غزني

طالبانو د غزني والي او پولیسو قوماندان سره په «تفاهم» د دې ولایت مرکز نیولی دی

اطلاعات روز: د غزني په قومانداني یوه معتبره سرچینه تاییدوي چې طالب جنګیالیو د دې ولایت مرکز نیولی دی.

دا  سرچینه چې نه غواړي نوم يې یاد شي، نن (پنج شنبه، ۲۱ د زمري) اطلاعات روز ته وویل چې طالبان د دې ولایت د والي محمد داوود لغماني او د دې ولایت د پولیسو قومندان فضل احمد شیرزاد سره په «تفاهم» دې ښار ته ننوتي دي.

هغه زیاته کړه چې طالبان اوس مهال د غزني ولایت ټولو برخو کنټرول خپل لاس کې لري.

له بلې خوا، امنیتي سرچنيې ټینګار کوي چې د غزني ولایت والي او قوماندان د طالبانو په تفاهم سره د غزني ښار څخه د کابل پر لوري حرکت کې دي.

د غزني ولایتي شورا رییس نصیر احمد فقیري هم اطلاعات روز ته وویل چې د دې ولایت والي، د غزني ښار د یوې معاملې په پایله کې طالبانو ته تسلیم کړی دی. هغه وایي چې طالبان د والي د موټرو کاروان چې د کابل پر لوري روان دی، د خوشحالۍ په ډزو سره ملتیا کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم اطلاعات روز ته وایي چې دې ډلې د غزني والي او قوماندان ته کابل ته د تللو اجازه ورکړې ده.

د دې ډلې جنګالیو له دوه شپو را په دېخوا د غزني ولایت په ښار حملو ته زور ورکړی دی.

طالبانو ویلي، چې د ولایت، د پولیسو قومندانۍ، ریزرف قطعې او د مرکزي زندان کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی. دې ډلې زیاته کړې چې یو زیات شمېر نظامیان دوی ته تسلیم شوي دی.

غزني ولایت د هیواد په سوېل ختیځ کې یو له ناامنه ولایتونو دی. د دې ولایت له ۱۹ ولسوالیو، اوس مهال یوازې جاغوري او ناور د دولت په کنترول کې دي.

دغه راز غزني ښار د ولایتونو لسم مرکز دی، چې په شپږو ورځو کې د طالبانو لاسته ولوېد. مخکې له دې څخه د نمیروز مرکز زرنج، د جوزجان مرکز شبرغان، د تخار مرکز تالقان، د بدخشانو مرکز فیض آباد، قندوز، سرپل، د بغلان مرکز پلخمري، د سمنګانو مرکز ایبک او د فراه مرکزونه د طالبانو په لاس سقوط شوي دي.