هاموې

ننګرهار کې ۱۷۲ طالبانو ته مرګژوبله اووښتې

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت شیرزادو ولسوالۍ کې ۱۷۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (شنبه، ۲۳ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د شیرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تېرو ۴۸ ساعتونو په موده کې د افغان ځواکونو په هوایي، توپچي او په تعرضي بریدونو کې ۷۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وایي، همدا راز د وسله والو طالبانو درې موټر سایکلونه، ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «د افغان ځواکونو په هوایي او توپچي بریدونو کې د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ کې ۷۲ وسله وال طالبان وژل شوي او سل نور ټپیان شوي دي او همدارنګه د وسله والو طالبانو ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم له منځه وول شوي دي.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.