پکتیا سوداګریزه لاره

د طالبانو جېبونو ته د پیسو تللو مخنیوي هڅه؛ حکومت پاکستان سره د پټان سوداګریزه لار تړلې

خبریال: حبیب الله سراب

په پکتیا کې د ۹ ولسوالیو له سقوط وروسته افغان حکومت پریکړه وکړه، چې پاکستان سره د پټان پر سوداګریزې لارې له یاد هیواد سره د توکو لېږد رالېږد بند کړي. افغان چارواکو دا پریکړه د دې لپاره وکړه، چې د راوړوونکو توکو د ګمرک پیسې د وسله والو طالبانو جیبونو ته لاړې نه شي. د ولسوالیو له سقوط او د افغان حکومت له دې پریکړې وروسته نه یوازې دا چې عواید راکم شوي، بلکې هلته یې د سیمې د خلکو په کاروبار هم منفي اغېز کړی دی.

د ډنډپټان ولسوالۍ اوسېدونکی ملک بهرام اطلاعات روز ته وویل، چې پخوا د ګردېز – پټان لاره له پاکستان د سوداګرۍ په مخ پرانیستې وه او هره ورځ به لسګونه بار موټر له کرښې دې غاړې ته راتلل، خو د هغه په وینا د ګمرک له بندېدو وروسته یې د دوی په کاروبار هم ډېر زیات منفي اغېز کړی دی.

بهرام وايي، د خلکو د تګ راتګ لپاره دوی د کرښې په خوا کې افغان سوداګرو او مساپرو ته هوټل پرانیستی و، خو یاد هوټل اوس د اشپزانو معاش هم نشي پوره کولی.

نوموړي وویل: «اول خو حکومت او ولس دا تاوان وکړ، چې مهمې ولسوالۍ یې له لاسه وکړې، بیا چې کله طالبانو ته له سوداګرو د ګمرک په نوم پیسې اخیستل پیل کړی، نو له مرکزه دا پریکړه چې ګمرک او لاره به تر نامالومې نېټې بند د سوداګرۍ په مخ بنده وي، زما هوټل اوس خپل سر هم نشي پوره کولی.»

بهرام وايي، د خلکو د تګ راتګ لپاره دوی د کرښې په خوا کې افغان سوداګرو او مساپرو ته هوټل پرانیستی و، خو یاد هوټل اوس د اشپزانو معاش هم نشي پوره کولی.

د دې لارې یو بل موټر چلوونکي جمال څمکني چې پخوا به یې له پاکستان څخه د پټان په لاره چرګې راوړلې اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې د لارې له تړل کېدو وروسته یاد کاروبار ته ده هم شاه کړه او موټر یې اوس په کور درولی دی.

نوموړی له امنیتي مسوولینو غوښتنه کوي، چې د سقوط شویو ولسوالیو د بیرته نیولو لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي، تر څو په پټان او څمکنیو کې د یادې سوداګریزې لارې له امله خلکو ته روزګار پیدا شي.

هغه وايي: «د لارې له تړل کېدو وروسته مونږ ډېر زیات تاوان وکړ، خو زه بیا هم د حکومت دا اقدام ستایم، دا چې د ګمرک پیسې د جګړې لپاره طالبانو اخیستې ښه دا شوه، چې لاره یې د سوداګرۍ په مخ وتړله، خو زمونږ غوښتنه دا ده، تر څو ښه قوي عملیات ترسره کړي او دغه ولسوالۍ چې حکومت ته ډېرې مهمې دي، بیرته ونیسي.»

و مو غوښتل، تر څو په دې اړه د پکتیا د ولایتي چارواکو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغوی په دې موضوع کې له نظر ورکولو ډډه وکړه، په پکتیا کې د سوداګرۍ په مخ د ډنډپټان لاره له ګاونډي پاکستان سره له تړل کېدو رووسته د خوست په غلام خان بندر د توکو لېږ رالېږ د پام وړ زیات شوی دی، په یاده لاره د افغان سوداګور مالونه د کراچۍ بندر له لارې چین او نورو هیوادونو ته لېږدول کیږي او له هغه ځایه بیا د چین بېلابېل توکي د غلام خان بندر له لارې خوست ولایت ته راوړل کیږي.

یاد بندر دوه میاشتې وړاندې د سیمې له هېوادونو سره د ترانزیتي توکو لیږد، رالیږد لپاره پرانیستل شو، چې له امله یې له د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږ په نورمال شکل دوام پیدا کړی دی.

د خوست والي مهمند کټوازی وايي، په دې لاره هره ورځ لسګونه کانټینره خوراکي او نور توکي د کراچۍ بندر له لارې چین او له هغه ځایه خوست ته راوړل کیږي، نوموړي زیاته کړه، چې د یادې ترانزیتي لارې له خلاصون وروسته د خوست ګمرک په عوایدو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلي کټوازي داسې وویل: «خوشبختانه، چې مونږ د غلام خان بندر د ترانزیت په مخ پرانیستی او اوس له دې لارې د کراچۍ بندر او له هغه ځایه چین ته مالونه لېږدول کیږي او بیا د چین او ځینو نورو هیوادونو توکي زمونږ سوداګر په ډېرې اسانۍ سره دلته هیواد ته راوړي.»

