اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې یې د وژلشویو واکیسناتورانو د وژنې په تور دوه تنه چې د داعش ډلې غړي دي، نیولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (چهارشنبه، ۱۳ د زمري) اطلاعات روز ته وویل، تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت بهسود ولسوالۍ اخندزاده کلي کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي دي.
د هغه په وینا، د ځانګړو ځواکونو په دې عملیاتو کې ننګرهار لپاره د داعش ډلې د هدفي وژنو غړی او یو بل شکمن کس نیول شوي دي.
د خوږیاڼي په خبره د لومړنیو مالوماتو له مخې د داعش ډلې د هدفي وژنو نیول شوی غړی، موده وړاندې په جلالاباد ښار کې د دریو ښځینه واکسیناتورانو په وژنه کې هم دخیل دی.
خوږیاڼي زیاته کړه: «د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې اخندزاده کلي کې ملي امنیت د شپنیو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې هغه غړی نیولی چې دې ولایت کې د واکسیناتورانو په وژنه کې یې لاس درلود.»
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.