پي ټي ایم

آیا د پښتون ژغورنې غورځنګ د افغانستان لپاره الهام بښونکی دی؟

خبریال: عباس عارفي

ژباړه: ولوله دهقان

وروسته له هغې چې د هرات او کابل ښاریانو د امنیتي ځواکونو په پلوۍ د «الله اکبر» نارې پورته کړې، یو له هغو کسانو څخه چې د افغانستان څخه بهر دې حرکت ته يې غبرګون وښوده، پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین و، چې د افغانستان د خلکو په ملاتړ یې په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل: «د تکبیر له شعار سره د ښار چوپتیا له ښاره وباسئ. نن ورځ د الله اکبر مقدس شعار د افغانانانو له خوا د سولې، ژوند، ابادۍ، انسانیت ته درناوي او د باثباته افغانستان لپاره کارول کیږي.» منظور پښتین په داسي حال کې د طالبانو د ډلې پر وړاندې د افغانستان د خلکو د حرکت څخه ملاتړ کوي چې متبوع دولت یې د طالبانو په هر اړخیز ملاتړ تورن دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پرته له دی شعارونو د افغانستان د مسایلو پر وړاندی ډیر حساس دي. لکه څنګه چې په دې وروستیو کې په جنوبي وزیرستان کې په یوې لویه غونډه کې، د دې غورځنګ مشرانو د پاکستان او پوځ څخه غوښتنه دا وکړه چې د افغانستان په حکومت کې د لاسوهنو څخه لاس واخلي او د پاکستان له حکومته يې غوښتنه ده چې د افغانستان جنګ ته دې لمن نه وهي. منظور پښتین په خپله فیسبوک پاڼه ویلي: «د دې غونډې ښکاره پیغام دا وه چې هغوی نور نه پریږدي د پښتونخوا خاوره د افغانستان په ضد ورکاول شي.» د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران د افغانستان په اړه د سیاسي پولو څخه پورته فکر کوي او د لوی پښتونستان پر ایډیا یا نظر باور لري. په همدې دلیل د دې غورځنګ د مشرانو اړیکې د افغانستان له مشرانو سره ښې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین-انځور/ د نوموړي له فیسبوکپاڼې

د پښتون ژغورنې غورځنګ  ۲۰۱۸ کال د جنوري میاشت کې هغه وخت رامنځته شو چې نقیب الله مسید، ځوان سوداګر د کراچۍ ښار کې د پولیسو له خوا ووژل شو. د دې پیښې په اعتراض په لومړي پړاو کې «د مسید ژغورنې غورځنګ» ډېری اسماعیل خان کې را منځته شو او له لږ ځنډ وروسته دا لاریون د پاکستان پلازمینه اسلام آباد ته ورسیده. ورسته له لسو ورځو څخه په زرګونه لاریونکوونکي د پاکستان له مختلفو ښارونو څخه له دې غورځنګ سره یو ځای شول او دا اعتراضي حرکت «پښتون ژغورنې غورځنګ PTM ته تغییر وکړ.» د دې غورځنګ مشري منظور احمد پښتین په غاړه درلوده او د دې اعتراضي غورځنګ غوښتنه ښکاره وه؛ د پاکستان پوځ دې د پښتنو فعالانو وژل په قبایلي سیمو کې بند کړي او د پښتنو سیاسي فعالان دې د پاکستان له بندخونو راخوشې کړي.

سره له دی چې د پاکستان حکومت د مدني غورځنګ غوښتنو پر وړاندی له تاوتریخوالي او ځپلو کار واخیست او هغوی یې په افراطیت او ګډوډۍ تورن کړل، خو دا اعتراضي حرکت لا هم په مدني ډول مخ ته لاړ او د دې خوځښت له تاوتریخوالي پرهیزه اړخ د پاکستان پر سیاسي او ټولنیزې تندې فضا غلبه وکړه. د پښتون ژغورنې مدني غورځنګ په ټولنیز ډول رامنځته شو او دوام یې وکړ چې له پخوا څخه هلته تاوتریخوالي ریښه کړې وه او مذهبي افراطیت پرمختګ کړی و. په هر حال اوس نږدې درې کاله کیږی چې دا غورځنګ په پاکستان کې را منځته شوی، خو د دې مدني حرکت لاره لا تراوسه مشخصه ده او د عدالت غوښتنه لاهم له تاوتریخوالي لرې پاتې ده.

