جلال اباد دو سرکه

جلال‌اباد ښار کې ماین چاودنې دوه ملکیان ټپي کړل

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان نن (دوشنبه، ۱۸ د زمري) اطلاعات روز ورځپانې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند د سره رود «دوه سرکې» سیمه کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

فرید خان زیاته کړه: «نن سهار شاوخوا پنځه بجې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند دوه سرکې سیمه کې د سرک غاړې ماین پر ملکي وګړو چاودنه کړې، چې له امله دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.»

بل لور ته د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګلزاده سنګر وایي، نن سهار ورته د چاودنې له ځایه درې ټپیان وروړل شوي چې ملکي وګړي دي.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.