سپین بولدک

د سپین بولدک له سقوط وروسته له هدفي وژنو موخه څه ده؟

نوی بیلتون راوله او حکومت وکه New Divide And Rule

لیکوال: ذ‌‌کریا مایار

پاکستان او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې په غوره توګه د ډیورنډ د سرحدي کرښې له رامنځته کیدو وروسته د سیاسي اړیکو یوه تیاره پاڼه پرځای پرې ایښې ده. دغه اختلاف لرونکې سیاسي اړیکې په تیرو اتلسو کلونو کې له طالبانو څخه د پاکستان پریکنده ملاتړ په ترڅ کې لا ډیرو لوړو ژورو سره مخ شوي.

په افغانستان کې د پاکستان روښانه لاسوهنې او په خاصه توګه له طالب جنګیالیو سره مرسته او له هغوی څخه ملاتړ، له افغانستانه د امریکې د وتنې له پیل سره یوه نوي پړاو ته واوښتلې. ان تر دې چې د جولای میاشتې په پنځمه نیټه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ له سقوط وروسته د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلو ټولنیزو پاڼو کې داسې ولیکل چې: «د پاکستان هوایي ځواک او اردو په رسمي توګه افغانستان او د افغانستان حکومت یي ګواښلی چې د سپین بولدک د بیرته نیونې لپاره د افغانستان د حکومت هر ډول اقدام به د پاکستان د هوایي ځواک له ځواب سره مخ شي.»  

د سپین بولدک له سقوطه پس داسې ښایي چې د کندهار د نفس ایستنې رګ د طالبانو په لاس کې دی، چې له هغې وروسته موږ په کندهار کې تر څلورو سوو هدفي وژنو پیښو د ثبت شاهدان یو. د سپین بولدک سقوط او له هغه پس په کندهار کې د پاکستاني نظامیانو په مرستې د طالبانو په وسیله د څلورو سوو هدفي وژنو پیښې، په ښکاره توګه دا په ګوته کوي چې پاکستان په افغانستان کې د قومونو ترمنځ د بیلتون اچونې سټراټېژي په لاس نیولې.

اوس اصلي پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان د طالبانو په وسیله او د ټوپک په زور غواړي چې د افغانستان د قومونو، په خاصه توګه د پښتنو ترمنځ بیلتون راولي؟ ولې او څنګه؟ په دې لیکنه کې هڅه شوې چې په افغانستان کې د قومونو ترمنځ بیلتون ته لمن وهلو نه د پاکستان موخې راوسپړل شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ښوونو پر بنسټ، د طالبانو د سپین بولدک له نیونې وروسته تر څلورو سوو ملکي خلک د دې ترهګریزې ډلې په وسیله له کوره را ایستل شوي او تر سلو ډیر یې وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو تر څنګ د هغو درې سوو کسانو پته چې طالبانو په وسیله بوول شوي، لا هم په لاس کې نشته. کره او لومړۍ لاس‌ښوونې دا په ګوته کوي چي د دغو بوول شویو او وژل شویو کسانو ډیره سلنه یې هغه کسان دي چې له جنرال عبدالرازق سره یې نږدې اړیکې درلودې او طالب ضد او حکومت پلوې اندیښنې یې پاللې او په کندهار کې د پاکستان د لاسوهنو لوی خنډونه ول.

په دې اړه د کندهار اوسیدونکي ښکاره او روښانه ویناوې لري چې له هغو څخه یو د کندهار ولایت د سپین بولدک اوسیدونکی عزیز جان اڅکزی دی. عزیز جان په خپلو څرګندونو کې دا مني چې د سپین بولدک د نیونې نه پس هغه تر سلو ډیر کسان چې ووژل شول، د یوه خاص قوم او قبیلې نه ول، خو دا کسان د هغو قوم ته په کتو سره د بل قوم طالب پلویو کسانو په وسیله وژل شوي دي.

د کندهار د اوسیدونکو د څرګوندونو له مخې دا په ډاګه کیږي چې پنجابي نظامیان د یوه ډیټابیس له مخې، چې ویل کیږي په هغه کې د کندهار ولایت د حکومت پلویو سرتیرو او ملکي خلکو نومونه، قوم او قبیله او پته ثبت شوې ده، هدفی وژنو ته لمن وهي او په دې توګه کوښښ کوي چې د کندهار جګړه قومي او د افغانانو خپل منځي جګړه ونوموي.

