غني

ولسمشر غني: د امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا انسجام زموږ لومړیتوب دی

اطلاعات روز: ولسمشر محمداشرف غني د روان وضعیت په اړه خپل پیغام کې وویل، چې په اوسني وضعیت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا انسجام یې لومړیتوب دی او په دې هکله جدي اقدامات تر لاس لاندې دي.

ولسمشر اشرف غني چې نن (شنبه، ۲۳ د زمري) یې د هېواد د روان وضعیت په اړه د ارګ له فیسبوکپاڼې پیغام خپور شو، وویل چې افغانستان د تپل‌شوې جګړې له امله د بې‌ثباتۍ له «جدي» ګواښ سره مخ دی.

ښاغلي غني وویل: «زموږ ګران هېواد افغانستان پر موږ د تپل شوې جګړې له کبله د بې ثباتۍ له جدي خطر سره مخ دی. زه د ټول افغانستان پر وضعیت خبر یم. د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي شهیدانو کورۍ ته تسلیت وایم او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړم.»

په ګڼو ولایتونو کې د جګړو له امله ب‌شمېره کورنۍ پلازمېنې کابل او د هېواد نورو ولایتونو ته کډه شوي. ولسمشر غني په خپل دې پیغام کې دې کډوالو ته په اشارې وویل، هڅه یې دا ده چې د روان وضعیت له امله بې ځایه شویو هېوادوالو ته لازمه رسېدنه وکړي.

ولسمشر غني وویل چې اوس وخت کې یې لومړیتوب د امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا انسجام دی او په اړه یې جدي اقدامات تر لاس لاندې دي. هغه له دغو ځواکونو مننه وکړه چې د خلکو او هېواد دفاع لپاره د ده په وینا په قوي هوډ ودرېدل.

هغه وویل: «د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او زړورتیا درناوی کوم چې د خپل ولس او وطن د دفاع په لاره کې په قوي هوډ ودرېدل. له خپل ولس هم مننه کوم چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ په کلکه ولاړ دي.»

ولسمشر اشرف غني دغه راز وویل، پوهېږي چې خلک د روان وضعیت له امله په اندېښنه کې دي خو زیاته یې کړه چې ټول پام یې د دې حالت مخنیوي لپاره دی.

ښاغلي غني وویل: «په داسې حال کې چې پوهېږم چې له حال او راتلونکې په اړه مو اندېښنه کې یاست، خو ډاډ درکوم چې د ولسمشر په توګه تمرکز مې پر دې دی چې د بې‌ثباتۍ، تاوتریخوالي او بې ځایه‌کېدو له پراخېدو مخنیوی وکړم.»

ولسمشر همدارنګه وویل، د یو تاریخي رسالت په توګه هڅه کوي پرېنږدي، څو پر افغانانو دا «تحمیلي» جنګ له دې ډېر د «بې ګناه وګړو» وژنو، د شل کلنو لاسته راوړنو له لاسه ورکولو، د عامه تاسیساتو ویجاړۍ او د تلپاتې بې ثباتۍ لامل شي.

هغه زیاته کړه: «پر همدې دلیل د دولت دننه، سیاسي مشرانو او رهبرانو، د افغانستان خلکو بېلابېلو پرګنو او نړیوالو همکارانو سره پراخې مشورې مو پیل کړې دي. په دې اړه مشورې په چټکۍ روانې دي او پایلې به یې ژر له هېوادوالو سره شریکې شي.»

ولسمشر غني د خپل دې پیغام په وروستۍ برخه کې وویل چې نوموړي تل د افغانانو ابادي، سرلوړي او له نړۍ سره سیالي غوښتې ده او پر همدې لارې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې د هېواد ۱۸ ولایتونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.