پکتیا

د پکتيا امنيتي مسوولين: ځواکونو ګردېز ښار ته د طالبانو د ننوتلو ډله‌ییز پلان شنډ کړی

اطلاعات روز: په سويل ختيځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند جګړن ايمل مومند وایي، تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو له څو خواو په ډله‌ییزه توګه ښار ته د ننوتلو هڅه وکړه، چې د افغان ګډو ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

د ۲۰۳ قول اردو ویاند نن (شنبه، ۱۶ د زمري) اطلاعات روز ته زياته کړه، چې په دې بريدونو کې د بهرنيو جنګياليو په ګډون ۵۵ وسله والو طالبانو ته مرګ، ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي مومند وويل، دا بريدونه د مرکز اړوند په چوڼۍ، قلعه صادق او رباط سيمو کې شوي، چې پر مهال يې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي او له ۲۰ ډېر په کې ټپيان دي.

هغه په يادو نښتو کې د ۵ سرتېرو د وژل کېدو او ۸ نورو د ټپي کېدو پخلی هم وکړ، خو زياتوي چې له وسله والو طالبانو د جګړې په سيمه کې افغان ځواکونو ته وسله او ځينې مهمات هم لاسته ورغلي دي.

د يو بل خبر له مخې همدا تېره شپه په احمد ابا او سيدکرم ولسواليو کې هم درنه جګړه شوې، چې دواړه لوري يو بل ته د مرګ، ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو وسله والو طالبانو بيا د مرکز ګردېز اړوند ساحو کې د نښتو پر مهال دوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.