په کندهار ولایت کې خپلمنځي اختلافات لویه مخینه لري چې د دې اختلافاتو تر ټولو لویه برخه د اڅکزیو، نورزیو او اسحاق زیو ترمنځ لیدل کیږي. پنجاپیان د دې اختلافاتو له شتونه په ګټې اخیستنې سره داسې یوه سټراټیژي پر لاره اچولې ده چې د یوه قوم کسان د طالبانو په وسیله د بل قوم په کس باندې وژني.

په دې اړه د کندهار یوه ځایي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي چې د فدا محمد افغان زامن هر یو «شیر محمد افغان او محمود خان افغان» د طالبانو په لیکو کې د شته نورزیو په وسیله له کوره را وایستل شول او بیا ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار طالبانو په لیکو کې د مختلفو قومونو او په خاصه توګه د اڅکزیو طالب پاله جنګیالي هم شتون لري، خو د فدا محمد افغان زامن د نورزیو طالبانو په وسیله وژل کیږي. دا اسناد موږ ته دا را په ډاګه کوي چې پنجاپي نظامیان د ډیټابیس له مخې په کندهار کې د خپلو ګټو خنډونه له یوه سره له میدانه باسي او دا کار په سازماني توګه په طالبانو کې شته مختلفو قومونو په وسیله سر ته رسوي.

ښایي داسې چې خپله طالبان د پاکستان له دې سټراټیژي څخه یا هیڅ خبر نه دي، یا هم اهمیت نه ورکوي او پاکستان له هغو او د هغو له ځواکه څخه په ګټه اخیستنې سره د افغانانو او پښتنو ترمنځ د بیلتون راوستنې تګلاری خپلې کړي.

د افغانانو او په خاصه توګه د پښتنو ترمنځ بېلتون، پاکستان ته څه پایلې لري؟

پاکستان په خپله خاوره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (Pashtun Tahafuz movement) شتون، ځانته یو باالقوه ګواښ بولي. ان تر دې چې پاکستاني رسنۍ اوس مهال دا اجازه نه لري چې د دې غورځنګ اړوند خبرونه په رسنیو کې خپاره کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ یو تر ټولو لویه غوره والی د دې غورځنګ غیر مذهبي او سیکولري اندیښنې دي. له هغه ځایه چې دا غورځنګ په افغانستان کې هم خپل پلویان او غوښتونکي لري، نو دا غورځنګ د پاکستان د نظامیانو د پښتنو د سخت دریځولو تګ لارې ته لوی ګواښ بلل کیږي.

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو له تر ټولو لویو شعارونو څخه «لر او بر یو افغان» دی او دا د دې موضوع ښکارندویي کوي چې دا غورځنګ له لیکې راديخوا پښتنو ته هم یوه غیر مذهبي، نوې او سیکولره تګلاره او د پښتنو ترمنځ یووالی غواړي. د پاکستان د طالبانو په وسیله د لیکې د ديخوا پښتنو ترمنځ بیلتون راوستنه پاکستان دې موخې ته لا ډير نږدې کوي چې افغانان او په خاصه توګه پښتانه سره بیل کړي. پاکستان په روښانه توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ او د افغانستان اړیکې خپل ملي امنیت لپاره یو ګواښ بولي او مخنیوی یې کوي. د بیلګې په توګه د سردار عارف وزیر، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرۍ غړی، وروسته له دې ونیول شو چې افغانستان ته راغی. عثمان وزیر، د پاکستان د پولیسو یو لوړ پوړی چارواکی د عارف وزیر د نیونې اړوند څرګندونو کې داسې وایي چې عارف وزیر افغانستان ته د سفر په لړ کې د پاکستان خلاف کرکجنې څرګندونې درلودې.

له بلې خوا محمود خان اڅکزی، په پاکستان کې د پښتنو یو نفوذ لرونکی مشر، افغانستان ته په یو سفر کې یې د ډیورنډ د کرښې په باب افغان پلوه څرګندونې درلودې او دا لیکه یې غیررسمي وبلله چې پښتانه سره ویشي. د طالبانو اړوند د پاکستان تګلاره دا ده چې طالبان به د ډیورنډ اړوند خاصه موضع نه نیسي او پاکستان یې په مقابل کې له طالبانو سره نظامي او لوجسټيکي مرستې ته دوام ورکوي. نو په دې توګه دې پایلې ته رسیږو چې په افغانانو کې بیلتون، د کرښې اخوا پښتنو ته یو ملا ماتوونکی عمل دی چي پاکستان یې په وسیله خپل حاکمیت تامین او تضمینولی شي او د ډیورنډ پر سر اختلاف په کلونو کلونو وروسته غورځولی شي.