۳ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه د بهسود ولسوالۍ اړوند «دوبیله میرک» سیمه کې د دوه کورنیو ترمنځ د ځمکې په سر شخړه رامنځته شوې، چې پرمهال یې درې تنه وژل شوي، چې دوه یې د یوې کورنۍ او یو یې د مقابلې کورنۍ غړی دی.

نوموړی وایي، پولیس په وخت سیمې ته رسیدلي چې د یادې قضیې په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.

فرید خان زیاته کړه: «تیره شپه شاوخوا نهه بجې د بهسود ولسوالۍ میرک بیلې سیمه کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ د رامنځته شوې لانجې له امله درې تنه وژل شوي چې دوه یې د یوې کورنۍ او یو یې د بلې کورنۍ دی د پېښې په تور دوه تنه نیول شوي دي.»

له دې وړاندې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم د ورته پېښې له امله د دوو کورنیو شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.