پکتیا سید کرم

افغان ځواکونو د پکتیا له سيدکرم ولسوالۍ بيا تاکتيکي شاتګ کړی

اطلاعات روز: سوېل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، د پکتیا له سیدکرم ولسوالۍ یې تاکتیکي شا تګ کړی دی.

د وسله والو طالبانو له هغې ادعا وروسته چې رسنيو ته يې په لېږل شوې خبرپاڼه کې د سيدکرم ولسوالۍ د نيولو يادونه کړې وه، په سويل ختيځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند جګړن ايمل مومند هم تاييد کړه، چې تېره شپه (جمعه، ۲۲ د زمري) افغان ځواکونو له يادې ولسوالۍ تاکتيکي شاتګ کړی دی.

هغه نن اطلاعات روز ته وويل، چې په سيدکرم ولسوالۍ کې ميشت ځواکونه د پکتيا ولايت احمدابا ولسوالۍ ته انتقال شوي دي.

په سيدکرم کې له تېرې يوې مياشتې راهيسي افغان ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت و، له سختو جګړو وروسته يې ياده ولسوالۍ طالبانو ته پريښې ده.

په همدې حال کې وسله والو طالبانو دا ادعا هم کړې، چې تېره شپه يې د پکتيکا ولايت د مټاخان، جانيخېلو او يوسف خېلو ولسوالۍ هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي، خو د دې ادعا په اړه د ياد ولايت امنيتي مسوولينو تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.