هاموې

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۷۲ طالبان ووژل شول او ۳۰۹ نور ټپيان شول

اطلاعات روز: ملي دفاع وزارت وایي، تېرې یوې شپې او ورځ کې یې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابلو بریدونو او نښتو کې ۵۷۲ طالبان وژلي او ۳۰۹ نور ټپيان شوي دي.

ملي دفاع وزارت نن (یکشنبه، ۱۷ د زمري) پر خپلې فیسبوکپاڼې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو ډلې ته دغه مرګ – ژوبله یې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې اړولې ده.

یاده خبرپاڼه زیاتوي، چې همداراز یې د یادې ډلې یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات له منځه وړي دي.

د دفاع وزارت خبرپاڼه وایي: «دغه طالبان د ننګرهار، لوګر، غزني، پکتیا، پکتیکا، کندهار، هرات، ارزګان، هرات، فراه، جوزجان، سرپل، فاریاب، هلمند، نیمروز، تخار، کندز، بدخشان او کاپيسا ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان شوي دي.»

دغه خبرپاڼه دغه راز وایي، د دې په خوا کې ۱۴ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

طالبانو ډلې بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.