پکتیا کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي ماین چاودنه کې وژل شوي

اطلاعات روز: د پکتیا پولیس وایي، د دې ولایت سیدکرم ولسوالۍ کې یو سراچه ډوله موټر د سړک له غاړې په ماین برابر شوی، چې د یوې کورنۍ ۱۲ کسان په کې وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د پکتیا پولیسو قومانداني نن یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره ورځ ناوخته (شنبه، ۱۶ د زمري) د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د سړک غاړې ځای په ځای شوي ماین چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي او ۲ نور په کې ټپیان دي. 

یاده خبرپاڼه وایي، په وژل شویو کې ۳ سړي، ۳ مېرمنې او ۶ ماشومان شامل دي، چې د دې پېښې پر مهال ۲ ماشومان ټپیان شوي هم دي. 

خبرپاڼه وایي، دوی په یوې سراچه ډوله موټر کې سپاره ول او غوښتل یې ځانونه د جګړې له سیمې یو خوندي ځای ته انتقال کړي، خو د «چینو» په سیمه کې ورباندې د سړک له غاړې ځای په ځای شوي ماین چاودنه کړې. 

د پکتیا پولیسو قومانداني زیاتوي چې دغه ماین د طالبانو ډلې له خوا ځای پر ځای شوی و. خو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

له څه مودې راهیسې د پکتیا ولایت د ځینو نورو سیمو په ګډون په سیدکرم ولسوالۍ کې هم جګړو زور اخیستی دی، ځايي اوسېدونکي وايي، د روانو جګړو له امله سلګونه کورنۍ کډه شوې دي. 

دوی په جګړه کې له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي، چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پام وکړي. 

په پکتیا کې دا لومړۍ ځل نه دی، چې د نښتو او ځای په ځای شویو ماینونو له امله ملکي وګړو ته تلفات اړوي، بلکې دې ته ورته ګڼې نورې پېښې هم شوې، خو په جګړه کې ښکېلې غاړې لاهم د ملکیانو  ژوند په اړه بې پروايي کوي.