د ډیورنډ کرښې خواوو کې د کلتور ګډې مسلې او افغانستان او پاکستان کې د قومي حساسو مسایلو ته په کتو، تمه کېده چې د دې غورځنګ لمن له ډیورند کرښې دېخوا افغانستان کې دننه، په هماغه ځواک او تګلارې پراخه شي او د ډیورند دېخوا قبایل هم، افغانستان کې دې ټولو تاوتریخوالو او روان جنګ ته په غبرګون کې، خپل مدني او له تاوتریخوالي پاک غبرګونه له خپل ځانه وښیي. پر دې بنسټ کومه پوښتنه چې دلته مطرح کېږي، دا ده چې ولې د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د یاد غورځنګ لمن پراخه نه شوه او داسې حرکت افغانستان کې پر لاره وا نه چول شو؟ ایا په افغانستان او په ځانګړي ډول پښتنو کې د داسې مدني غورځنګ اړتیا احساسېږي؟

له تاوتریخوالي د پرهیزه غورځنګونو کارپوه او څیړونکی داود ملیز، له اطلاعات روز سره په مرکه کې وایي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې له تاوتریخوالي د پرهیزه مدني غورځنګ د افغانانو لپاره ښه الګو ده. ترڅو جګړې او تاوتریخوالي ته نه ووایي. که څه هم د هلمند غورځنګ کاروان چې له هلمند څخه پيل شوی و، څو ولایتونو ته یې سفر وکړ د پښتون ژغورنې غورځنګ په الګو جوړ شوی و، خو څنګه چې ترې تمه وه هغسې د پاملرنې وړ و نه ګرځیده او ګټور تمام نه شو. ښاغلی ملیز وایي چې: «د پښتون ژغورنې غورځنګ الګو خان عبدالغفار خان او د خدایي خدمتکار غورځنګ دی، خو یوازی یوه الګو بسنه نه کوي چې یو غورځنګ جوړ شي. بلکې له هغې پورته د یوې ټولنې په کچه د ټولنیز خوځښت او ټولنیز فعالیت ده چې په سیاسي حالتو اغېز کوي. خان عبدالغفار خان له تاوتریخوالي د پرهېز لارې ترڅنګ، د پاکستان په پښتني ټولنه کې ډیری ټولنیز فعالیتونه پر لاره اچولي ول، چې په سیاسي وضیعت باندي یې هم تاثیر درلود. په دې سره په اروپایي هېوادونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېری غړي د افغانستان وګړي دي.

له تاوتریخوالي د پرهیزه غورځنګونو کارپوه او څیړونکی داود ملیز

ښاغلی ملیز باور لري چې ټولنیز تحرک په یوې ټولنه کې سخته او وخت نیوونکی دی. د افغانستان اوسنیو حقیقتونو ته په کتو چې طالبان هر ډول مدني او ټولنیز تاوتریخوالي پرته فعالیتونو پر وړاندی مقاومت کوي: «طالبان پوهيږي چې له تاوتریخوالي پرهیزه غورځنګونه د هغوی پر وړاندی خنډ جوړوي. څرنګه چې د پښتونه ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې طالبانو ته خنډ جوړوي. څنګه چې څو موده مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ وټس‌اپ ته طالبانولاره کړې وه او پیغامونه يې خپاره شول چې له غورځنګ څخه په کلکه شکایت لري چې ولې پښتون ژغورنې غورځنګ د طالبانو فعالیتونه په پاکستان کې رسنیز کوي. په ځانګړي ډول د چمن روغتونونو فعالیتونه چې د طالبانو زخمیانو درملنه کوی او د پښتون ژغورنې غورځنګ له هغه ځایه فلم اخیستی او خپور کړی دی.

لیکوال او د سیاسي مسایلو شنونکی تابش فروغ په يوه مرکه کې د اطلاعات روز سره وایي، د پاکستان ټولنه او سیاسي فکرونه يې د افغانستان پښتنو ټولنې سره توپیر لري. دا ځانګړی توپیرونه د ځانګړو شرایطو زېږنده دي چې د پاکستان ټولنه کې د پښتني ټولنې قدرت، فرهنګ او د ټولنې مناسباتو متن تعریفوي. «له همدی امله لر او بر یو افغان، د دې پر ځای چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د سیاسي مانیفسټ برخه وي، د یوي تاریخي نوستالژۍ دوام دی. زه شک لرم د پښتون ژغورنې غورځنګ سیاست جوړوونکې هسته پوه نه شي چې دې سیاست‌وهلي او نه کارېدونکې کیسې ته نښلېدو سره، د پښتون ژغورنې غورځنګ د ستراتژیکو لومړیتوبونو ته هیڅ ډول مرسته ته نه رسوي.»

