هوایي برید

هلمند کې د القاعدې شبکې ۳۰ غړي د پوځ هوایي برید کې ووژل شول

اطلاعات روز: د هېواد سوېل لوېدیځ کې د پوځ ځواکونه وایي، چې د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې د پوځ ځواکونو هوایي برید کې، د القاعدې شبکې ۳۰ غړي وژل شوي دي.

د میوند ۲۱۵ قول اردو د یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي، چې دا هوایي برید د تېرې ورځې (جمعه، ۱۵ د زمري) په مازدیګر د مارجې ولسوالۍ د «سیستاني» سیمه کې د «تروریستانو» پر یوې راټولېدنې کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د القاعدې شبکې وژل شوي غړي، پاکستاني اتباع او د هند لویې وچې لپاره د القاعده شبکې غړي ول.

د میوند ۲۱۵ قول اردو دغه راز ویلي چې د پوځ په دې هوایي برید کې، د القاعده شبکې د جنګیالیو دوه عرادې «لنډکروزر» موټر هم ویجاړ شوي دي.

هلمند ولایت د هېواد یو له ناامنه ولایتونو دی، چې پر ځینو سیمو یې بهرني جنګیالي له هغې ډلې د القاعدې او دغه راز طالبان شتون او فعالیت لري. د افغانستان دولت په ځلونو اعلان کړی چې د القاعدې جنګیالي افغانستان کې د طالبانو لیکو کې فعالیت کوي.