د دې لارې یو بل موټر چلوونکي جمال څمکني چې پخوا به یې له پاکستان څخه د پټان په لاره چرګې راوړلې اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې د لارې له تړل کېدو وروسته یاد کاروبار ته ده هم شاه کړه او موټر یې اوس په کور درولی دی.

مهمند کټوازي زیاته کړه، چې د خوست غلام خان بندر لاره له فساده خوندي او سوداګرو ته د کراچۍ- کابل په نسبت ۸۰ کیلومټره نږدې او سوداګرو ته په کې د پام وړ ګټه رسیږي.

هغه داسې وویل: «دا لاره نه یوازې چې سوداګرو ته له امنیتي خنډونو خوندي دی، بلکې فساد په کې نشته، د کابل څخه کراچۍ ته دا لاره ۸۰ کیلو متره کراچۍ بندر ته نږدې دی او سوداګرو ته ارزانه تمامیږي، نو د دې لارې له برکته د خوست عواید هم لوړ شوي دي.»

په همدې حال کې بیا د سوداګرو د اتحادیې مشر انور افغان هم د غلام خان بندر پرانیستل د سوداګرۍ د لاپراختیا لپاره مهمه او ارزانه لاره یادوي او وايي، له ګمرکي ستونزو او امنیتي خنډونو پرته په ډېرې اسانۍ سره ملي سوداګر خپل توکي د خرڅلاو لپاره بهرنیو هیوادونو ته لېږدوي.

افغان وايي: «مونږ ته دا لاره د نورو په نبست ډېره ارزانه او له ځنډ پرته تمامیږي، یو خو په دې لاره کې د نورو په نسبت ستونزې سوداګرو ته ډېرې کمې دي او بل لنډه ده او ملي سوداګر په کې ښه ګټه تر لاسه کوي، نو په دې لاره به د توکو صادرات او واردات نور هم لوړیږي او هغه توکي، چې پخوا به د ستونزو له امله په لارو کې خرابېدل، مخنیوی شوی وي.»

په خوست کې ملي سوداګر محمد سرور اطلاعات روز ته وویل، چې ډېری سوداګرو د خپلو مالونو د پروخت وړلو او راړولو لپاره د خوست غلام خان لاره غوره کړې، چې د هغه په خبره دا لېږد رالېږد به نور هم زیات شي.

نوموړي وویل: «پخوا چې دا لاره ترانزیټ نه وه، نو سوداګرو به دې ته زړه نه ښه کاوه، چې خپل توکي له دې لارې پاکستان او نورو هیوادونو ته انتقال کړي، خو ولې د توکو د صادراتو او ورارداتو لپاره اوس سوداګرو دا لاره غوره ګرځولې او هڅه کوي، چې له دې لاره خپل توکي ولېږدوي او یا یې هیواد ته را انتقال کړي.»

په خوست کې ملي سوداګر محمد سرور اطلاعات روز ته وویل، چې ډېری سوداګرو د خپلو مالونو د پروخت وړلو او راړولو لپاره د خوست غلام خان لاره غوره کړې، چې د هغه په خبره دا لېږد رالېږد به نور هم زیات شي.

دغه راز دخوست ولایت دسوداګرۍ خونې مسؤلین دغلام خان بندر پرانستل دسوداګرۍ اوترانزیټ دلاپراختیا لپاره ګټوربولي او په خبره یې چې دا لاره د ترانزیټ له اړخه دهېواد دعوایدو کچه لوړوي.

د یادې خونې ریس نواب امیرزي اطلاعات روز ته وايي: «غلام خان لاره زمونږ یوه هیله وه، مونږ دې ته کلونه انتظار کړی و، تر څو دا لاره ترانزیټ شي، اوس چې په ترانزیټ بدله شوې، درې ګټې یې هیواد ته رسیږي، لوموړی دا چې عواید ورسره لوړیږي، د سیمې په پرمختګ کې مهم رول لوبوي او بل د بې روزګاره خلکو کاروبار ورسره چلیږي.»

په پکتیا کې د پټان لویه لاره چې پکتیا والو یې بار بار له حکومت څخه د ترانزیټ کولو غوښتنه کړې وه او ځینې چارې یې بشپړې شوې هم دي، خو د جګړو په زیاتېدو او د ولسوالیو له سقوط وروسته یاده لاره له نامالوم برخلیک سره مخ شوې ده، د غلام خان بندر هم په ۲۰۱۴ م کال کې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پرمهال تړل شوې وه، اوس یاده لاره د هر ډول تجارت په مخ پرانیستې ده،  خو سوداګر وايي، دا لاره لاهم د هېواد د نورو بندرونو په څېر اړونده اسانتیاوې نه لري.