لیکوال او د سیاسي مسایلو شنونکی تابش فروغ

ښاغلی فروغ د ډیورند دواړه خواو د پښتنو ټولنې یو واقعیت ته اشاره کوي او وایي د ډیورند په دې غاړه کې یو شمیر رنځیدلې پښتنې میرمنې د افغانستان نورو میرمنو په شان د خپلواکۍ پیژندګلوۍ څخه نه دي برخمنې. دلته د بیلګې په ډول یو پښتون متفکر خپل ځان ته دا حق ورکوي چې د پښتنو ښځو د حق او دفاع تر نوم لاندی په لسګونه زره تقلبي ری صندوق ته واچوي او بې له کوم شرم څخه ترې دفاع وکړی. مګر د مرز څخه هغه غاړه پښتانه پوهان او نخبګان د پاکستان جمهوریت کې د عدالت تامین او د وګړو برابروالي لپاره د عدالت غوښتنه کوي. «له کرښې دې غاړې ته ډېری پښتانه رهبران او نخبګان د نابرابرۍ دوام، د ناډیموکراټیکې سلطې،د قومي خپلواکه هویتونو حذف او د پښتنو له قید او شرط پرته د هژموني پر لاره اچول، څه د لښتې او یا د دیوان او دفتر له لارې، پښتانه بروکراتان جنګېږي، فرصت سوزونه کوي او د سیاسي مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د ډیموکراټیکه او مدني قاعدو منلو لپاره هڅه کوي.» فروغ باور لري چې همدا شان مدني غورځنګ ته د ډیورند پولې نه دېخوا په شدت اړتیا احساسېږي، مګر د پښتنو سیاسي مشرانو اراده د داسې یو پيښې د پيښیدو مخنیوی کوي.

د افغان ملي بنسټ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوونکی عطاالله حیران، اطلاعات روز ته سره مرکه کې وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ فلسفه هم د هماغه خان عبدالغفار خان له فلسفې څخه ده چې منظور پښتین له هغې په ګټنې، دا حرکت پر لاره اچولی. مګر دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له پولې هاغاړه محدوده کړو، سمه نه ده. «موږ په افغانستان کې له ناسیونالیسم سره مخالفه یو. بلکې موږ افغان ناسیونالیسم غواړو. د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې فکر کې دی چې د پاکستان حکومت د پاکستاني ناسیونالېزم پر بنسټ عمل کوي او د پښتنو حقونه نه رعایت کوي. خو په افغانستان کې موږ د پښتون ژغورنې غورځنګ د داعیې پر لاره مخ ته ځو، خو دلته د پښتون ناسیونالیسم سره مخالفه یو. دلته جغرافیه توپیر کوي، دلته یو واحده ملت شتون لري، مګر په پاکستان کې واحده ملت شتون نه لری. پر همدې بنسټ د پښتون ژغورنې غورځنګ افغانانو لپاره هم دی چې د تاوتریخوالي او جګړې پر وړاندې غږ پورته کړي. لکه څنګه چې بامیانو کې هزاره وګړو د منظور احمد پښتین ازادۍ لپاره غږ پورته کړ.»

د افغان ملي بنسټ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوونکی عطاالله حیران

ښاغلی حیران وایي چې مسله په افغانستان کې فرق کوي دلته یو واحده ملت د افغان په نوم شتون لري چې د پښتون ژغورنې غورځنګ هم د همدې ملت د ګټو تر څنګ روان دی. مګر سره له دي هم افغانستان دننه او په ځانګړي ډول پښتون قوم کې د داسې غورځنګ شتون نه احساسیږی. «دلته د داسې غورځنګ شتون نه احساسېږي. یانې PTM اجازه نه ورکوي چې څوک دلته د ناسیونالیسم اقدام وکړي. موږ هم مخالفه یاستو. موږ دلته ملي اردو او ملي پولیس لرو. موږ د یو واحده ملت په نوم ژوند کوو. دلته موږ د ټولو قومونو په غم کې شریک یو. د پښتون ژغورنې غورځنګ پالیسي هم همدا ده چې افغانستان کې قومي سیاستونو ته لمن و نه وهي. د پښتون ژغورنې مقابل لوری پنجابی دی. مګر موږ دلته ټول یو ځای او د یو بل په غمونو کې شریک یاستو.»