ځواکونه

د ګردېز ښار څنډې د جګړو په ډګر بدلې شوې

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي، امنیتي مسوولین دې د ښار امنیت ساتنې لپاره کوټلي ګامونه واخلي، د دوی په وینا، چې وسله والو طالبانو د ښار اړونده د کمربند په ځینو امنیتي پوستو بریدونو ته زور ورکړی دی.

دوی په داسې مهال یو ځل بیا د جګړې په زیاتېدو اندېښمن شوي، چې اوس مهال افغان ځواکونه له وسله والو طالبانو سره د مرکز ګردېز اړوند په ابراهیم خېلو او سیدکرم ولسوالۍ کې په جګړه بوخت دي.

مدني فعال سیدجمال الدین اصف خېل اطلاعات روز ته وویل، له څه مودې راهیسې وسله وال طالبان هره شپه د کمربند په امنیتي پوستو شدیده جګړه کوي او له تلفاتو سره مخ کیږي.

د نوموړي په خبره، که امنیتي ادارې د وضعیت له خرابېدو وړاندې کوټلي ګامونه وانخلي، نو په لوی لاسه به د سویل ختیځ زون مرکز پکتیا د طالبانو له خوا سقوط او ګڼو عامه تاسیساتو ته به زیان واوړي.

اصف خېل وویل: «پکتیا کې جګړې زور اخیستی، په ولسوالیو کې خو بېغوري وشوه، هغه خو په لوی لاس طالبانو ته په واک کې ورکړل شوې، اوس له څو ورځو راهیسې جګړې د ښار په څنډو کې زور اخیستی، د کمربند پوستو کې سرتیري ټپیان شوي او په ورځو، ورځو هغوی خپل ټپیان له همدې نږدې ساحې نشي راانتقالولی، امنیتي مسوولین دې نوره بېغوري پرېږدي او لاس په کار دې شي.»

د دې ولایت د مرکز اړوند د ابراهیم خېلو سیمې اوسېدونکی سردار ګل هم د روانو نا امنیو په اړه سخت اندېښمن دی، نوموړي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د فقیر خاک په امنیتي قرار ګاه برید وکړ، چې دواړه خواو ته په کې ځاني زیان اوښتی او یاده قرار ګاه هم طالبانو نیولې ده، د سردار ګل په وینا که د دې وضعیت لپاره اقدام و نه شي، نو وسله وال طالبان به ښار ته داخل شي.

هغه وايي: «زمونږ ابراهیم خېل، چې پخوا یوه با امنه سیمه وه، اوس هلته ټول طالبان دي، هغه امنیتي پوستې، چې د لومړۍ حوزې اړونده دي، هغه هم د جګړو ښکار شوې دي، بېګاه دلته یوه لویه قرار ګاه طالبانو ونیوله او تر سهاره ورباندې جګړه روانه وه.»

د نوموړي په خبره، که امنیتي ادارې د وضعیت له خرابېدو وړاندې کوټلي ګامونه وانخلي، نو په لوی لاسه به د سویل ختیځ زون مرکز پکتیا د طالبانو له خوا سقوط او ګڼو عامه تاسیساتو ته به زیان واوړي.

د پکتیا ولایتي شورا بیا د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ځايي خلکو ژوند ته اندېښنه څرګندوي او وايي، هلته میشت خلک له ګڼو روغتیايي او نورو ستونزو سره مخ دي، خو طالبان دا ادعا ردوي.

د یادې شورا ریس عبدالمالک ځاځي اطلاعات روز ته وویل، چې د دوی د مالومات له مخې، چې د ولسوالیو خلکو ته طالبان دا اجازه هم نه ورکوي، چې له خپلو سیمو کډې وکړي او د برمتې په ډول یې ایسار کړي دي.

هغه زیاتوي، چې طالبانو د هغو خلکو د نیولو لپاره هم هڅې پیل کړې، چې له دې وداندې یې د دوی په ضد په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت کړی دی.

مالک ځاځي وویل: «زمونږ د هغو ولسوالیو د خلکو ژوند ډېر سخت شوی، چې اوس پرې وسله وال طالبان واک چلوي، هلته روغتیايي مرکزونو ته هم په ډېرې سختۍ خلک لاسرسی لري، درمل نشته، په خلکو یې د ګرځېدو برخه کې هم محدودیتونه لګولي او هلته ټولې پراختیايي پروژې په ټپه ولاړې دي.»

د امنیتي وضعیت په اړه بیا د تندر قول اردو او امنیه قومندانۍ مسوولین خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د وسله والو طالبانو د هر ډول بریدونو مخنیوي لپاره یې پوره چمتوالی نیولی دی.

په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند جګړن ایمل مومند وايي، وسله والو طالبانو تبلیغات پیل کړي، چې په ګردېز ښار برید کوي او د نیولو لپاره یې چمتوالی نیولی دی، خو د هغه په وینا، چې د دې هر ډول بریدونو لپاره افغان ګډو ځواکونو پوره چمتوالی نیولی دی.

مومند زیاته کړه، چې د وسله والو طالبانو خلاف به هم ډېر ژر پراخه چاڼیز عملیات پیل شي.

نوموړي وویل: «زمونږ ولس دې په دې ډاډه و اوسي، چې لاهم ستاسو امنیتي او دفاعي ځواکونه شته، د مخالفینو د ځپلو وړتیا لري، کوم تبلیغات چې طالبانو اوس پیل کړي، نا ناسم دي او د ښاریانو د وېرولو لپاره دا کار کوي، خو که بیا هم دوی کوم برید ترسره کاوه، افغان ګډ ځواکونه به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.»

د پکتیا ولایتي شورا بیا د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ځايي خلکو ژوند ته اندېښنه څرګندوي او وايي، هلته میشت خلک له ګڼو روغتیايي او نورو ستونزو سره مخ دي، خو طالبان دا ادعا ردوي.

په همدې حال کې بیا د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی اطلاعات روز سره په ځانکړې مرکه کې، د ګردېز ښار د امنیت تامین ډآډ ورکړ، نوموړي وویل، چې له نورو امنیتي ارګانونو سره یې په ګډه د ښار کمربند قوي کړی او کولی شي، چې د طالبانو د هر ډول بریدونو مخنیوی وکړي.

باقي زوی په دې اړه وايي: «په دې وروستیو کې مو مخالفینو ته درانه تلفات اړولي، مونږ په سیدکرم کې دوی ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی، او بله د ښار د امنیت په اړه، زه بیا هم ښاریانو ته په پوره ډآډ سره ویلی شم، چې د طالبانو د جګړې په اړه هیڅ تشویش ونه کړي، مونږ قوي کمربند جوړ کړی او کولی شي، چې هر ډول برید ته کلک ځواب ووایي.»

د پکتیا د امنیتي وضعیت په اړه په داسې مهال یو ځل بیا اندېښنې ډېرې شوې، چې دوه ورځې وړاندې د هیواد د ملي امنیت پخواني ریس رحمت الله نبیل په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و، چې وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت د نیولو لپاره په چمتوالي بوخت دي او په ګردېز ښار برید ترسره کوي، خو د هغه په ځواب کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان تورن جنرال دادان لونګ طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې د ښار په اړه به یې عادي حرکت هم د دوی په سختې مرګ، ژوبلې تمام شي.