لوګر کې وژل شوی قومي مشر

مخ پټو وسله‌والو لوګر کې يو قومي مشر وژلی

اطلاعات روز: د لوګر ولايت د ولايتي شورا رییس حسيب الله ستانکزی وایي، تېره ورځ د لوګر ولايت له «سپېد سنګ» سيمې نامالومو وسله والو د محبت الله ګلزي په نوم يو تن قومي مشر له بېول کېدو وروسته، وژلی دی.

نوموړي اطلاعات روز ته وویل، چې د ګلزي جسد نن سهار (چهارشنبه، ۲۰ د زمري) د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې پيدا شوی.

د ستانکزي په خبره چې ياد قومي مشر له څه مودې راهيسې له ولايتي ادارې سره هم اړيکې قطع کړې وې. هغه وايي، محبت خان کومه شخصي دښمني هم نه درلوده او په بې طرفه ډول يې د خپلې سيمې مشري کوله او د خلکو ستونزې به يې له ولايتي چارواکو سره شريکولې.

د ولايتي شورا رییس له کشفي ارګانونو د دې پېښې د پلټنې او عاملينو ته يې د «سختې» سزا غوښتنه کوي.

محبت الله ګلزی د محمد اغې ولسوالۍ د سنګرخېلو حوزې قومي مشر و، خو تر اوسه يې کومې وسله والې ډلې د وژنې مسووليت نه دی منلی.