خوست باک ولسوالۍ

خوست کې د هاوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي څلور نور ټپیان دي

اطلاعات روز: د خوست د باک ولسوالۍ ځایي چارواکي وایي، په دې ولایت کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې شپږو ملکيانو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.

د‌ باک ولسوال محمد اکبر ځدراڼ اطلاعات روز ته وويل، دغه پېښه تېره ورځ ناوخته (شنبه، ۱۶ د زمري) د خوست ولايت باک ولسوالۍ اړوند «لېوانخېلو» کلي کې شوې، چې دوه ماشومان په کې وژل شوي او د يو سړي په ګډون څلور نور ټپيان دي.

د هاوان دغه مرمۍ په داسې حال کې په يو کور لګېدلې، چې په ورته مهال په ياده سيمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه. خو دا لا څرګنده نه ده چې دا مرمۍ د چا له خوا توغول شوې ده.

د يو بل خبر له مخې همدا تېر ماښام په خوست ښار کې مخ پټو وسله والو درې کسان په ډزو وژلی دي.

د خوست ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نجيب احمد نجيب وويل، چې ياده پېښه د ښار اړوند «چرګو» په منډيي کې شوې ده.

تر اوسه لا نه ده مالومه چې وژل شويو کسانو کومه دولتي دنده درلوده او که نه، مسووليت يې هم تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.