ایمل ولی خان

پښتونخوا کې د «پښتون قامي جرګه»؛ «پاکستان افغانستان ته د «جهاد» په نوم زرګونه جنګیالي لېږي»

اطلاعات روز: د عوامي ملي ګوند ايالتي مشر ایمل ولي خان پښتونخوا کې د «پښتون قامي جرګه» کې وویل، چې پاکستان د افغانستان داخلي چارو کې لاسوهنه کوي او د جهاد په نوم زرګونه جنګیالي ورلېږي.

د پښتون قامي دغه جرګه شنبه (۱۶ د زمري) پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او غړو او نورو سیاسي ډلو برخه اخیستې وه او د افغانستان پر روانو حالاتو او په دې هېواد کې یې د پاکستان پر لاسوهنو خبرې وکړې.

دغه راز دې جرګې په یوه غږ افغانستان کې روان تاوتريخوالی په کلکو ټکو وغانده او د ژر تر ژره اوربند غوښتنه يې وکړه.

د پښتون قامي جرګې دغو ګډونوالو د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلارې نیوکې وکړې او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل چې د افغانستان په چارو کې دې له لاسوهنو څخه نور ډډه وکړي.

د عوامي ملي ګوند ايالتي مشر ایمل ولي خان وویل: «له پاکستان څخه زرګونه «ترهګر» افغانستان ته روان دي او هلته یې د جهاد په نوم په افغانانو اور بل کړی. نوموړی وايي که په اسلام کې جهاد شته نو په اسلام کې د جهاد له پاره لاره هم شته.»

ایمل ولي خان زياته کړه: «پاکستان ته په دې ورځو کې د ترهګرو جسدونه راروان دي، مونږ خپلې سترګې ولې پټوو؟ د وسله والو طالبانو روزن‌ځايونه چېرته دي؟»

ولي خان په خپلو خبرو کې همداراز وویل، موږ چې د افغانستان د خودمختارۍ او امن په اړه خبره کوو، پاکستان پرې خپه کېږي. هغه د الله اکبر په نارو سره وويل چې افغانستان زما د پلار نيکه وطن دی او زه ورته ګاونډی ملک نه وايم.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بیا په دې غونډه کې وويل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې پښتانه مشران سره يو او متحد شي. هغه د افغانستان روان وضعيت ته په اشارې سره وويل چې افغانستان کې سوله د سيمې او نړۍ سوله ده او که د دې جګړې مخنيوی ونه شي، ټولې سيمې ته به وغځېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مشر محسن داوړ پښتونخوا کې بیا په دې غونډه کې پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړ او زیاته یې کړه چې طالبانو ته د پاکستان له خوا د افغانستان نظام ورانولو دنده ورکړل شوې ده.

ښاغلي داوړ وویل: «موږ بايد د افغانستان د جمهوري نظام ملاتړ وکړو ځکه چې دا نظام د خلکو لخوا منل شوی، مونږ ټول پوهېږو چې طالب د چا په لارښوونه خپلو کړنو ته ادامه ورکوي. د پاکستاني چارواکو په څرګندونو کې واضح ښکاري چې دوی د طالبانو ملاتړ کوي او طالبان د دوی لخوا موظف شوي، چې نظام له منځه يوسي.»

له دې وړاندې د جنوبي وزیرستان مکین کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د افغانستان روانو حالاتو په اړه په جوړه شوې غونډه کې چې زرګونه پښتنو په کې ګډون کړی و، خبرې وکړې.

د دې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین هغه مهال غونډې ته وینا کې ویلي ول، چې پاکستاني حکومت تل د خپلو شخصي ګټو لپاره د پښتونخوا خاوره کارولې، خو دی زیاتوي چې نور به هېچا ته دا اجازه ور نه کړي چې دا خاوره د افغانستان پر ضد استعمال کړي.

منظور پښتین دغه راز ویلي ول چې په خپله خاوره د هېچا «جنګي پالیسي» نه مني. هغه زیاته کړې وه چې نور باید افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې بندې شي.